• مجموعي کتنې: 98979

قومي ملېشې؛ نابودوونکې تجربه!

271 لوستونکي   کلونه وړاندې 3

قومي ملېشې؛ نابودوونکې تجربه!

وحيدالله مصلح

قومي ملېشې زمونږ د هېواد يوه نابودوونکې تجربه ده، دا تجربه د شورويانو پر ضد ولسي مقاومت او مجاهدينو پر خلاف نجيب او کارمليانو يو ځل تر سره کړې ده، پايلې يې همغه وې چې بسته اردو او نظامي بنسټونه يې پرې نابود کړل، او حتى خپله نجيب يې خارج ته له تېښتې وتمبولو!

اوسنۍ ملېشه سازي يوه بې سره لوبه ده او له اور سره لوبه ده، له حالاتو داسې ښکاري چې سولې سر خوړلى، خو يوه خبره ده، چې که خبره د جنګ شوه نو دې ملېشو د طالبانو په مقابل کې زور ازمويلى دى او ازموده را ازمودن خطاست!

د ولسواليو ارام سقوط او د ملېشو بسيجول د کومې پټې معاملې برخې ښکاري، ظاهراً موخه همدا ده چې د وطن برخليک له جنګ سره غوټه شوى، يو دوامداره جنګ چې خوراک به يې افغانان وي او ګټه به يې د منطقې او نړۍ د زورورو وي! بس خداى دې مل شي د وطن او د ملګرو! 

د ملېشو دا دومره چټکه پراخېدونکې شبکه ولې له ولسه دغسې په ابهام او پټه تطبيقېږي؟ د دې خپلسرو وسله والو موخې، سټراټيژي او طرحه شوې پايلې ولې له قانوني مراجعو نه دې تېرې شوي؟ 

دا وسلې چې پر محلي وګړو ويشل کېږي؛ د دوى خپلسري به بيا څوک کنټرولوي؟ هغه پرون يې چې داوود والي د ولايت ودانۍ ته داخل نه شو کړاى او تر معرفۍ څو ورځې وروسته يې بېرته له فاريابه په الوتکه کې کابل ته خوندي انتقال کړ؛ دغسې ميذوبه حکومتولي به دا زورور خپلسري بيا څنګه ارام کړي؟