وحيدالله مصلح
کله چې په حکومت کې يوې سليقوي مخربې کړۍ د نړيوال اسلامي پوهنتون په اړه خپلې ناکاره هڅې منسجمې کړې او ناسم معلومات يې د غلطې ارزونې د دروغو له کاناله تر کابينې او ولسمشره ورسول، همغه مهال په ولسي، مدني، سياسي او نخبه جهتونو کې د دې موضوع په اړه حساسيتونه او غبرګونونه په بېلابېلو ډولونو راڅرګند شول.
د پوهنتون د حقايقو راسپړل!
په ننګرهار کې د پوهنتون د جوړېدو په وړاندې تخنيکي او فکري دواړه تبليغات روان وو، نو لومړى د دې اړتيا وه چې د دغه موضوع په اړه حقيقتونه راوسپړل شي، د کره کيسې روښانول او نورو ته رسول يو لوى رسالت وو او دى. په دې اړه هغه ارزونه چې پر ناسمو ارقامو او معلوماتو ولاړه وه، تنقيد شوه او کره کتنه يې له عامو او نخبه و نيولې تر ارګه ورسول شوه. د پوهنتون د قضيې په اړه بېلابېلو ليکوالانو خپل بې پرې تحليلونه او نظرونه پر اجتماعي او نورو رسنيو په پراخ شکل شريک کړل. په دې ډول د پوهنتون قضيه له تومتونو، درواغو او ابهامه راووته او پلويانو يې د پوهنتون د ننګې لپاره قوي منطق او استدلال ته لاسرسى پيدا کړ.
د چارواکو او مشرانو نقش!
په دويم قدم کې دغه ټول معلومات او سندونه د پوهنتون د Feasibility Study يا امکان سنجۍ په شمول د حکومت له لوړپوړو او ملي شورا له مشرتابه سره شريک شول.
د ولسمشر له ارشد سلاکار ډاکټر صاحب فضل محمود فضلي سره کتنه ډېره هيله بښونکې وه، نوموړي ته د موضوع تفصيل په شفاهي او ليکني دواړو بڼو وړاندې شو، د پوهنتون Feasibility Study يا امکان سنجي، يو شمېر لومړي لاس سندونه او د ارزونې کره کتنه او نورې ليکنې ورسره شريکې شوې. جناب فضلي صاحب د پوهنتون په اړه ډېر قوي موقف درلود، له نوموړي سره مو د موضوع په اړه له اطمينان او هيلو ډک مجلس درلود، او کله چې مو مخه ښه اخېسته نو د پوهنتون په اړه مو ټول تشويشونه رفع شوي وو.
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار صاحب د دې قضيې څخه کلکه ننګه وکړه، له ولسمشر سره يې منظمې کتنې وکړې او د قضيې عمق يې ورسره شريک کړ. د مشرانو جرګې د دفتر رئيس ضياالرحمن ضيا او همدا راز محترم عبدالمقتدر ناصري هڅې او بې ريا منډې ډېرې کاري او حسابي وې.
دلته د دې يادونه اړينه ده، چې د مشرانو جرګې جناب رئيس ته د اسلامي پراختيايي بانک افغانستان استازي عطاالرحمن دراني د پوهنتون په اړه ټول حقيقتونه په زغرده وويل، د دراني صاحب دغسې د حقيقتونو راسپړنه د پوهنتون په قضيه کې ډېره ټاکونکې ده.
د حق غوښتنې خيمه!
په جلال اباد کې د احتجاج خيمه د ټولنې د فعالو مدنيانو او نخبه ګانو يوه مقاومتي نماد وو، دې خيمې د برېښنا او پوهنتون دواړو حق غوښت، ټولو هغو شريکانو چې دغه احتجاجي خيمه يې ژوندۍ ساتلې وه خپل ملي رسالت يې په ډېره حساسه موقعه کې ترسره کړ. د دې خيمې غوښتنې بېلابېلو رسنيو منعکسې کړې، يو شمېر رسنيو بيا هم سليقوي برخوردونه کول، په راپورونو کې يې ټول ترکيز د برېښنا پر قضيه راټول وو.
پوهنتون د ټولو ګډه قضيه!
په دې ډول د پوهنتون قضيه د ټولو مشترکه قضيه وه، اعتبار او کرېډېټ يې يوه لوري ته نه بلکه ټولو بوختو اشخاصو او لوريو ته ورځي، حتى هغوى ته هم چې د پوهنتون په ننګه يې يوازې ليکنې او پسټونه لايک کړي وي.
البته له جناب مسلميار صاحب او جناب فضلي صاحب څخه مننه پور ده، دوى له تردد پرته د عدل او حق خوا ونيوله.
په پاى کې يوه هيله!
د پوهنتون پېښه يو بل منظر هم لري؛ په دغه قضيه کې د بېلا بېلو فکرونو وګړي له نظرياتي او سليقوي توپيرونو پرته پر قضيه راټول شول، دا لومړى ځل وو چې دغسې يوه تجربه چې پر مشترک ټکي همکاري رامنځته کېږي ترسره کوو، نو ځکه دا بايد لومړۍ او وروستۍ تجربه نه وي، دا به يو ښه پيل وي او دې د ګډ کار فرهنګ ته به وده ورکوو. ان شاالله.
يادونه:
نوموړې ليکنه په نومبر ۲۰۱۸ کې ليکل شوې وه.