• مجموعي کتنې: 144676

د نړيوال اسلامي پوهنتون پيل دې بختور شي!

495 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

د نړيوال اسلامي پوهنتون پيل دې بختور شي!

وحيدالله مصلح

نن ولسمشر غني په ننګرهار کې نړيوال اسلامي پوهنتون لپاره څلور پوهنځي منظور کړل، پر دې زيري ډېر زيات خوشحاله شوم، هغه مهال چې يوې مريضې حلقې له ننګرهار څخه د دې ستر پوهنتون د اختطاف دسيسه جوړه کړه، هغه مهال مونږ له يو شمېر ملګرو سره د دې دسيسې عمق او حقيقتونه په يوې خورا بېباکه مبارزه کې عام کړل، د نړيوال اسلامي پوهنتون ماسټر پلان، چې د دې حلقې له خوا غيب شوى و، مو راپيدا کړ، ورپسې مو د بهرنيو چارو وزارت غرضي راپور نقد کړ؛ دغه سندونه مو نه يوازې په خواله او برېښنايي رسنيو کې پراخه خواره کړل بلکه د ولسمشر د ارشد سلاکار ډاکټر صاحب فضلي سره د کتنې له لارې مو د ولسمشر تر دفتره ورسول، له دې سره موازي مو د مشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلميار صاحب سره په مجلس کې د قضيې ريښې وسپړلې... د کابينې په راتلونکي مجلس کې ولسمشر تاريخي ګام واخېست او دغه پوهنتون يې بيا ځلې د ننګرهار لپاره له کابينې پاس کړ.

دغه ټوله لابيګري مو د دغه لوى نړيوال اسلامي پوهنتون د بايللو او ضايع کېدو د مخنيوي لپاره وکړه.

 د پوهنتون لپاره نور څه په کار دي؟

ولسمشر چې د روانو ټاکنو لپاره د خپلو کمپايني سفرونو په لړ کې ننګرهار ته راغى، هلته يې په خپله اعتراف وکړ، چې په تېرو پنځو کلونو کې يې ننګرهار ته پام نه و کړى، او دا چې په راروانه دوره کې نوبت د ننګرهار دى، په دې هيله چې هر څوک د هېواد راتلونکى جمهور رئيس کېږي، دا نوبت لکه د تېرو پنځو کلونو ابته نه کړي.

دا ويره موجوده وه، چې د کابينې د دوباره تصويب نه وروسته دا پوهنتون بيا ځل اختطاف نه شي؛ نو ځکه خو په نړيوال اسلامي پوهنتون کې د پوهنځيو منل او جوړول يو ښه پيل دى، اوس د دې هلې ځلې په کار دي چې د دې پوهنځيو چارې په بيړه پيل شي، د اسلامي پوهنتون د اغوا راتلونکې احتمالي دسيسې بايد يو مخ او له نطفې مخکې شنډې شي.

د پوهنځيو د جوړولو دا پيل په همدې حد کې خورا اړين دى، خو د نړيوال اسلامي پوهنتون لپاره اساسي هدف بايد دا وي، چې څنګه يې د اسلامي همکاريو د سازمان له لارې پر نړيوالو معيارونو جوړ کړو، دغه نړيوال اسلامي پوهنتون بايد د ماليزيا د نړيوال اسلامي پوهنتون په څېر د سيمې يو لوى او منل شوى پوهنتون وي. له نېکه مرغه د اسلامي همکاريو په سازمان کې محترم استاد شفيق الله صميم د افغانستان دايمي استازى دى، په دې برخه کې صميم صاحب خورا لويه مرسته کولاى شي، افغان حکومت بايد د صميم صاحب او هغوى د ټيم له ظرفيت نه ګټه واخلي، هغوى بايد د دغه نړيوال اسلامي پوهنتون د بودجې او مرستو لپاره توجيه شي، اسلامي پرمختيايي بانک IDB او نورې مراجع داسې دي چې د مرستو تمه ترې کېداى شي.

 يادونه:

د پوهنتون د قضيې يادونه چې کېږي نو د هېواد د عصبي جراحۍ نامتو متخصص ډاکټر احمد عبيد مجددي، په افغانستان کې د اسلامي پراختيايي بانک يو مسئول عطا درانى او په ننګرهار نورو ولايتونو کې ريښتيني مدني فعالان او خواخوږي بايد ياد شي.

د پوهنتون قضيه د ټولو ګډه قضيه وه او ټولو په کې له ټولو نظرياتي تنوعاتو سره ګډه منډه وکړه. دا وياړ د ټولو ګډ وياړ دى.

که څوک غواړي د افغانستان نړيوال اسلامي پوهنتون په اړه لا ډېر معلومات تر لاسه کړي، په دې اړه زما د هغه مهال څلورو تنقيدي او تحليلي ليکنو لېنکونه په لاندې ډول دي:

د ارزيابۍ کره کتنه؛ نړيوال اسلامي پوهنتون!

http://www.muslih.info/news-details?nid=167

 

نړيوال اسلامي پوهنتون؛ کره کيسه څه ده؟

http://www.muslih.info/news-details?nid=166

 

ماسټر پلان؛ د نړيوال اسلامي پوهنتون لوى سند!

http://www.muslih.info/news-details?nid=165


نړيوال اسلامي پوهنتون؛ لنډ يادښت!

http://www.muslih.info/news-details?nid=244


نوموړې ليکنه په نومبر ۲۰۱۹ کې ليکل شوې وه.