وحيدالله مصلح
د ماتو خلکو يوه خاصه دا وي چې کوښښ کوي تل د پړې ګوته له ځانه لرې کړي او يوازې بهرنيان ګرم وبولي، بهرنيان خو ستا په ويجاړه کې خپله ودانه لټوي او هغوی تل د کابل په ويرانو کې خپل ژوند او خپله بقا لټوي، خو ته څنګه يې؟ خپل کيفي حالت خو لږ تحليل کړه که نه! اصلي خبره دا ده چې مونږ په داخلي لحاظ د عدم استحکام ښکار يو، تيت او پرک وګړي، خواره واره افکار، فردي شبکې او فردي واکمنۍ دا د داخلي استحکام په وړاندې تر ټولو لوی بندونه دي.
کله چې ملت په پرېکړو کې شريک نه وي او د ملت د شراکت دعوې په کې کړکړې کوي دا حالت د داخلي عدم استحکام لوی شاخص دی، ژوندي ملتونه خپلې پرېکړې خپله کوي او دې لپاره هغوی اصولي ميکانېسمونه لري، خو دلته غم دا دی چې دا ميکانېسمونه او د ازاديو کانالونه د ګوندي ولسواکۍ پر ځای د فردي ډيموکراسۍ په خدمت او استمرار کې دي. ټاکنې وشي خو څرنګه ټاکنې؟ مونږ او تاسو يې ټول شاهدان يو...
تر څو چې مونږ په داخلي لحاظ پياوړي نه شو، نه به د بهرنيانو د مداخلو په وړاندې تاب ولرو او نه به د متقابلې مداخلې وړتيا، مونږ اړتيا لرو چې ځانونه سيال کړو او دې لپاره بايد سټراټيژيکه موده وټاکو، د سيالۍ سفر په کار دی او له دې حالته واته په کار دي. د دې سفر لومړی ګام دا دی چې مونږ له جنګه د سولې په لور او له نا استقرارۍ د ټيکاو په لور لاړ شو، دې لپاره لازمه ده چې د روانې جګړې ټول ښکېل لوري خبرې اترې پيل کړي او په دې ځانګړتياو يې پيل کړي، چې ټول ښکېل لوري تنازلات ومني، زغم ولري او يو بل ومني. که خبره د ميم زرما ټوله زما شوه نو بيا که خبرې اترې شپېته کاله هم اوږدې شي نو پايله به ونه لري.
د خبرو اترو لپاره بله اساسي چاره بايد دا وای چې په لومړي ګام کې لږ تر لږه په پلازمېنه کې حکومت او سياسي لوري په يوه ګډ او جامع کنفرانس کې راټول شي او دوی په کې په واحده اجنډا سلا او د خبرو اترو مېز ته لاړ شي، دا کار خدای که سخت وي، خو يوازې يو تنازل غواړي او هغه دا چې واکمن او سياسي تنوع په خپلو کې ګډو ټکو ته راشي او د خپلو غوښتنو له څوکې نه منځني حد ته را کوز شي. د سولې لپاره دغسې تعامل اړين دی. په دويم ګام کې همدا تعامل د دولت او طالبانو تر منځ اړين دی؛ تنازل، زغم، تسامح او يو بل منل...
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.