وحيدالله مصلح
د ټرامپ او عمران بېګانۍ خبرې حکومت او طالبانو دواړو ته سواليې دي، که دوى ځانونه ناګاره نه کړي دواړو ته درنې څپېړې دي... وخت لا هم وروستى شوى نه دى، لا هم د کابل د جنګونو تجربه زړه شوې نه ده، لا هم د افغاني لوريو په انا او غرور کې ناکامې خبرې اترې د تاريخ متن ته نه دي تللي، لا هم د پاټکونو او ملوک الطوايفيو غوېمنډ نه دی هير شوی، لا هم د مزار، کندز او بغلان د کلابنديو او جنګونو خاکسترونه باد نه دي وړي او لا هم د همدې جګړو شاهد نسل زمونږ له منځ نه زمونږ اولاد ته نه دی تللی؛ مونږ د څلوېښتو لسيزو د هرې مرحلې د جنګ شاهد نسل يو او مونږ ته د ملت په توګه د هرې جګړې هغه تاوانونه ښه په ياد دي چې زمونږ هويت، غرور، شعور، معنا او ماده ټول په کې ويليدل.
که بېګانۍ خبرې د جنګ افغاني لوري تحليل کړي؛ نو دوی ته په کې دا فرصت بيا هم په لوړه کچه دی، چې دوی په کې د ټرامپ او عمران خبرې پر متقابلو څپېړو جبيره کړي، دوی په کې د لوړو افغاني او اسلامي ارزښتونو او ګټو لپاره تنازلات وکړي او پرېنږدي، چې د ټرامپ او عمران خوبونه ريښتيا شي، دلته بيا د افغانستان واګې ګاونډيانو ته وسپارل شي او پر دې سربېره افغانستان د منځنۍ اسيا، روسيې، ايران او هند په پرېمانه نظامي حمايو کې بلې ملوک الطوايفۍ ته لاړ شي، يا افغانستان په سيمه کې د يوه بلواکه، وابسته او تړلي د حجر د زمانې جغرافيه شي...
د يوه مساعد شوي فرصت او ملي غبرګون په توګه افغان لوري بايد خپلو معضلو ته د افغاني حوار او ډيالوګ له لارې ننوځي او دوی په کې د يو بل د منلو او زغم فرهنګ نندارې ته کېږدي که نه دا جګړه د بلې مرحلې لپاره طراحي شوې او حتی د استدلال او مشروعيت لپاره يې د دين متون او نصونه هم تعبير ته ټاکل شوي.
که د افغان معضلې دخيل لوري داسې ونه کړي نو دا فرصتونه بيا بيا نه تکرارېږي او دا هم حقيقت دی چې ملي رهبران د فرصتونو د استيعاب او استعمال وړتيا لري، دا به نو بيا زمونږ د نيمې پېړۍ مسلسله بدبختي وي، چې د ملي رهبرانو په تشه کې فرصتونه دغسې توی کوو.
يادونه:
نوموړې ليکنه په جولای ۲۰۱۹ کې ليکل شوې وه.
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.