وحيدالله مصلح
دا يو ډېر ښه قدم دى چې هېواد مو د افتاﺀ واحده اداره ولري، په دې ډول به زمونږ په هېواد کې د افتاﺀ په ډېرو ويشلو مرکزونو کې د ديني مسايلو د تعبير خورې ورې لارې سره نزدې شي.
د ديني مسايلو د دومره ډېرو تعبيرونو او افتاﺀ په دومره بېلو کانالونو کې اختلاف رحمت نه دى، بيا داسې چې زمونږ د نيمې پېړۍ خورا مهمو پېښو د مشروعيت فتواګانې له بيرون نه راغلي، او دا د مکان د لري والي او د وطن د بېګانګۍ فکتورونو ښايي پر ځېنو فتواو اغېز ښندلى وي، او پر دې ټولو د بهرنيو استخباراتو پاليسۍ او لومي سرباري حساب دي.
د افتاﺀ داخلي واحده مرجع زمونږ د هېواد لپاره ډېره اړينه ده؛ خو دا چې بايد هم په تخصصي لحاظ او هم له حکومتي او ناحکومتي فرمايشونو خپلواکه وي.
دربار او روحانيت؛ تاريخي اړيکې!
که مونږ د خپل هېواد تاريخ ته لنډ نظر واچوو نو په هغو پېرونو کې چې ديني مراجع او حکومتي منابع په هماهنګۍ کې واقع شوي نو د فتوا سترې مرجعګانې که هر څو ولسي وې خو په ډېرو لويو وطنيو قضيو کې يې د حکومتونو ملا تړلې او ډېر مؤثر نقش يې لوبولى، له انګرېزانو د ازدۍ په مبارزو کې د سترو روحانيونو او علماو د جهاد فتواګانو اصلاً دغو ټولو جګړو ته مشروعيت ورکړى، همدا لامل دى چې زمونږ په تاريخ کې د ازادۍ جنګونه جګړې نه وې غزاګانې وې، او غازي امان الله خان چې له انګليسه د استقلال جنګ اعلاناوه نو يې ورته جهاد وايه، په دې ډول هغو علماو په دغسې حماسو کې د مشروعيت او ګټلو دروازې پرانېستلې.
خو کله چې له ازادۍ وروسته د حکومتوليو عملي مرحلو ته خبره رسېدلې، هلته نو د روحانيت او دربار اړيکې سختې پېچلې شوي او دربار په کې اکثره د ملا پر ضد درېدلى. غازي امان الله خان د خپلو ټولو اتلوليو او پرمختيايي ارمانجنتوب سره د اروپا تر سفر وروسته پر روحانيت او يو شمېر ديني نښو راوګرځېد، د محمد ظاهرشاه په وخت کې هم علما د کوم عزتمن حيثيت نه برخمن نه وو، هغه د پل خشتي په غونډه کې چې علما د کمونېسم پر ضد راټول شوي وو او هلته چې سردار عبدالولي خان په کوم ډول عالمان په پوځي لاريو کې اچول او په بوټانو پرې ختل، او يا هغه مهال چې د محمد داودخان په صدراعظمۍ کې د کندهار معترض ولس د حجاب او پت په ننګه راپورته او حکومت بيا څنګه وځپه، او هغه څه چې بيا د سرطان او ثور تر کودتاو وروسته پېښ شول دا زمونږ په نزدې تاريخ کې د دربار او روحانيت د ناهمغږۍ او ژور اختلاف غمازي کوي، دا اختلاف په ځېنو وختونو کې سليقوي او په ډېرو وختونو کې فکري و، دربار په کې ځان د موډرنېرم او روحانيت د ارتجاع استازي بلل. دغه وېش نن د سکولار او ديني افراطيت په نوم غځېدلى... په خلقي کودتا سره د دين او مارکس جګړه عملاً پيل شوه، هلته د خلقيانو لومړني حکومتمشر نورمحمد تره کي د کى جي بي يو لوى چارواکي جنرال کريوچکوف ته ويلي وو، چې پنځه کاله وروسته راشئ دلته به جوماتونه ټول خالي وي، د تره کي همد دا وړاندوينه د دين په اړه د خلقي نظام پاليسي وه.
د تاريخي کشمکش درسونه!
اوسنى حکومت که غواړي چې ولس له حکومت سره په ديني باور کې محکم پاتې شي نو بايد د تېرو حکومتوليو دغه کشمکشونه مخې ته کېږدي، دې موضوع ته دې ننوځي او تاريخ دې بېرحمانه او بې پرې تنقيدي مطالعه کړي، په دې ډول لږ تر لږه دا زده کېداى شي، چې له روحانيت او دين سره ټکر ډېره لويه بيه لري، دا هم زده کېداى شي چې د غازي د وخت د بيړني تقابل تاريخ بايد تکرار نه شي، د غرب يو شمېر زده کړي د افغانستان د ارزښتونو استازولي نه شي کولى او دوى چې د غرب له ارزښتونو متأثره راغلي په يو ډول له دغو خپلو ارزښتونو سره د کينې او قهري تقابل په فکر کې دي، دغسې فکري تشدد به دا ټولنه سخته وويشي او دا وېش به ډېر ورانوونکى وي، که په ارګ کې دا کړۍ د فکر کرښې جوړې کړي دا به ارزښتي کشمکشونه رامنځته کړي او دغسې ارزښتي تقابلونه به هيڅکله پر حکومتي ديني مرکزونو ولسي باورونو ته رشد ورنه کړي.
په دې ملک کې د داسې ځوانانو او مسلکي کدرونو کمى نه شته، چې زده کړې يې د لوړ معيار او ارزښتونه يې د خپل ولس دي، ولسمشر که ځان د ټول وطن بولي نو بايد دغه توازن پر دې ځوانانو برابر کړي، په دې ډول به لږ تر لږه د ارګ ارزښتي انډول متناسب شي، ک تناسب ته پاملرنه ونه شي د دې وېره شته، چې هسې نه د پټو نيو-مارکسستانو لومه دغه پخوانى چپي ملي ګرا ولسمشر لکه داودخان استعمال کړي، حتمي نه ده، چې دوى به پر جمهور رئيس کودتا وکړي، ځکه نه د افغانستان حکومت او بهرنى نظامي حضور په هغه پخوانيو شرايطو کې دي او نه دا نيو-مارکسستان هغه محافظه کار او پياوړى سازماني تشکل لري، خو دوى دومره کولاى شي، چې د فکر او واک په سترو مرکزونو کې د لابيګرۍ منابع په انحصار کې ولري.
ولسي باور؛ څو پوښتنې!
په هر صورت د افتاﺀ د واحد بنسټ ايجاد لومړى قدم دى؛ خو تر دې قدم مهمه دا ده، چې څنګه د افتاﺀ پر دغه رسمي مرکز ولسي باور رامنځته شي؟ د باور ټکى ډېر اسان او کوچنى دى خو دا باور زمونږ د هېواد په زښتو ډېرو پېچلتياو کې سخت ژوبل او مات شوى، د دغو ماتو باورونو د کوشېر لپاره اړتيا ده، چې ولس له ديني منظر نه پر حکومت باور پيدا کړي، دغه کُلي باور په دې پورې اړه لري، چې په ژونديو قضيو او حکومتونو کې د ديني عالمانو حيثيت او مقام څرنګ دى؟ مدرسې په مادي او معنوي لحاظ په کوم ملاتړ کې دي؟ څومره ديني عالمان د ديني پوهې له نظره په ټولنه او حکومت کې د حساب او باور وړ دي؟ ايا زمونږ ديني مراکز په سيمه کې د سيالۍ وړ دي او که اوس مو هم پر طالبانو د زاهدان، اکوړه خټک او کراچۍ مدرسې ډکې دي؟
د عملي حکومتولۍ او دين اړيکه څرنګ ده؟ په سياست کې د اسلام نقش څه دى؟ ټولنه په اجتماعي ډول پر اصالت درېږي او که له ديني او تاريخي اصالتونو په فراغ او تشه کې پر واردېدونکي فرهنګ ودرېږي؟
کله چې ډېرى فېسبوک چلوونکي خطونه کاږي او په دغو خطونو کې ملا ټارکېټ دى، يو شمېر اسلامي نښې په تعبيرونو کې سرچپه کېږي، حج په کې غربت ته پلمه کېږي، کنځلې په کې د حاکم فرهنګ بدرنګه خو لويه برخه وي، کله چې د يو منظم پلان له مخې په پوهنځيو کې د اسلامي ثقافت مضمون او د شرعياتو پوهنځي د مغرض تنقيد لاندې وي او په بمباردونو کې مسجد، مدرسه او کورونه په نښه کېږي نو په دغسې يو متناقض حالت کې د ولس لپاره مشکله ده چې پر حکومت د ديني مرجعيت باور وکړي.
ولسي باور؛ دوه مهم موردونه!
د باور په سلسله کې دوه موردونه تر نورو هم ډېر بنسټيز دي؛ لومړی دا چې افغان ملت يو روايتي او سنتي ملت دی، دغسې يو ملت د فتوا او ديني مرجعيت کلاسيکې محلي او ولسي مراجع لري، په دغسې يو کلاسيکه اډانه کې يوې رسمي مرجع ته د دغو مراجعو تغير له ولس سره په معنوي او مادي لحاظ د يو پیاوړي تړلي او نزدې حکومت غوښتنه کوي، د دغسې نزدې والي لپاره اړينه ده چې معلومه شي؛ حکومت په افغانستان کې د ښاروندۍ څومره خدمتونه هر وګړي ته رسولي، ښاري سېسټمونه څومره رغېدلي، عصريت او پرمختګ په کومه کچه او څومره متوازن دی، ايا د ولس او حکومت تر منځ د خدمتونو په توسط د باور فضا شته؟ او دېته ورته نورې د پرمختګ کيفيتي پوښتنې... دا پوښتنې ځکه مهمې دي چې دا مونږ ته د حکومت او ولس تر منځ اعتماد اندازه کوي، که ولس په دې پوښتنو کې راضي وو، دا د دې څرګندونه کوي چې ذهني وده شته او ولس په رواني لحاظ دېته اماده دی، چې پر حکومت باور وکړي او دا باور حتی ديني مرجعيت ته شاملېږي.
دويم مورد دا دی چې د بهرنيو نظاميانو په شتون کې دا ډېره سخته ده چې د ديني مرجعيت او په ځانګړي ډول د افتاء واحد مرکز لپاره ولسي باور رامنځته شي، د همدې لپاره اړينه ده چې حکومت د يوې سټراټيژيکې موخې په توګه سولې ته کار وکړي او په دې ډول د بهرنيو ځواکونو شتون صفر ته ورسول شي.
ژوبل ولسي باور؛ حکومت بايد څه وکړي؟
دا يو اوږد کار دى خو ډېر اساسي او حياتي دى، دولت ته په کار دي، چې تر ټولو لومړى د مکتب او مدرسې فکري واټن کمولو ته کار وکړي، لويې او معتبرې ديني مدرسې جوړې کړي چې د سيمې په کچه سيال ديني مرکزونه وي، د ازهر او زيتونيه ديني مرکزونو څانګې پرانيزي، د لويو او نامتو علماو د رشد او مطرحېدو مواقع رامنځته کړي، د افغانستان هغه علماو ته چې د ګاونډيو هېوادونو په لويو مدرسو کې پر تدريس بوخت دي؛ ورته دلته د علمي تدريس لپاره فرصتونه ايجاد کړي، د اسلامي تاريخ، هويت او اړيکو په ميدان کې کار وکړي، په سياست، ټولنه، فرهنګ او د ژوند په ټولو برخو کې د اسلام اصالت او قاطع نقش عملي کړي...
نو په دې ډول به د دولت، ولس او ديني باورونو د وصل حلقې سره پېوند شي او د دغو دريو لوريو په همغږۍ کې به د اصالت او عصريت امتزاج رامنځته شي.
يادونه:
نوموړې ليکنه په جولای ۲۰۱۹ کې ليکل شوې وه.