• مجموعي کتنې: 144792

سوله که جنګ؟

366 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

سوله که جنګ؟

وحيدالله مصلح

دفاعي او فعال دفاعي حالت خو دا دوه مياشتې و، دا نولس کاله خو فعال تعرضي حالت و، ايا د جنګ په معادله کې يې کوم وزن درلود؟ دا جنګ خو مسلسل دى او ګټونکى نه لري...

دفاعي حالت، فعال دفاعي حال او تعرضي حالت... دا ټولې جنګي اصطلاحګانې دي، ملت د سولې ترمينالوژي غواړي، د هيڅ لوري تعرضي حالت ښه خبر نه دى، تر ټولو ښه خبر د سولې خبر دى او ښه خبر بايد دا واى چې حکومت پنځه زره بنديان خوشي کړي واى او طالبانو اوربند اعلان کړى واى.

د داسې حملو په استناد چې طالبان يې مسئوليت نه مني، څنګه جنګي سټراټيژي بدلېږي؟ حکومت خو يوازې د طالبانو په وړاندې دفاعي او فعال دفاعي حالت کې و، د نورو جنګي ډلو په مقابل کې خو له همغه اوله په فعال تعرضي حالت کې و، د دغسې بريدونو په وړاندې د حکومت تعرضي ماموريتونه بايد فعال واى، اوس چې دوى د بريدونو مخنيوي او ځپلو کې پاتې راځي نو عمومي احساساتو د ارامولو په خاطر مجبور دي حتماً يوه نوې جنګي خبره وکړي. نو ځکه حکومت چې اوس تعرضي حالت عمومي کوي دې لپاره بايد د نننيو حملو پر ځاى کوم بل منطق ولټول شي.

دا پوښتنه سخته بې ځوابه ده چې د اساسي حل پر ځاى ولې تل د جنګ پر هغه اپشن ګوته ايښودل کېږي چې هېڅ لورى يې نه شي ګټلى؟

دوه لوري او دوه مسئوليتونه!

دوه داسې شيان دي چې د قضيې د اصلي لورو په وس کې دي او نه يې کوي:

لومړى؛ د حکومت له خوا د پنځه زره بنديانو خوشې کول او بين الافغاني خبرو ته د سياسي جهتونو سره په مشوره د جامع هيئت تشکيلول.

دويم؛ د طالبانو له خوا د اوربند اعلانول تر څو د افغان وژنې مخه ونيول شي، خبرو اترو ته يو ګام واخېستل شي او د حسن نيت اظهار وشي.

ښه، چې نه يې کوي نو نه دې يې کوي، نه به طالبان حکومت مات کړي او نه به حکومت طالبانو ته شکست ورکړي، بس جنګ به روان ويناټو به ووځي او مونږ به همغسې جنګېږو لکه د شورويانو تر وتلو وروسته چې وجنګېدو، هغه تجربه داسې وه چې سراسر پر حذف او د تنوع پر رد ولاړه وه، که اوس هم هر لورى فکر کوي کوي چې سياسي تنوع به له منځه ځي او يوه ستوى او يونواخته حکومت به ايجاد شي، دا له تاريخه سمه اخېستنه نه ده.

د ښه راتلونکي لپاره زغم، تسامح او يو د بل منلو ته تيارى په کار دى، که په همدې مقدمه او قناعت بين الافغاني خبرې پيل شي نو راتلونکى به روښانه وي خو غم دا دى چې بين الافغاني خبرو ته مقدمه لرې پرته ده او اصلاً ورته امادګي نه شته، خنډونه ورته سرباري دي.

د سولې لار!

والله چې مسلمان وي نو دا جنګونه نه شي توجيه کولاى، پر روغتون جنګ، پر جنازې جنګ او پر مسجد جنګ... د جنازو او دشت برچي روغتون په څېر بريدونو ماهيت او استخباراتي ريښې او د دې ځاى متهم پالونکي يې معلوم دي خو له دې ټولو سره د جنګونو د مخنيوي لوى مسئوليت د حکومت او طالبانو دواړو دى، دوى که سوله ونه کړۍ دا جنګ به په همدې شدت پر مخ ځي، افغانان به په کې وژل کېږي او دغسې استخباراتي پېښې به په کې ورځنى معمول وي.

حتى له امريکايانو سره تر موافقې وروسته د عسکر او د طالب جنګ؛ دا ټول که افغان وژنه نه ده؛ نو افغان وژنه څه ده؟ کافر او پردي په کې له منځه نه ځي ټول په کې افغان مسلمانان وژل کېږي، کټ مټ همغه د کابل د جنګونو مرحلې ته ورته حالت ته روان يو.

نو لږ راويښ شئ، خداى مونږ همدې وژلو او وژل کېدلو ته نه يو پيدا کړي، چرته د ژوند، مينې او سولې کوم څه هم د اسلام په ښوونو کې شته که نه؟ زمونږ خو ايمان دى چې اسلام په ځانګړي ډول د مسلمانانو لپاره د سلم او سولې دين دى او د کفارو لپاره متقابل شرعي موقف لري... د خداى لپاره د مسلمانانو په دغسې وژونکو تصرفاتو د اسلام رنګ بدېږي.

د بين الافغاني تفاهم د پيل لپاره که دا وخت مناسب نه وي نو کله به دا مناسب وخت رارسېږي؟

د روان جنګي حالت او وژنو نه د وتلو لاره د سولې لار ده، د جنګ لار دا نولس کاله وهل شوې ده، هغوى چې د تعرض او جنګ اصطلاحګانو ته چک چکې وهي هغوى خپله د جنګ ميدان ته نه ځي، هغوى يوازې د تسليت، عقدو او مرده باد والا دي.

هغه جنګ چې هره شپه او ورځ يې د ننګرهار، لغمان، کابل، بلخ، کندهار، هرات او بل بل ولايت پر وژنو ژاړو نور درول غواړي.نن ماښام روژه ماتي ته کېناستو، له لومړي کپ سره مې مشر زوى له سترګو اوښکې تللې او همداسې نهار جيګ شو، خپلې کوټې ته لاړ... دا داسې جنګ دى چې مونږ هره شپه، هره ورځ او هر روژه ماتى ژړوي... زه حيران هغوى ته يم چې د جنګ منطق ته واه واه کوي، دوى نه پوهېږي چې بين الافغاني تفاهم ته ولې امادګي نه نيول کېږي؟ ايا دا جنګ به تر وروستي انسانه پر مخ وړل کېږي؟ ايا بالاخره به سوله کېږي که نه؟

د مجهولو وژنو، معلومو وژنو او تعرضي وژنو نه نور دا ملت پوزې ته راغلى، يوازينۍ لار بين الافغاني تفاهم دى او بس.

يادونه:

نوموړی يادښت په مۍ ۲۰۲۰ کې ليکل شوی و.