• مجموعي کتنې: 98931

سوله او د ځنځيري وژنو ماهيت!

584 لوستونکي   کلونه وړاندې 4

سوله او د ځنځيري وژنو ماهيت!

وحيدالله مصلح
کله چې د جنګ د پای مسئله راپورته کېږي نو طبيعي ده چې د سولې لار د جنګ پر کنډ و کپر تېرېږي، دا له اغزو ډکه لار به وجودونه وڅېري او پر وينو فرش دغه لار به د سولې منزل ته رسېږي.
د سولې او جنګ د کشمکش دغه حالت سولې ته د رسېدو يوه تېرېدونکي مرحله ده، دا مرحله هغه خلک ډيزاين کوي چې د سولې سره يې جوړه نه ده او فکر کوي چې په سوله کې د دوی واک، سرمايه او نوم ګواښل کېږي. دوی د همدې انا په عتاب کې د جنګ مرحله په بېلابېلو بهانو اوږدوي.

وژنې او د خبرو خلک!
هغوى چې د جنګ اوږدولو اجنډا لري؛ بايد پېښې رامنځته کړي، وېره او ترهه رامنځته کړي او په دې پېښو کې بايد د خبرو يو شمېر خلک ووژل شي او پر دې وژل شويو بايد د خبرو او نظر نور خلک جبري غلي شي. په دغسې شغالي ميدان کې بيا هغوی چې په جنګ کې د لويو برخو مالکان شوي د ملک او ملت لپاره نه بلکه د خپل ملکيت، موقف او لږ تر لږه ژغورنې خبره کوي.
دا جنګ که پای ته رسېږي، لږ تر لږه به پر نوي حکومت سلا کېږي، هلته به کېدای شي داسې کدرونه د ډېرو پخوانيو سفارتي وابسته ګانو ځای نيسي چې هم په تېرو حوادثو کې د ولس په خوا او د ولس لپاره منتقدين پاتې شوي او هم په مجموع کې د جنګ پر ضد او د سولې داعيه دار پاتې شوي.
دغسې شخصيتونه په ډېرو محروميتونو کې راغلي او په ډېرو لږو امکاناتو يې د لوی ارمان لپاره کار کړی. کېدای شي دغسې شخصيتونه په راتلونکي کې نه يوازې د نظام تخصصي او تکنوکرات ملاتړ رامنځته کړي بلکه دا ډول وګړي د ولس، حکومت او نړۍ رابطه په عصري مديريت او چلندونو پر مخ وړلای شي.

وژنې او د پرديو ځري!
د جنګ هغه لوري چې نيابت کوي هغوی په کې په رضا او نارضا د نورو ګټو خبره لري، دا وطن ډېر لږ خپل مطرح بچي لري، هغوی چې د وطن خبره لري هغوی يا په موقف کې نه دي او يا د زر او زور په څښتنانو او د هغوی پر موقفونو غولېدلي دي او دوی په يوې ژورې او مسلسلې اشتباه کې پلويتوب کوي.
دلته چې د سيمې د هېوادونو استخباراتي چېنلونه هم بوخت دي، په ځنځيري وژنو کې د هغوی نقش هم ډېر حسابي دی، که يو څوک په لرې قطر کې د هغه ځای له سټراټيژيکو مستقلو مرکزونو سره د سولې پر محور د مخورو افغان لورو د راټولولو وړتيا لري دا وړتيا د افغان سولې د داخلي مغرض لوري سره په څنګ کې د قطر د محور مخالفو همسايه ګانو ته هم د منلو نه ده.

د ګاونډيانو فکري او مذهبي تماميت غوښتنه!
د ګاونډيانو د فکري او مذهبي تماميت غوښتنې اجنډا هم خورا فعاله ده، دا اجنډا د کلاسيکو او سنتي هدفونو پر ځای هغه روښانفکره شخصيتونه ډېر په نښه کوي چې په تمدني سياليو کې د رقابت وړتيا، فکري منابع او فکري همغږۍ ولري، هغه شخصيتونه چې فکري او تمدني هويت لري، لار لري او سيال لري دغسې شخصيتونه د سيمې مذهبي او فکري پراختيا غوښتونکو هېوادونو ته په زړه پورې نه دي، د هغوی فکري استخبارات دغسې چاڼ لري او د حذفولو تجربه په دا ټوله سيمه کې انتخاب تجربه ده.

سوله او تر تاترو لوړې ارادې!
دا وطن پت دی او د دې پت د پالونکو ارادې او مورال بايد له تاترو لوړ وي، که څوک هدف لري او د هدف په وړاندې خپل روح سپما کوي، په دغسې سپما او دغسې سودا هدف ته رسېدل امکان نه لري.
د سولې په لار کې قربانيو ته اړتيا ده، دا لار لکه د سولې د نوم په څېر پسته او خوږه لار نه ده، دا لار په قربانيو هواره ده، د قربانيو په دې لار به "يو" ځي، پسې به "بل" ځي او پسې "بل" خو په يو "بل" کې به د دې خوني لار وروستي حد رارسېږي...
د جنګ او سولې په انتقالي فاصل کې لکه د غره محکمو شخصيتونو ته اړتيا ده، همدا شخصيتونه چې ښه پوهېږي په دغه سوله ييزه اجنډا کې يې د وينو سوداګر مخې ته ولاړ دي؛ دوی چې د وطن او اسلام لپاره سرونه په لاس کې نيولي، دوی پوهېږي چې سوله په همدې قېمت ده او دوی پوهېږي چې که مونږ مرو خو ملت ته ژوند ګټو.
دوکتور عبدالباقي امين د همدې سلسلې يو ملي او نړيوال عالم او مطرح شخصيت و، د سولې په پروسه کې فعال و، د هېواد په سټراټيژيکو مرکزونو کې يې د وطن په ملي قضيو او سوله کې کار کولو، نوموړی د کوالالمپور په غونډه کې د مهاتير محمد په کچه د نړيوالو شخصيتونو د خبرو او ګردي مېزونو شخصيت و.
د سولې هڅې دغسې لوی شخصيتونه له مونږ اخلي، خو دا لار به يو وخت تمامه شي او سوله به زمونږ د هېواد په لوی افق راخوره شي، ان شاالله.