ليکوال: مرحوم استاد خرم مراد
ژباړه: وحیدالله مصلح
لومړۍ پوښتنه:
د واده او زیږون د سالګرو لمانځنې په اړه له شرعي لیده رڼا واچوئ؟
ځواب:
د واده او زیږون د سالګرې په لړ کی باید څو اصولي خبرې په پام کی ونیول شي:
۱- له هغو عمومي اصولو پرته چی له شیانو څخه په کی منع راغلی، د نورو شیانو اصل مباح دی (مګر که داسی څه په کی ومیندل شي چی هغه ممنوع وي، او یا ورڅخه فساد زیږیږي)، د کومو شیانو په اړه چی الله جل جلاله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم سکوت اختیار کړی دی، د هغو په اړه تجسس او پلټنه ښه کار نه دی.
۲- د اصلاح او تغیر یو لار دا هم ده چی په ټولنه کی له رایجو شیانو څخه چی کوم غلط نه دي هغو ته دې هیڅ ونه ویل شي، کوم چی غلط دي خو د اصلاح وړ دي هغه دی اصلاح شي، او کوم چی د فساد بنسټ وي او اصلاح یی شوونی نه وي هغه دی ودرول شي، شاه ولی الله رحمه الله په حجة الله البالغه لومړي ټوک کې پر دی مسئلې ګټور بحث کړی دی.
۳- د سلفو دا دود باید همیشه مخی ته کېدو، چی هغوی به په اجتهادي مسایلو کی د حلالو او حرامو الفاظو له استعمال څخه اجتناب او بې بریده احتیاط کاوه، په ټوله کی به یی د مکروه لفظ وایه او تیریدل به، او یا به یی ویل چی زما په نظر دا رایه بهتره ده، زما په رای دا کار نا خوښی دی، له همدی امله د جایز او نا جایز له فتوو څخه ځان ساتل په کار دي.
ددې اصولو په رڼا کی سالګره په خپل ځان کی کوم داسی شی نه دی چی زه یی نا جایز وګڼم، او یا یی بند کړم، هو! که چیری په کی ویاړ او لويي وي، ځان ښودنه او اسراف وي، بی حیایي وي او د مجبورۍ له امله په کی ډالئ بدلیږي، دا هغه شیان دي چی زما پر رایه باید مخه یی ونیول شي، دا چی په نوموړو مراسمو کی عموماً دا شیان میندل کیږي، له همدی امله څوک چی د الله جل جلاله د رضا غوښتونکی وي هغه باید دغو بدیو کی ونه غورزیږي، خو که څوک نوموړي مراسم له دغو بدیو څخه پاک کړي او بیا يې ولمانځي، نو زما په اند د هغی د درولو کوم جواز نه شته.
حکیمانه کار دادی چی ددی رسوماتو پر ضد د تنکیر او فتوا پر ځای د ویاړ او لویۍ، ځان ښودنی، په دنیا کی د مخکی کېدنې، په جبر سره د ډالیو ترلاسه کولو(ټولنیز فشار هم د جبر یوه بڼه ده) او د مشغل په توګه د بی مانا کارونو پر ضد د تعلیم او تذکیر کار وشي.
دویمه پوښتنه:
د ترجمان القران په اګست ګڼه کی ستاسو له ځوابه مالومیږي چی که د سالګری مراسم ستاسو له انده په اسلامي طریقو سره په سادګئ ولمانځل شي نو پروا نه کوي، پوښتنه دا پیدا کیږي چی دا مراسم چا ایجاد کړي؟ که د مسلمانانو رواج وي نو بیا دا خبره ذهن ته راځي چی نوموړي مراسم روا دي او له ځان ښوونی پرته دی د اسلامي دود په سادګئ سره ولمانځل شي، خو زما په خیال د واده او زیږون سالګرې د هغو مشرکانو ایحاد او فعل دی چی د دنیا ژوند ته د یوې لوبې په څېر ګوري، د هغوی تقلید انسان په دی دنیا دوزخ ته رسوي.د کافرانو او مشرکانو هر عمل به حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نفی کاوه، د بېلګې په توګه عیسایانو به د سپینې ږیرې پریښودل ښه ګڼل، نو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې ږیره رنګ کړئ.
د اسلام په دننه کی د دریېمی لیاری ځای نه شته، اسلام یوازې دوه لیارې ښايي، یوه سمه او دویمه غلته، له مبهمو سیاسي خبرو سره اسلام کومه اړیکه نه لري، دریمه لار یوازې د هغو باغي عالمانو وي چې د علم درلودو سره سره د خلکو د رعایت او خپل نفس د ګټې په خاطر حقیقت مسخه کوي، یهودانو به د خالي په ورځ د کبانو نیولو په ځای جال غورزاوه او د یکشنبې په ورځ به یی ښکار کاوه، دا دریمه لار ده چی د الله جل جلاله حکم د خپلی رضا په رڼا کی مني.
د حرامو شیانو د غوټې پرانیستنې خاطر پوښتنې هغه خلک کوي چې په زړونو کی یی ناروغئ وي، او حرامو خبرو ته لار لټوي، بني اسرایلو د غوا له حلالولو څخه د خلاصون په خاطر د پوښتنو پنډ یوازی د الله جل جلاله د حکم ماتلولو لپاره کړی وو.
ستاسو ددې ځواب له مخی به هغه خلک چې تر اوسه یی په غلا نوموړي مراسم لمانځل اوس به یی په سکون او د زړه په ډاډ سره لمانځي، که دا عمل الله جل جلاله ته غوره وي نو تاسو د ثواب حقدار یاست، او که نه الله جل جلاله توبه کوونکي بښي.
ځواب:
زما په نزد اصل ارښت ددی اختلاف نه دی چې د سالګرې په څېر فعلونه په خپل نفس کې مباح دي او یا داسې حرام چی جهنم ته رسول کوي، بلکه ارزښت ددی خبرې دی چې، د شریعت د حکم په اړه د رایی په درولو او اظهارولو کی د تشریح او افتا د بنسټیزو اصولو پابندي وشي، که ددی اصولو فهم نه وي موجود او خلاف ورزي یی وشي، نو په دین کی به د غلو، تشدد او تحریف لیار پرانېستل شي، شریعت به د اصرواغلال (پنډ او زولانه) مجموعه وګرځي، او په اختلاف، افتراق او فساد به واوړي، زما د ځوابونو مقصد د شریعت د حکم په اړه فتوا نه بلکه د شرعي حکمت تعلیم دی.
تر ټولو لومړنی بنسټیز اصل دادی چی د تحریم او تحلیل اختیار یوازی له الله جل جلاله او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره دی، له دی به بله غټه ګونا نه وي چی انسان داسې ژبه وخوزوي چی دا شی حلال دی او دا حرام، مګر که یو مزبوت سند ورسره وي، له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پرته د هیڅ انسان فهم، رایه او اجتهاد ته د الهي منشا مقام حاصل نه دی، له همدی امله هر مفتي د خپلې فتوا په پای کی لیکي چی، (دا زما رایه ده او صحیح علم له الله جل جلاله سره دی)، له همدی امله به سلفو د حرامو او حلالو د الفاظو د استعمال پر ځای ویل چی( دا زما پر نزد غوره دی، او یا ماته نا خوښی دی)، چرته به چې په حرمت قایل هم وو، نو هلته به یی ډیری د مکروه پر ویلو بسنه کوله.
دویم ارزښتمن اصل دادی چی (ټول معاملات اصلاً مباح دي، مګر که حرمت یی ثابت شوی وي. د حرمت ثابتولو لپاره دلیل ته اړتیا شته خو د حلت او اباحت ثابتولو لپاره نه.
درېم ارزښتمن اصل دادی چی الله جل جلاله د فرایضو، محرماتو او حدودو تعین حتماً کړی دی، لیکن په بی شمېرو شیانو او معاملاتو کې یی (پر مونږ د رحمت په خاطر خاموشي غوره کړې ده، دا ددې په خاطر نه چې ورڅخه هیر شوي، له همدې امله په دغو شیانو کی تجسس کول منع دي، دار قطنی)، ( څوک چی خاماخا د پوښتنی او بحث له لارې داسې شی حرام کړي چې حلال وي، یا داسی شی فرض کړي چی فرض نه وي، هغه په مسلمانانو کی تر ټولو ستر مجرم ګڼل شوی دی، بخاري او مسلم)، له همدی امله چیرته چی شارع خاموشي غوره کړې وي هغه مباح دی، او د مباح دایره بی بریده ده، مګر که په شرعي نص سره محدوده شوې وي.
له همدی امله بل مهم اصل دادی چی د حلالو حرامول همدومره په سختئ سره د مخنیوي وړ دي څومره چی د حرامو حلالول دي، له همدی امله یی فرمایلي دي (لِمَ تٌحَرِّمٌ مَا اَحَلَّ اللهٌ لَکَ) ولی هغه څه حراموې چې الله جل جلاله درته حلال کړي دي. او له همد امله د ( یٌحِلٌّ لَهٌمٌ الطَّیِّبَاتِ) فریضه محمد صلی الله علیه وسلم سرته ورسوله.
هیڅ شی ددی له امله نه حلالیږي چی د مسلمانانو ایحاد او رواج دی، او نه ددی له امله حرامیږي چی دکافرانو ( اهلا کتابو او مشرکانو) ایجاد دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم د جاهلیت د تمدن، ټولنی او رسم ورواج هغه شیان په خپل ځای پریښودل چی په کی کوم قباحت نه وو، کومو شيانو کی چی د اصلاح وړتیا وه هغه یی اصلاح کړه، او یوازی هغه شیان یی ختم کړل چی په خپل ځان کی مفسد او یا د فساد وسیله وه، ددی بې شمېره بېلګی شته چی ویلو ته یی اړتیا نه شته، رسول الله صلی الله علیه وسلم به د یهودو او نصاراو د هغو شیانو پیروي هم کوله چی قباحت به په کی نه وو، او یا به یی د هغو متبادل شی نه وو ورکړی، لکه قبله او د عاشورا روژه. که چیرې تاسو د یهوادانو د تکفین او تجهیز مراسم وپیژنئ نو ورسره به زمونږ پر ورته والي تعجب وکړئ.
دا خبره سمه نه ده چی شریعت یوازی دوه لیاری ښایي، یوه سمه او بله غلته ( حلال او حرام) تاسو پوهیږئ چې د فقهاوو په نزد درې نورې لیارې هم شته (مستحب، مکروه او مباح)، که ستاسو مطلب دا وي چی د یوه شي په اړه له دوه و څخه یوه رایه وي، او څوک چی د هغی پر ضد رایه ورکړي هغه باغي او د ځان د ګټې په خاطر حقیقت مسخه کوي، او کومه چې زما رایه ده بس همدا حق ده! دانو درسته نه ده، د صحابه کرامو او سلف صالحینو تر مینځ په ډېرو خبرو کې اختلاف شته وو، که د یوې ډلې په نزد یوه رایه سمه وه نو د بلې ډلې په نزد بله، خلافت د چا حق دی؟ معراج جسماني وو که روحاني؟ په یوه مجلس کی درې طلاقه واقع کیږي که نه؟ په کوم شي اودس ماتیږي او په کوم نه؟ شطرنج حرام دی که مباح؟ یو نه بلکه بې شمېره ستونزې داسې دي چی تاسو په کی د رایو اختلاف میندلای شئ، خو هغوی یو پر بل د زړه د مریضۍ تور نه لګاوه، نه یی دوزخ ته رسول، او نه یې ورته د توبې بلنه ورکوله. خپله د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په مخ کی صحابه کرامو د هغه د یوه حکم دوه مختلف تعبیرونه وکړل او محمد صلی الله علیه وسلم یو هم په غلطه ونه ګاڼه.
دا سمه ده چی بني اسرایلو د غوا په اړه د پوښتنو ډیرښت د الله جل جلاله د حکم ماتلولو لپاره کړی وو، مګر تاسو دا غور نه دی کړی چی هغوی د ځانو لپاره د هری پوښتنی په مقابل کی کومې کومې حلالې غواګانی حرامې کړې، لومړی یی هره کم عمره او زړه غوا، بیا یې له زېړې غوا پرته نورې ټولې غواګانې، او بیا یې قلبه کوونکی غواګانی پر ځانونو حرامې کړې، که چېرې هغوی پر لومړي حکم عمل کړی وی، او په بحث کی نه وی لویدلی، نو که هره غوا یی قرباني کړی وای نو حکم عملي کیده، یانی دا نه وه چی یوازې د یوې غوا قرباني کونه صحیح وه بلکه د هرې غوا قرباني کول سم وو.
د اسلام دین د ټولو لپاره دی، د همدې لپاره په تمدن او معاشرت کی بې شمېره رواج شوې لیارې مسلمانانو ومنلې او پر ځای یې وساتلې، که تاسو د ایجاد بحث ته ننوزئ نو دهغو (اهل قران) په څېر به شئ چی لمونځ یی هم د مجوسیانو ایجاد ګڼلی، او تله، جنت او دوزخ یې د زردشت د ښوونو پایله ګڼلې ده، که نن ټول لویدیز مسلمان شي، او د خپلو سالګرو مراسم له مفسداتو پاک کړي نو ایا مونږ به له هغوی په دی غوښتنی کی په حقه یو چی سالګره بالکل پریدئ که نه راساً به دوزخ ته ورسیږئ؟
هیله ده چی تاسو به په دی خبرو غور وکړئ، له دی وروسته که بیا هم تاسو په خپلې رایې ولاړ یاست نو هیڅ خبره نه ده، لکه څنګه مې چې لیکلي چې د ډیرو مهمو شیانو په صحیح والي او غلطوالي کی د صحابه کراو او سلف صالحینو تر مینځ درانه اختلافات میندل کیدل، مګر هغوی به هیڅکله دا نه ګڼله چې دویمه رایه حتماً په دین کې حرامو خبرو ته د لیار پرانېستنې لپاره ده.