وحيدالله مصلح
جالبه نه ده؟ هغوى هم طالب مرکچيانو ته د شاه محمود قريشي او پاکستان پېغورونه ورکوي، چې خپله د امريکا او ناټو خپلوانو ته د ټاکنو کمپاينونه کوي.
جالبه نه ده؟ دوى د سولې لپاره د طالب پلاوي پسې د اسلام اباد کوڅې لټوي، خو په کابل کې دا دومره لويه امريکا او ناټو نه ويني.
جالبه نه ده؟ چې د همدې امريکا خليلزاد طالب ته په اسلام اباد کې ناست دى، دواړه لوري د سولې بن بست ته ګودر ګوري، خو دلته د سولې پر ضد نارو ته اسلام اباد او پاکستان پلمه کېږي، او دا همغه پاکستان دى، چې د دغه دورې پاى ته رسېدونکي حکومت د بهرني سياست د لومړۍ حلقې اولويت کې و. خو که پاکستان په سوله کې مؤثريت نه لرلى نو ولسمشر ولې اسلام اباد او پنډۍ ته ورتللو؟
د سولې د هڅو هرکلى په کار دى، د سولې ټکول د هغه جنګ د تداوم په معنى دى، چې نه ګټل کېږي.
بين الافغاني فورم او ګډه اجنډا!
د سولې د سبوتاژ کولو پر ځاى د هغو ارزښتونو مشخص کول او تشهيرول په کار دي، چې د راتلونکي سوله ييز افغانستان لپاره يې غواړو، دغه ارزښتونه بايد د بين الافغاني خبرواترو محتوا جوړه کړي.
د دې پر ځاى چې له امريکا سره د طالبانو تر توافق وروسته د سولې د بين الافغاني خبرو اترو تابيا نيول شوې واى، د سولې لپاره د ټولو سياسي جهتونو ګډ کنفرانس راغوښتل شوى واى او د سولې لپاره د ټولو ګډه اجنډا رامنځته شوې واى، دلته د واک مئينانو د سولې د يو بدرنګ تصوير انځورګري پيل کړه، خو اوس يې هم وخت دى، چې د سولې لپاره واقعي ګامونه واخېستل شي، هغه جنګ بايد نور ودرول شي، چې افغان سرتېرى، افغان طالب او ملکي افغان يې بيه پرې کوي.
يادونه:
نوموړې ليکنه په اکتوبر ۲۰۱۹ کې ليکل شوې وه.