وحيدالله مصلح
د لوى استاد علامه عبدالحى حبيبي روح
دې ښاد وي، د پښتو ادب د ستوري لقب به پر چا لږ او پر چا ډېر صدق کوي، خو که چېرې
پښتو ادب يو ستورى لرلى نو هغه به علامه حبيبي واى.
دغه لوى استاد د افغانستان مختصر تاريخ په علمي معيارونو وليکلو، د پښتو ادب تاريخ يې وليکلو، تر اسلام وروسته افغانستان يې وليکلو او د پښتو شاعرانو تذکره يې وليکله. د مرحوم علامه مجموعي اثار تر 130 ډېر دي، دا اثار لکه د ننني وخت د انټرنيټي جال کاپي پېسټ نه دي بلکه دا د استاد حبيبي د زړه د وينو ليک او تحقيق و.
علامه د پښتو ادب د تاريخي ريښې سپړنه
وکړه، که دى نه واى نو پښتو ژبه به د مرحوم ظاهرشاه له حکومتولۍ خلکو حسابوله، دا
خو علامه حبيبي و چې د پټې خزانې پر تاريخي ريښې او بېخ يې تحقيق وکړ او پښتو ژبه
يې د تاريخ پر خپل مقام ودروله، تذکرۀ الاوليا يې هم دغسې د تاريخي ريښې سپړنه ده.
ارواښاد حبيبي غوښتل چې د درملنې لپاره
هند ته لاړ شي خو د وخت خلقي حکومت يې مخه نيوله، هغوى شايد له دې ويرېدل چې دغه
لوى استاد به هم لکه د استاد عبدالرؤف بېنوا په څېر بيا کابل ته راستون نه شي، دوى
دغسې اکاډيميک شخصيتونه په کمونېستي انحصار او پليسي تعقيب کې ساتل، په خلقي حکومت
کې د استاد وضعيت ته پاملرنه نه وه او بالاخره هغه د 1363 هـ ش ثور په شلمه وفات
شو.
اللهم اغفرله وارحمه ولاتعذبه ونور
قبره واجعل الجنت مثواه
انا لله وانا اليه راجعون
يادونه:
نوموړی يادښت په مۍ ۲۰۲۰ کې ليکل شوی و.
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.