• مجموعي کتنې: 144751

څه مهم دي؛ د دولت نوم که ارزښتونه؟

406 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

څه مهم دي؛ د دولت نوم که ارزښتونه؟

وحيدالله مصلح
دا مهال دا بحث راپورته شوی، چې له طالبانو سره د خبرو اترو او موافقو په پای کې به د افغانستان د دولت نوم څه وي؟ داسې ويل کېږي چې د افغانستان اسلامي جمهوري امارت تر بحث لاندې نوم دی، يوه ملګري همدا بحث پر خپل فېسبوک پاڼه ليکلی و، خو زما په خيال تر نوم مهمه دا ده، چې ارزښتونه معرفي شي، دا خو واضح ده چې نظام بايد اسلامي وي، خو دا پوښتنې بايد هم ځواب شي، چې مثلاً واک ته رسېدل بايد څنګه وي؟ ايا د خلکو په خوښه او رايه به ټاکل کېږي او که د يو څو علماو په بيعت به ټاکل کېږي؟ ايا واکمن به دوره يي شکل وي او که دايم العمر به وي؟ د بيان ازادي به څرنګه وي؟ د رسنيو ازادي او د تنقيد فرهنګ به څرنګه وي؟ ايا نهي عن المنکر به همغه پخواني شکل باندې عملي کېږي؟ د افغانستان سياسي او اجتماعي تنوع سره به څرنګه برخورد کېږي؟ نظام به يوازې د طالبانو په اډانه کې وي او که ګڼ ګونديز سېستم به معرفي کېږي؟
دا او دېته ورته نورې ډېرې ارزښتي پوښتنې که ځواب شي نو بيا که نوم د افغانستان اسلامي جمهوري دولت وي، که د افغانستان اسلامي جمهوري امارت وي او که بېخي امارت وي توپير نه کوي، مهمه دا ده، چې افغانان په يويشتمه پېړۍ کې حکومتي استبداد ته ستانه نه شي، رايه يې وشمېرل شي، واکمنان يې د ملت په خوښه وټاکل شي، رسنۍ، د بيان او تنقيد ازادي خوندي شي، د افغانانو شخصي حرمت وساتل شي، سياسي او اجتماعي پلورالېسم ته درناوی وشي او دېته ورته د زغم او يو بل منلو فرهنګ وده ورکړي.

خبرې اترې او د جنګ راتلونکی!
سره له دې چې له امريکا سره د طالبانو تر موافقې او بين الافغاني خبرو اترو وروسته داسې انګېرل کېږي چې جنګ به په يوه ډول بل روند ته داخل شي، او ويل کېږي، چې دا جنګ د روسيې او چين د نفوذ سيمو ته طرحه شوی دی.
که طالبان له امريکا سره داسې جوړجاړي ته ورسېږي، چې په پايله کې دلته د امريکا نظامي حضور ولو که ډېر محدود هم وي خوندي شي نو بيا همدا احتمال ډېر پياوړی ښکاري. خو که د خبرو اترو په پايله کې دلته دغه بهرنی نظامي حضور صفر ته راښکته شي؛ نو بيا دا احتمال قوي ځکه نه دی، چې د اوسنۍ جګړې ديني باور او استدلال طالبانو په ولکه کې نيولی، او د دوی د استدلال منطق په دې کې دی، چې دلته نظامي ځواکونه او اشغال شته، کله چې دا موضوع له منځه ووځي نو بيا طالبان د خپل پياوړي نظامي حالت تر څنګ په قوي فقهي استدلال کې هم برلاسي کېږي او په دې ډول د بلې جګړې د دغسې روند مخه ډپ کېدای شي.
البته که جګړه له ديني زاويې نورو قومي او تنظيمي اډانو کې طرحه کېږي دا نو بيا جلا بحث دی چې احتمال يې لرې نه دی، دا بحث هم خورا مهم دی او که د زغم او يو بل منلو فرهنګ په کې نندارې ته وړاندې نه شي نو ثبات او بې کراري به بيا هم لړزېدونکې وي.

د سولې ادبيات!
مونږ ته د يو شديد جنګ ځپلي ملت په توګه چې له تېرې نيمې پېړۍ په جنګونو کې ايسار يو سوله د دې وخت تر ټولو لوى ارمان دى، د سولې روانې هڅې بايد په اړېدلو تعبيرونو او تصويري پيغورونو کې تخريب نه شي، دا خواره کبرجني ده... که خبره تصويرونو ته شوه نو په مقابلو جانبونو کې هم تصويري کيسې داسې دي، چې د شاعر خبره؛ نه دي د ويلو هغه څه چې ما ليدلي دي...
د دې هڅې په کار دي، چې څرنګه د سولې په راتلونکو خبرواترو کې ارزښتي مسايل نه يوازې مطرح شي بلکه پرې توافق رامنځته شي. هڅې بايد پر دې متمرکزې شي، چې په راتلونکو پرېکړو کې ملت د تصاميمو نيونکى وي او د داسې حکومتي سېستمونو مخه ونيول شي چې استبداد ته لار پرانېزي.