• مجموعي کتنې: 100322

بين الافغاني خبرې اترې؛ ارزښتي کره کتنه!

874 لوستونکي   کلونه وړاندې 4

بين الافغاني خبرې اترې؛ ارزښتي کره کتنه!

وحيدالله مصلح

په تېرو اتلسو کلونو کې طالبانو له امريکايي ځواکونو او ناټو سره د هغوی د تهاجم په مقابل کې يوه لويه جګړه وکړه، دا جګړه چې د ۲۰۰۴ په اوږدو کې يې ابتدايي نظم واخېست او تر ۲۰۱۹ پورې د خپل شدت اوج ته ورسېده نور ورسره امريکا او ناټو په دې شکل نه شوه غبرګېدای.

په دې ټوله موده کې د خبرو اترو د هر دعوت په وړاندې د طالبانو دريځ دا و چې مونږ لومړی له امريکا سره د تهاجم، جنګ او ويستلو قضيه يو طرفه کوو او بيا به له داخلي جهتونو سره پر داخلي مسايلو خبرې کوو.

کله چې کال مخکې طالبانو په لومړي ځل په کوچني اختر کې په بېساري ډول اعلام شوی درې ورځينی اوربند اعلان کړ، ډېر پراخ داخلي او نړيوال هرکلی يې وشو، همغه مهال د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه خپره کړه چې دوی به نه يوازې د طالبانو او افغان حکومت خبرې اترې تسهيل کړي بلکه برخه به په کې واخلي. په تسلسل يې د امريکا بهرنيو چارو وزات زلمی خليلزاد د افغان سولې لپاره خپل ځانګړی استازی وټاکه، د امريکا موقف ډېر ژر له طالبانو سره د مستقيمو خبرو اترو کچې ته تغير شو او په دې ډول خليلزاد له طالبانو سره د خپرو اترو يوولس ډېر پيچلي پړاوونه ووهل، کله چې تر اوږدو خبرو اترو وروسته طالبانو او امريکا د سولې راوستلو موافقتنامه لاسليکوله د نړۍ سترګې پر دغه خورا مهمو مراسمو راټولې وې. ټولې رسنۍ راغلې وې او د کمرو لېنزونو حتی د امريکايانو په نسبت طالب مرکچيان لټول او فوکس کول.

کله چې د طالبانو سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر خبرو ته راوبلل شو هغه په خپلو خبرو کې دغه موافقه د افغانانو او ټولې نړۍ لپاره مثبته وبلله، هغه پر امريکا او ناټو توند ورنغی او حتی په خبرو کې يې د فتحې او ګټلو ادبيات ونه کارول. دغسې پسته خبره د سياسي مدارا يو ښه شاخص و.

بین الافغاني تفاهم او مخ کې پرتې ننګونې!

بين الافغاني تفاهم به د ورځو او نېټو په تفاوت پيل شي، دغه خبرې به د دوه مرحلو جنګ پای ته رسوي، يوه يې تازه مرحله ده چې په نولسو کلونو راڅرخي او بله يې د مبدآ نه په پيلېدو تر څلوېښتو کلونو اوړي، د همدغسې اوږدې مرحلې جنګي پای به له سختو او پېچلو مرحلو تېرېږي، دغه تفاهم به په بېلابېلو محورونو کې د ننګونو سره مخ وي، څلور لوی محورونه به دلته تر بحث لاندې ونيسو، طالبان، افغان حکومت، خاموش ملت او پر امريکا باور.

لومړی؛ طالبان!

افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسولو په درشل کې دی او په دې ډول دا درشل يوازې سولې ته نه بلکه يو پيلېدونکي ثبات ته هم اړتيا لري. د ثبات لپاره د دې اړتيا ده چې د هېواد په سياسي ډګر کې پياوړی لوری معلوم شي، په روانه توره ټپۍ کې قوي لوری نه شته ضعيفه جهتونه له محلي او شخصي غوښتنو سره او وارد شوي شخصيتونه له ملې بې پشتوانې سره دا نولس کاله په حکومت کې ګډ سره روان دي، دلته ډيموکراسي هم فرد محوره ده، نه په کې پياوړي حزبونه شته او نه په کې سياسي حکومتولي د حزبي برخه اخېستنې له امله راځي. له همدې امله زمونږ هېواد دېته اړتيا لري چې يو لوری بايد داسې شي چې هغه په حقيقي ډول پياوړی وي، طالبان کولای شي چې په راتلونکي افغانستان کې په پياوړي حضور سره د افغانستان ثبات له څپڅپاندۍ وباسي. په سوله ييز افغانستان کې د يو پياوړي لوري حضور د سولې او ثبات لپاره زښت ډېر اړين دی.

خو طالبان چې د جنګي پياوړي حضور نه په يوه سوله ييز افغانستان کې نقش اخلي بايد د پياوړتيا نوي مجالونه هم درک کړي، دوی بايد د ښې حکومتولۍ لپاره پياوړي کدرونه او تخصصي او مسلکي وړتياوې په پام کې ونيسي، له بلې خوا طالب لوری بايد د پياوړي حضور او تماميت غوښتونکي او فاتح حضور تر منځ توپير ومني، فاتح او تماميت غوښتونکی حضور چې په هېواد کې موجوده نوره سياسي او اجتماعي تنوع په کې حذف شي؛ دا به هيڅکله افغانستان يو دايمي ثبات ته يونسي.

په بين الافغاني خبرو اترو کې د طالبانو يوه ډېره مهمه پياوړتيا دا ده چې هغوی د يو واحد موقف نه خبرې کوي خو هغوی بايد د خبرو اترو لپاره خپله جامع طرحه معرفي کړي، په دې طرحه کې بايد د هغوی لرليد، اهداف او تفصيلات موجود وي، د سولې لپاره د هغوی روش او ميکانېزم بايد په کې تشرېح شوی وي او دا چې هغوی غواړي پر کوم ټکو خبرې وکړي.

طالبان او د نظام بحث!

طالبان به په بين الافغاني مذاکراتو کې له کوم حالت نه خبرې کوي؟ طالبانو ته اصلي حالت د افغانستان اسلامي امارت عنوان دی، دا عنوان د يوې ډلې نوم نه دی بلکه دا د يو نظام عنوان دی، هغوی په دې اړه د بيعت سېستم لري او امير لري، هغوی د وزيرانو، ولايتونو او ولسواليو په کچه تشکيلات لري، دوی د اسلامي امارت د واکمنۍ نه نيولې تر دې مهاله په دا تر ۲۵ کلونو ډېره موده کې خپل صف د امير المؤمنين سره په بيعت يو موټی ساتلی، دوی له امريکايانو او افغان حکومت سره د جګړې په ټولو کلونو کې د اسلامي امارت د اعادې وعدې ورکړي او له دې ټولو سره هغوی له امريکا سره د ډېرو پېچلو خبرو اترو او توافق د لاسليک تجربه لري، له ملا برادر سره د ټرامپ تليفوني خبرو اترو طالبانو ته په نړيواله کچه اعتبار هم ورکړ. که په دغسې ګټونکي منظر کې طالبان د اسلامي امارت په عنوان خبرو ته نه داخلېږي نو بل به کوم فرصت وي چې دوی به له دغسې يو عنوان سره خبرې وکړي؟

که دوی په دغسې عنوان مذاکراتو ته ننوځي نو د افغان دولت حيثيت به څه وي؟ او که دوی د امارت په عنوان خبرې کوي او دوی وغواړي چې د راتلونکي لپاره هم د اسلامي امارت بڼه تطبيق شي، په دغسې حالت کې به د نورې نړۍ غبرګون څه وي؟ په داسې حال کې چې امريکا او روسيې وار له مخه په ګډه اعلاميه کې د اسلامي امارت د اعادې مخالفت کړی.

د طالبانو او افغان حکومت جنګ!

که طالبان د اسلامي امارت له اعادې پرته په بله بڼه قانع نه شي، که طالبان انعطاف او تنازل ونه کړي نو بيا به د جنګ او سولې راتلونکی څنګه شي؟ په دغسې حالت کې چې امريکايان هم وتلي وي او بين الافغاني مذاکرات هم د نظام د تعريف په کشمکش کې پر سولې ونه پايېږي، نو طبيعي ده چې افغان حکومت او طالبان به سره وجنګېږي، که بهرنيانو هغسې چې امريکا او ناټو افغان حکومت ته ډاډ ورکړی؛ نظامي مرستې ونه سپموي نو دا جنګ به اوږد شي، په دغسې حالت کې به جنګ د داخلي شخړو حالت غوره کړي، امريکايان به نه وي او جنګ به وي.

که په دغسې حالت کې طالبان جګړه ګټي او کابل سقوط کوي، دا جګړه به کټ مټ د نوي يمو کلونو مرحلې ته ورستنېږي، د هېواد په شمال کې به د مقاومت جبهه پرانېستل کېږي، او د افغانستان جنګ به نيمې پېړۍ ته ورسېږي.

طالبان او د تاريخ زده کړه!

له همدې امله له تاريخه زده کړه په کار ده، د شوروي اشغال په کلونو کې جهادي تنظيمونه په خپل عروج کې وو، هغوی پرله پسې جنګونه ګټل، او شوروي تر امريکا بدتر مات وو، هغوی په جبهه يي جنګونو کې شکست خوړلی و، د خپلې ټولې قهري جګړې په ترڅ کې ونه توانېدل چې افغان جهاد مات کړي، خو کله چې هغوی وويستل شول، يقين دا و چې د نجيب رژيم به په لومړي کال کې نسکورېږي، د جلال اباد جګړه د هغه مرحلې تر ټولو ستره او خونړۍ جګړه وه، مجاهدين په کې د ښار پر څنډو ننوتل خو بېرته په شا و تمبول شول، د نجيب رژيم څو کلونه مقاومت وکړ او پای چې کله کابل سقوط وکړ نو افغانستان د ملوک الطوايفۍ او داخلي شخړو يوې خونړۍ زمانې ته لاړ. د تاريخ همدغه موده د زده کړې لپاره مهم درسونه لري، تر ټولو مهم يې دا دي:

لومړی: د افغانانو ترکيز د جنګ پر مرحلې وي، دوی تر جنګ وروسته د سولې مرحلې لپاره تياری نه کوي. نو د جنګ نه وروسته او حکومت جوړونې مرحلې ته د جنګ تر امادګۍ ډېر تياری په کار دی.

دويم: په ځانګړي ډول د ازادي غوښتونکو جريانونو لويه تېروتنه دا وي چې د خپل عروج په زمانه کې پر سوله نغد نه ورځي، جنګ اختياروي او بيا پرې داسې مهال راشي چې جنګ ځپلي وي او نور يې د عروج زمانه شاته پرېښي وي، دوی چې بيا په ځوړ روان وي نو د سولې ميلان ته يې څوک ارزښت نه ورکوي، دغه مرحله کې يې د قدرت وړتيا دومره ضعيفه شوی وي چې پياوړې سولې ته بيا وړ نه وي او حسرت لري. دا د تاريخ هغه سبق دی چې د شوروي پر ضد د قهرمانيو له څوکې په کې څنګه تنظيمونه خراب وغورځېدل.

دريم: ازادي غوښتونکي معمولاً  د سولې په خبرو کې له مقابل لوري نه د بشپړې تسليمۍ غوښتنه کوي، انعطاف نه ښايي او تنازل نه مني نو که طالبان هم په دغسې يوه سناريو کې راشي دا به د سولې فرصت سخت ضايع کړي، او افغانستان به يوې مسلسلې جګړې ته ننوځي.

څلورم: دا چې اسلامپالي هغسې چې جنګ ته د يوې فريضې په توګه ګوري، معمولاً په مناسب فرصت کې سولې ته د يوې شرعي او مقدسې قضيې په توګه نه ګوري، په داسې حال کې چې د حضرت محمد ص مبارک سيرت د غزاګانو تر څنګ د سولې او ګډ ژوند له معاهدو نيولې د حديبيې تر صلحې پورې پياوړي روايتونه لري، خو اسلامي ازادي غوښتونکو دغه روايتونه هيڅکله د تطبيق په خاطر تفسير او تعبير نه کړل، بلکه که کله هم د سولې فرصت برابر شوی نو دوی د حديبيې تفصيل په خپله سليقه کې تعبير کړی او سولې ته يې تندی ګونځې کړی.

پنځم: دا چې  معمولاً پر ازادي غوښتونکو اسلامپالو اولويتونه خلط کېږي،  په دغه خلط کې د سولې په چاپېريال کې جګړه ييز سوچ پالل کېږي.

دويم؛ افغان حکومت!

بين الافغاني خبرو اترو لپاره دويم لوی محور افغان حکومت او سياسيون دي، ولسمشر غني څو کاله مخکې د کابل پروسې به کنفرانس کې د سولې په خاطر طرحه اعلان کړه، دغه طرحه د افغان حکومت په تېرو ټولو کلونو کې لومړنۍ واضح طرحه وه، تر هغې مخکې به يوازې تيت وپرک غږونه او هڅې کېدې خو د سولې لپاره کوم منظم سند موجود نه و. په هر صورت د سولې دغه طرحه د تېرو کلونو لپاره وه او هغه د طالبانو په هغه استدلال کې چې دوی لومړی له امريکايانو سره په کې مذاکرات غوښتل زړه شوه، د سولې اوسنی فرصت نوی راغلی او د نويو امادګيو او طرحو غوښتنه کوي.

له بده مرغه په کابل کې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره ننګونې حساب شوي او اساسي دي، او په دې ډول چې:

الف؛ دملي اجماع تشه!

لومړی دا چې افغان حکومت په دا ټوله موده کې د سولې لپاره ونه توانېد چې ملي اجماع رامنځته کړي، افغان حکومت د سولې لپاره د ملي اجماع په خاطر لوی فرصتونه درلودل او لا يې هم لري خو دا چې دغه فرصتونه ولې په سم ډول احتوا نه شول په دې ډول يې راسپړو:

افغان حکومت سره له دې چې فرده محوره ولسواکۍ کې روان دی خو په منځ منځ کې مهم ګوندونه او شخصيتونه هم شته، ولسمشر غني کولای شول چې د سولې د خبرو اترو لپاره د ټولو ګوندونو ملي کنفرانس راوغواړي، دې کنفرانس ته له ګوندونو پرته ملي شخصيتونه هم راغوښتل کېدای شول. په دې کنفرانس کې به د سولې لپاره يوه ملي لار نقشه جوړه شوې وای، دغسې نقشې به د دغسې ملي حمايت پر بنسټ نړيوال اعتبار موندلی وای. د دې ملي کنفرانس ګټه به دا وای چې د حکومت په شمول به ټولو ګوندونو او قومي مخورو د سولې مالکيت لرلی، د سولې لپاره به د ټول وطن په کچه يوه خبره وای او د سولې لپاره به ملي اجماع په صحيح معنا رامنځته شوې وای. خو غني دغسې څه ونه کړل، دا لويه اشتباه وه، غني د ټولو ګوندونو د ملي کنفرانس پر ځای تيت او پرکې مشورې وکړې، دوه ځل يې مشورتي لويې جرګې راوغوښتې هغه چې غړي يې د خاصې سليقې له مخې ټاکل شوي وو، کاشکې داسې شوې وای چې د حکومت، اپوزيسيون، سياسي ګوندونو او مدني ټولنو تر لويې جرګې مخکې د سولې يوه طرحه جوړه کړې وای او بيا لويې جرګې دغه طرحې ته ملي بنسټ ورکړی وای، خو دغسې ونه شول، لويې جرګې په خپلو کليشو کې تکرار شوې او ولسمشر فقط د يوې سمبوليکې لاسته راوړنې په توګه په خپلو خبرو کې يادې کړې، تر دې پرته يې بله ګټه ونه کړه. دا هر څه ځکه وشول چې غني وغوښتل چې هر څه د ده په انحصار کې پاتې شي او د ده خبره دې وروستۍ وي.

د ټولو ګوندونو کنفرانس هغه وخت ګټه ورکوي چې هلته حاکم حکومت خپله رايه ونه تپي، بلکه هلته د سولې لپاره جامع بحث وشي او ټول په ګډه د سولې لپاره خطونه رامنځته کړي.

اوس نو حالت داسې دی چې د سولې لپاره حتی تر تحليف مخکې د حکومت په داخل کې اجماع نه وه، غني يوه او عبدالله بله خبره لرله او سياسي ګوندونو جلا خبرې کولې.

په داسې حال کې چې طالبان د سولې د خبرو اترو لپاره يو موټی دي، خبره او اجنډا يې مشخصه او يوه ده، او له امريکا سره د سولې راوستلو تر توافقنامې وروسته يې په خبره کې د قوت سنګيني هم شته، خو په مقابل کې يې افغان حکومت داسې دی چې په کور دننه له ډېرو ناندريو سره مخ دی، ضعيفه او لانجمنې ټاکنې يې شاته پرېښي او د سولې په اړه هم کومه ملي اجماع نه لري دا حالت د حکومت په ګټه نه دی. افغان حکومت اوس هم کولای شي چې د ټولو ګوندونو کنفرانس راوغواړي، دغه کنفرانس لپاره به غني دا کوي چې د برخوالو نظريات به اوري او ټول به په شريکه د سولې پر طرحه او جزياتو توافق رامنځته کوي.

ب؛ د مذاکراتي لستونو انحصار!

د بين الافغاني خبرو اترو لپاره د لستونو تهيه کوله هم دغسې په انحصار کې پاتې دي، سره له دې چې ولسمشر په خپله لوړه کې يادونه وکړه چې سبا ته به د مذاکره کوونکو لست نهايي شي او بيا يې دا يادونه هم وکړه چې دا لست يې د سياسي ګوندونو، مدني ټولنو له مطرحو شخصيتونو سره په مشوره کې نهايي کړی، خو د حکمتيار او عبدالله عبدالله  په شمول اکثريت سياسي شخصيتونو او ګوندونو هغه مهال وويل چې له دوی سره په دې اړه مشورې نه دې شوې. په داسې حال کې چې له سياسي جهتونو او د تېر حکومت د اجرائيه رياست له پنځوس فيصده حکومتولۍ سره مشوره نه وه شوې او د عام ولس سره د مشورې لپاره کوم ميکانېزم شته نه دی، نو په دغسې يو حالت کې د يو طرفه هيئت ټاکل به د يو خاص اقليت استازيتوب وکړي، هغه چې فقط د يو څو لکو رايو پر بنسټ راغلی او دغسې هيئت د سولې انحصارګرايي ښايي.

ج؛ سوله او د معاملو فرهنګ!

د سولې په برخه کې بل برخورد د معاملو پر سياست راڅرخي، د معاملو سياست سوله له سټراټيژيک او هدفمند لوري څخه کږوي، دغسې معامله ګر برخورد سوله له ملي موخو شکوي او په شخصي سليقو او ګټو کې يې تالا ترغۍ کوي.

د ټاکنو پايلې ځنډول شوې وې، خو کله چې ولسمشر غني له مونيخ نه راستون شو؛ د ټاکنو پايلې اعلان شوې، ويل کېږي په مونيخ کې ولسمشر او ټيم يې له امريکايي چارواکو سره د طالبانو د سره د هوکړې پر جزياتو خپلمنځي هوکړې ته ورسېدل او په بدل کې يې د پايلو د اعلان خنډ له منځه لرې کړای شو.

کله چې طالبانو او امريکا د سولې راوستلو توافقنامه لاسليک کړه، هلته د بين الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره د ۵۰۰۰ طالب بنديانو ازادول شرط ايښودل شوی و، د دغه شرط په مقابل کې افغان حکومت سره کرښه کش کړه او ويې ويل چې دا د افغان حکومت صلاحيت دی، او پر دې به يوازې په بين الافغاني خبرو اترو کې بحث کېږي، دا موقف خورا ټينګ ونيول شو، خو کله چې د محمد اشرف غني د ولسمشرۍ په لوړه کې زلمي خليلزاد او جنرال مېلر برخه واخېسته او غني د ولسمشرۍ لوړه وکړه، ولسمشر وويل چې سبا ته به د زندانيانو د خوشې کولو په اړه فرمان لاسليک کړي، په دې ډول د ډېر شمېر تحليلګرانو تحليل دا و چې د لوړې په مقابل کې بنديان د يوې معاملې په ډول خوشې کېږي.

که سولې سره د همدغسې معاملو برخورد جريان ومومي نو يوې عزتمنې سولې ته رسېدل به خورا پېچلی شي.

دريم؛ سياسي ګوندونه!

په افغانستان کې سره له دې چې د پېښو او سياستونو تر شا ګوندي رموز حضور لري خو حکومتي نظام له ګوندونو جوړ نه دی، که سياسي ګوندونه غواړي په راتلونکي افغانستان کې ګوندي سياستونه ژوندي کړي نو په بين الافغاني مذاکراتو کې د پياوړو ګوندونو له ادرسه شتون ډېړ اړين دی.

واقعيت دا دی چې د ګوندونو له تېرو خونړيو تجربو سره سره د افغانستان د سياسي معادلو وزن د پردې تر شا ګوندونه ټاکي، غرب چې په تېرو اتلسو کلونو کې په افغانستان کې د ګوندي ولسواکۍ ريښې وچې کړې يو لوی علت يې دا دی چې دلته که ګوندي ډيموکراسي راځي نو ګوندي سيالي به هغه ګوندونه کوي چې د دوی تندي پرې نه ورين کېږي.

په دې کې شک نه شته چې له طالبانو سره د موجودو ګوندونو د تقابل تاريخ تر دې حکومته مشر او پخوانی دی، له بلې خوا اکثره ګوندونه د اوسني نظام د بنسټوونکو په توګه د دې نظام په اوږدو کې بيا هم له طالبانو سره د تقابل لومړۍ کرښې وې. له همدې امله له طالبانو سره د توافق په خاطر د سياسي ګوندونو ګډون او جوړه همغسې مهمه ده لکه د حکومت او طالبانو تر منځ.

هر هغه سياسي سند چې د افغانستان د سياسي ګوندونو په غياب او اګنور کولو سره لاسليک کېږي هغه به له ډېرو ننګونو او ستونزو سره مخ وي، همدا چې د ټاکنو لړزې او پس لړزې تېزې او په څپو دي، نورې دغسې تېروتنې چې په کې سياسي ګوندونه د خپل قوت سره د طالبانو سره له مذاکراتي بهير نه ګوښې کيږي دا به افغانستان يوې فاجعې ته يوسي او دا د افغانستان په خير نه ده.

په همدې خاطر د افغانستان سياسي ګوندونو او حکومت دواړو ته په کار دي چې سليقوي او انفرادي ګټې شا ته کړي، دا وخت د ملي ارادې وخت دی، دا مهال د ريښتيني ملي يووالي تر ټولو وروستی فرصت دی. حکومت او سياسي کتله بايد خپلو کې کېنې او پر هغو لويو ملي ټکو سره سلا شي چې بايد له طالبانو سره پرې بحث وشي او د دغسې سلا لپار حکومت لومړنی او سياسي اپوزيسيون دويم مسئول لوري دي.

څلورم؛ پر امريکا باور!

د سولې په اړه خبرې اترې په دوه عمده مرحلو کې ډيزاين شوي دي، لومړۍ مرحله يې د طالبانو او امريکا د خبرو اترو مرحله ده چې د نزدې يوولس دورو خبرو نه وروسته طالبانو او امريکا په قطر کې د سولې راوستلو تړون لاسليک کړ، دويمه مرحله يې د بين الافغاني خبرو اترو مرحله ده. ظاهراً دغه ويش اسانه ښکاري خو دا ويش په تفصيل کې خورا ډېره خواري ده.

له امريکا سره خبرې اترې تر اوږدو او تودو بحثونو وروسته نهايي او پر توافقنامې لاسليک وشو. ظاهراً دغه تړون تر دا مهاله په ښه شکل پلی کېدونکی دی، د بهرنيانو د وتلو پيلېدل لومړی ګام و چې شروع شو او ورپسې د بنديانو د ازادۍ لړۍ د دواړو حکومت او طالبانو له لورې په وقفه يي ډول پر مخ يووړل شوه.

خو بيا هم د معاهدو په اړه د امريکا تعامل ته په کتو دا وېره شته چې په هره مقطع کې د تړون ماتېدو ته بهانه وميندل شي، کله چې د بارک اوباما حکومت له ايران سره هستوي تړون لاسليک کړ، ټرامپ د خپل رياست په همغه لومړيو کې دغه تړون لغوه کړ، اوس نو دا پوښتنه مطرح ده چې ايا د امريکا متحده ايالتونه به پر خپلو ژمنو وفا وکړي؟ د تړون تر لاسليک څه موده وروسته د امريکا استخباراتي منابعو د امريکا رسنيو ته ويلي وو چې طالبان ښايي پر خپلو وعدو وفا ونه کړي. له بلې خوا په کور دننه د طالب بنديانو د خلاصون چاره پر خپل وخت پيل نه شوه، او چې پيل شوه نو ځنډنۍ شوه، طالب چارواکي د هغه بنديانو خلاصون غواړي چې هغوی يې لستونه سپارلي، د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين وويل چې مونږ د ۵۰۰۰ بنديانو لست امريکايي لوري ته سپارلی او جعل کاري په کې نه منو. له بلې خوا بين الافغاني مذاکرات هم پر خپل وخت شروع نه شول له دې معلومېږي چې د دې تړون تطبيق ښايي اوږدمهال په بر کې ونيسي او دا امکان هم شته چې امريکايان او يا مقابل لوري په منځ کې د تړون ماتولو پلمې ولټوي او هر څه يو ځل بيا د جنګ مرحلې ته ولاړ شي.

بين الافغاني خبرې اترې؛ ارزښتي پکېج!

د بين الافغاني خبرو اترو راتلونکې مرحلې ډېرې پېچلې دي، د اسلامي نظام د سياسي تعبير بېلابېلتوب به د بحثونو يوه داغه موضوع وي.
د افغانانو د سمې استازولۍ تقاضا دا ده چې هلته ګډون بايد له يو حساب شوي او دقيق ارزښتي پکېج سره وي.

مونږ ته د يو شديد جنګ ځپلي ملت په توګه چې له تېرې نيمې پېړۍ په جنګونو کې ايسار يو سوله د دې وخت تر ټولو لوى ارمان دى، د سولې روانې هڅې بايد په اړېدلو تعبيرونو او پيغورونو کې تخريب نه شي، دا خواره کبرجني ده...

د دې هڅې په کار دي، چې څرنګه د سولې په راتلونکو خبرواترو کې ارزښتي مسايل نه يوازې مطرح شي بلکه پرې توافق رامنځته شي. د دې توافق لپاره ضروري ده چې د سولې په خبرو اترو کې د ارزښتونو پر يوې بستې بحث وشي او ترې دفاع وشي. اوس پوښتنه دا ده چې د يوه باثباته او پرمختلونکي افغانستان لپاره بايد کوم ارزښتونه لومړيتوب ولري؟ دا ارزښتونه بايد د افغانستان د اسلامي او ملي هويت په رڼا کې تعريف شي.

دلته چې مونږ د کومې ارزښتي بستې خبره کوو، نو دغه تائيد او دغه تنقيد کوم مشخص لوري ته متوجه نه دی، بلکه د دې ارزښتي پکېج په اړه خبره او بحث د ټولو مسئوليت دی او ټول بايد په ګډه د ارزښتونو په بحث کې د ارزښتونو خوا ونيسي.

په ارزښتي مسايلو کې کېدای شي ډېر مهم يې دا وي:

لومړی؛ اسلام د تقنين او نظام لپاره!

د افغانستان د قضيې ټول مطرح جهتونه پر دې متفق دي چې د افغانستان نظام به اسلامي وي، خو د اسلامي نظام د سياسي تعبير بېلابېلتوب به د بحثونو يوه توده موضوع وي.

دا بايد ډېره واضح وي چې د افغانستان د قوانينو مراجع به همغه د اسلام مراجع وي او دا چې هېڅ قانون به له اسلام سره په ټکر کې نه جوړېږي، د دې لپاره دا ډېره اړينه ده چې د افغانستان د ټولو قوانينو اسلامي کره کتنه وشي او که د ټکر دغسې موردونه وي نو چې دا هويتي او ارزښتي تضاد د خبرو اترو په همدې مبدأ د حل لاره ومومي. يوازې د قانون محدوده نه بلکه د قانون تطبيق يو لوی مجال دی، د افغانستان داخلي او بهرني سياستونه بايد اسلامي خطونه خوندي وساتي، داسې نه شي کېدای چې د افغانستان ديني هويت دې اسلام وي، وګړي دې يې په منابعو کې د اسلام د حکميت زده کړې کوي او قرآن دې د مسلمانانو د نظم او اړيکو لوی بحثونه ولري خو عملاً دې د دوی حکومت په دغه نظم او اړيکو کې اجنبی وي، دغسې فکري تضاد ټولنه کې باور او ثقه له منځه وړي او د ثبات ځای يوه فکري کرکه او نظرياتي جدل نيسي، هلته چې بيا د حکومت او خلکو په نظرياتي واټن کې د غرب ګروپونه اتڼ کوي.

دويم؛ ملي خپلواکي او ملي مسئلې!

د جګړو پر کرښه افغانستان بايد د خبرو اترو له دې کاناله داسې ودان او سيال افغانستان خوا ته لاړ شي چې هيڅکله يې بيا ملي خپلواکي د کوم هېواد د ګټو په اتباع او نظرياتي خوشامندۍ کې انحنا ونه کړي. د افغانستان د ثبات او بې ثباتۍ د کشمکش سړي او جهتونه بايد دا خوندي کړي چې دوی که د امريکا حضور ته نه وايي نو بديل او ښه يې بل کوم ګاونډي هېواد نه دی، دوی به هيڅکله د بل کوم هېواد پر مدار نه تاوېږي او دوی به ځانله خپل ملي مدار ټاکي. افغانستان بايد خپلې ملي ګټې او سياستونه له ابهام نه راوباسي، پر ملي ګټو او ارزښتونو تر اجماع پرته د افغانستان ملي سيادت او ثبات يو خوب دی.

د هېوادونو ملي حکومتولۍ، جغرافيې او ګټې د اوسنيو هېوادونو زمکني حقيقتونه دي، له دې حقيقتونو سره تګ دوه مخۍ سره نه کېږي، داسې نه شي کېدای چې يو څوک دې پر ملي ګټو او ارزښتونو باور نه لري او په همدې وران ويجاړ افغانستان کې دې پر نړيوالو مسايلو ورګډ وي او هغه دې دا وطن په دغسې تضاد کې د رفاه، پرمختګ او عزت لوړو ته ورسوي. افغانستان بايد د خپلو ګټو په اډانه کې اړيکې له سره جوړې کړي، تر څو چې دا وطن سيال نه شي او د عزت او پرمختګ ګام وانخلي تر هغې به په منطقوي او نړيوالو مسئلو کې د شا له خوا په ټاپ کې وي.

دريم؛ دولتي ادارې او بنسټونه!

د دولتي اډانې راتلونکى به څنګه کېږي؛ اردو، پوليس، محاکم، استخبارات، وزارتونه، پارلمان، د زده کړو مرکزونه او د نورو دولتي دايرو راتلونکى به څنګه کېږي؟

دا پوښتنې د نوي افغان نسل لپاره د ژوند په څېر مهمې دي، د دولتي ادارو او بنسټونو ساتنه له ړنګېدلو ژغورنه د ټول افغان ملت متفقه غوښتنه ده، مونږ د تاريخ هغه ترخه مرحله د زهرو په شان تېره کړه چې په کې د ثور کودتا په جنګي تداوم او د تنظيمونو په داخلي جنګونو کې د افغانستان دولتي بنسټونه له بېخه ونړول شول. افغانان هيڅکله او په هيڅ راز توافق کې دا نه مني چې د دوی ملي بنسټونه دې بيا ړنګ شي.

د ملي بنسټونو ساتنه بايد د خبرو اترو په اوږدو کې سره کرښه وي، سره له دې چې د دولتي ادارو د ساتلو ژمنې د خبرو اترو ټولو خواو کړي او هېڅ لوری په رسمي ډول د دولتي بنسټونو د ړنګولو تابيا نه لري، په دغسې يو هيله بښونکي ماحول کې پر دې موضوع بحث به ډېره جدي ننګونه نه وي، ښايي د بحث محتوا به د دولتي ادارو او بنسټونو په اصلاح کې وي، اصلاح د وېرې ځای نه دی، بلکه د اصلاح پروسه د تغير او پرمختګ شاخص دی، البته دغه اصلاح بايد د افغانستان د اسلامي او ملي هويت په ارزښتي اډانه کې صورت ونيسي.

څلورم؛ حکومتولي او د زعامت ټاکل!

په مذاکراتو کې بايد د حکومتولۍ پر بڼې او زعامت ټاکلو سنجيده بحث وشي، تر جګړې وروسته افغانستان کې نوي نسل ته دا ډېره مهمه ده چې پوه شي: افغانستان کوم هسې حکومتي بڼې ته اړتيا لري؟ په دې دومره سياسي اجتماعي او قومي تنوع کې به څرنګه حکومتي بېلګه واکمني کوي؟ واک ته رسېدل بايد څنګه وي؟ ايا د خلکو په خوښه او رايه به ټاکل کېږي او که د ځانګړو شخصيتونو د شورا له خوا چې ولس نه وي ټاکلي؟ او ايا واکمن به دوره يي شکل وي او که دايم العمر به وي؟ پر حکومت د نه انحصار تعريف به څه وي؟ د دغه عدم انحصار تطبيقي لار او سېسټم به څنګه وي؟ ايا په يو دايم العمر حکومتولۍ کې د اوسنيو مطرحو شخصيتونو په شاملولو سره خو به د سياسي پلورالېزم سره د موقتي تعامل خبره مطرح نه وي؟ او په راتلونکي کې د ديکتاتورۍ د مخنيوي لپاره څه په کار دي؟

د دې پوښتنو څېړل مونږ سره مرسته کوي چې يو مطلوب ځواب پيدا کړو او مونږ خپل راتلونکي حکومتي بڼې او زعامت ته وکټور کش کړو.

سره له دې چې طالبانو له امريکايانو سره د سولې راوستلو په توافق ليک کې ځانونو ته د اسلامي امارت نوم کارولی خو هغوی د حکومتي نظام بحث بين الافغاني خبرو اترو ته موکول کړی. د بين الافغاني خبرو اترو د ګډونوالو اډانه که تحليل شي نو طالبان به په کې له پياوړي او واحد موقفه برخمن وي او هغوی به په کې د نظام لپاره خپله تعريف شوې طرحه ولري. خو ښايي په مقابل کې يې نور پلاوی د نظام په اړه بېلابېل تعبيرونه ولري.

د حکومتي بڼې تر ټاکلو مخکې بايد د افغانستان د تاريخ استبدادي بابونه له نظره تېر کړای شي، د استبدادونو ويجاړۍ خورا پراخې دي، دا تېره نيمه پېړۍ د بېلابېلو نظرياتي استبدادونو په کشمکشونو کې افغانستان برباد دی. له همدې امله د حکومتولۍ او زعامت د ټاکلو بڼه د ثبات او پرمختګ دواړو لپاره اړين دی.

په بين الافغاني خبرو اترو کې بايد د ننګې داسې قوي محور موجود وي چې پر ولسي ټاکنو ترکيز وکړي، ريښتيني ټاکنې يې زعامت ته د رسېدلو لار وي، پر کودتا، جنګ او خشونت باور ونه لري، واک ته د رسېدلو زور کارول بايد هيڅ لوري ته د منلو نه وي او د دايم العمر واکمنيو په مقابل کې بايد دوره يي ټاکنې مشرتابه وټاکي. په مذاکراتو کې هڅې بايد پر دې متمرکزې شي، چې په راتلونکو پرېکړو کې ملت د تصاميمو نيونکى وي او د داسې حکومتي سېستمونو مخه ونيول شي چې استبداد ته لار پرانېزي.

همدې پيل کې بايد د دکتاتورۍ او ولسي انتخاب دواړو په منځ کې يو غوره شي، نوی افغان نسل او په مجموع کې افغان ملت غواړي دکتاتوري شاته پرېږدي او يوازې يې په تاريخ کې ولولي، دوی به داسې يو نظام ته چې اسلام يې قانون وي، سياسي خطونه يې د اسلام وي او ملي ارزښتونه او ګټې يې واضح وي؛ د ټاکنو له لارې ورته د خپلې خوښې زعامت ټاکي او حکومت به د ولس په خوښه جوړېږي.

دلته چې مونږ کومې ټاکنې يادوو، هغه لپاره بايد دا په ريښتيني ډول يقيني شي چې د ولس يوه يوه رايه سمه حسابېږي، د ملت اکثريت به حکومت جوړوي نه د رای اچوونکو اکثريت، هغه ټاکنې او هغه مشري به څه مشروعيت ولري چې د ۳۶ ميليون نفوس نه په کې په نهه لکو رايو يو څوک ولسمشر کېږي؟

پنځم؛ د ازاديو څرنګوالی!

دا چې خلک بايد تنقيد وکړي دا د يو ملت يو لومړنی حق دی، که ځوان نسل د هېواد پر ښکېلو خواو له تنقيده ويرېږي او هغوی د زور له لارو اړويستل کېږي چې بايد سکوت وکړي، تنقيد ونه کړي او خپل نظر په زغرده ښکاره نه کړي، دا اندېښنه وارده ده او دا وېره او اندېښنه د يو نسل وېره او اندېښنه ده، دغه اندېښنه بايد د خبرو اترو په جريان کې دومره وڅېړل شي چې پايله يې پر يوې پرانېستې ټولنې توافق وي.

يوه ټولنه هغه وخت پرمختګ کوي چې وګړي يې په پرانېستي چاپېريال کې د بيان او تنقيد ازادي ولري، که کله يو څوک پر خپل حاکم د نقد اجازه ونه لري، هلته چې هغه د ويلو لپاره زر خبرې لري خو د وينا او تنقيد سينه ترې حاکم ويستلې وي په دغسې ټولنه کې د پرمختګ، ثبات او صميمې سولې دوام يو سراب دی.

د رسنيو ازادي بل لوی محور دی چې حتی د دولت له درې ګونو برخو وروسته څلورمه ګڼل کېږي، د رسنيو ازادي او د ازادۍ په نوم ګډوډي بايد تفکيک شي، د ملت اراده او غږ د رسنيو له ازادۍ سره نېغه اړيکه لري، که رسنۍ بندې وي نو په بند نظام کې به د ملت اراده تل ځپل کېږي، ملت به تل د څو چارواکو د واکمنۍ محکوم وي او دغسې بنده ټولنه به هيڅکله د ازادو ټولنو سياله نه شي.

شپږم؛ سياسي-اجتماعي تنوع!

دا پوښتنې خورا مهمې دي چې د افغانستان سياسي او اجتماعي تنوع سره به څرنګه برخورد کېږي؟ نظام به يوازې د يوې ډلې په اډانه کې وي او که ګڼ ګونديز سېستم به معرفي کېږي؟

دا بحث ډېر اساسي دی، د افغانستان د ثبات لپاره ډېره مهمه ده چې دلته اجتماعي او سياسي تنوع درک شي، د دغه تنوع سره جګړه د افغانستان له ثبات سره جګړه ده او له دې تنوع سره تعامل د افغانستان د ثبات تقويه ده.

د سياسي پلورالېسم او تنوع لپاره دا ډېره اړينه ده چې په افغانستان کې د زغم او يو بل منلو پر فرهنګ توافق موجود وي، تر هغه چې زغم او تسامح نه وي دلته تلپاتې ثبات يو وهم دی. زغم او تسامح دېته نه وايي چې يوه ډله دې حاکمه وي او نور ټول دې محکوم وي، زغم دېته وايي چې ته له توپيرونو سره خپل سياسي معترض ته د فعاليت اجازه ورکړې، په خپل څنګ کې يې ومنې او مهذبه سيالي ورسره وکړې.

د سياسي پلورالېسم معنا دا هم نه ده چې قومي او سياسي بېلابېل نخبه ګان دې په راتلونکي نظام کې چارواکي شي، بلکه سياسي تنوع هلته خوندي کېږي چې د افغانستان وګړي د ارزښتي کرښو په ساتلو سره سياسي جريانونو ته رايه ورکړي، يعنې ګوندونه بايد په سياسي ډګر کې د فعاليت مجوز ولري او افغانستان بايد د يوې ډلې پر ځای د ملت په ګرو کې وي، دا هلته ممکن دی چې سياسي پياوړي او په حساب ګوندونه وي او دا د ملت خوښه وي چې دوی د خپلو چارو واګې چا ته سپاري.

له همدې امله کوم ګوندونه چې د بين الافغاني خبرو اترو برخه وي هغوی بايد لږ تر لږه پر خپل راتلونکي غور وکړي، ايا هغوی غواړي چې په راتلونکي افغانستان کې د فعاليت، بيان او تنقيد ازادي ولري؟ او ايا هغوی غواړي چې په زغم او تسامح کې ژوند وکړي؟

د افغانستان د سياسي-اجتماعي تنوع له منځه وړل په دې معنی دي چې دلته به يوه ډله پر ټول متنوع سياسي اډانه او لوی ملت دايم العمر حکومت کوي، دغسې بڼه په نهايت کې استبدادي ده او افغانستان ته به پرته له جمود، شاته تګ او فکري انحرافه بل ارمغان ونه لري، او بيا به چې له دې انحرافه د سرکشۍ کومه څپه راپورته کېږي هغه به خپله يو لوی آفت وي چې له مسايلو سره به قهري او انقلابي تعامل کوي.

ارزښتي پکېج؛ څه بايد وشي؟

په دغسې يو ارزښتي بحث کې د افغانانو غوښتنې معلومې دي، که څوک د افغانانو پر غوښتنو خېز وهي او يوازې د خپل مالي پړسوب او موقف لپاره خپل راتلونکی خوندي کوي، دا بيا د افغانانو استازولي نه ده.

په دغه بحث کې بايد له طالبانو نيولي تر حکومتي او سياسي برخوالو ټول د ارزښتونو خوا ونيسي، دا ارزښتونه نه د چا مهرباني ده او نه د چا مالکيت، دا ارزښتونه زمونږ په ديني او ملي مراجعو کې ريښې لري او په دې اړه د امت د علماو په منځ کې لوی لوی بحثونه شته دی.

دغه ارزښتي بحث او پوښتنې که ځواب شي نو بيا که نوم د افغانستان اسلامي جمهوري دولت وي، که د افغانستان اسلامي جمهوري امارت وي او که بېخي اسلامي امارت وي توپير نه کوي، مهمه دا ده، چې افغانان په يويشتمه پېړۍ کې حکومتي استبداد ته ستانه نه شي، رايه يې وشمېرل شي، واکمنان يې د ملت په خوښه وټاکل شي، رسنۍ، د بيان او تنقيد ازادي خوندي شي، دولتي بنسټونه يې پياوړي شي او ونه نړېږي، د افغانانو شخصي حرمت وساتل شي، سياسي او اجتماعي پلورالېسم ته درناوی وشي او دېته ورته د زغم او يو بل منلو فرهنګ وده وکړي.