• مجموعي کتنې: 144647

پښتو ورځ او د موسى شفيق ياد!

481 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

پښتو ورځ او د موسى شفيق ياد!

وحيدالله مصلح
د پښتو ژبې د ورځې په خاطر بايد د شهيد محمد موسى شفيق يادونه وشي.
نوموړي د پښتو شعرونو ټولګه "پيغام"، پښتو او دري کيسې "عبقريان او نورې کيسې"، د ننګرهار د شاعرانو تذکره "د ننګرهار شاعران" او همدا راز ګڼې مقالې او ليکنې لکه د لور قاتل، د شيطان برى، د پسرلي اختر او عرف د اسلامي فقهې له نظره په ميراث پرېښي.
موسى شفيق لوړې زده کړې او د حقوقو ماسټري په مصر کې کړي، او بيا يې د بين الدول حقوقو ماسټري د نيويارک د کولمبيا پوهنتون څخه اخېستې او په نړيوالو مسايلو کې يې هم بل سند له هارورډ پوهنتون څخه ترلاسه کړى.
موسى شفيق د افغانستان خارجه وزير او صدراعظم پاتې شوى.
دغه ملي شخصيت او د افغانستان صدراعظم د هغه کودتا په لومړيو ورځو کې بندي او بيا شهيد شو چې نورمحمد تره کى، حفيظ الله امين، ببرک کارمل او ډاکټر نجيب الله يې رهبران وو.
د دغه ستر علمي او سياسي شخصيت روح دې ښاد او د قاتلينو ارواګانې او ژوند دې يې ناښاد او کرغېړن وي.

شفيق د شهادت کيسه!
محمد اسحق الکو د محمد موسى شفيق د شهادت کيسه کوي چې:
د څارندوی بدنامه ساتنمن عزيز نومی چې اکبري يې تخلص کاوه د اطلاعاتو د سازمان (اکسا) مرستيال و، ده په خپل لاس د محمد موسی شفيق د وژنې او د هغه د روحي او جسمي ځور بيان کاوه او حتی په خبرو کې يې هم پر هغو جناياتو خوند اخيسته، ده به داسې کيسه کوله: "شفيق به مو کله په خاورو کې واچاوه او کله به مو راکش کړ، بيا به مو په پښو کې فيرونه ور وکړل، زخمي به شو او وينې به ترې توييدلې، کله به مو ټوپک او کلاشينکوف پرې ونيوه، بل مامور به به راغلو عذر به يې وکړ، نی با صدراعظم صاحب بايد از انسانيت کار گرفته شود، ا گر کشته ميشود بايد با اب و عزت کشته شود، بيا به همدا بل تن چې عذر به يې وکړ تر ټولو بدې ملنډې پرې وهلې، اکبري دا هم زياته کړه چې شفيق به عذر وکړ، نکنيد، نکنيد، مرا نکشيد! څو ساعته به دې ساعتيرۍ دوام پيدا کړ تر څو شفيق شهيد شو...1

مأحذ:
1- الکو محمد اسحق، داوودخان د کی جي بي په لومو کې،۲۰۳ او ۲۰۴ مخونه


يادونه:
نوموړی يادښت په مۍ ۲۰۲۰ کې ليکل شوی و.