وحيدالله مصلح
واقعيت دا دى چې افغانان او پنځوس کلنه افغان قضيه د
ګاونډيانو د پړسېدو او ترقۍ لامل دی، په ځانګړي ډول پاکستان کې د افغانانو اوسېدنه
پر افغانانو د چا احسان نه دى، پاکستان که د خداى ج لپاره افغانانو ته ځاى ورکولو
نو خداى ج خو نن هم شته خو واقعيت دا دى چې دوى په دغه لويه اجتماعي-سياسي مسئله
کې فقط د خپل هېواد ګټې پاللې او دا ګټې هر وخت په تطور او تغير کې وي، نو که پرون
د دوى ګټه په دې کې وه چې د امريکا، برېتانيې او ملګرو ملتونو چارواکي د کډوالو
کمپونو ته په سيل يوسي نو نن يې ګټه په دې کې ده چې افغان کډوال د خپل وطن په سيل
وشړي.
حقيقت دا دى چې له موږ سره د ګاونډيانو او نړۍ تعامل د هغوى
د اړتيا او زموږ په خپل ظرفيت کې ډيزاين شوى او ډيزاين کېږي.
راستنېدونکي او د مرستو کانالونه!
مخکي له دې چې خپل هېوادوال مو پر وطن شي موږ ته د ملت،
حکومت، نړيوالو ادارو او داخلي خيريه ادارو په کچه تيارى او همغږي په کار ده، د
دومره ډېر شمېر افغانانو په راشړلو سره هغوى ته د کورونو، خوراکي توکو، روغتيايي
خدمتونو او نورو لومړنيو خدمتونو امادګي په کار ده.
ما چې تر دې دمه په دې اړه د راستنېدونکو افغانانو لپاره د
ااا کړنلاره لوستې ده نو دا په داخلي ظرفيتونو ډېره مناسبه کړنلاره ده، دې لپاره
بين الوزارتي کمېټې او بيا د اړونده وزارتونو په داخل کې جلا جلا کمېټې بوختې دي.
دا هم ښه دى چې په وطن کې خيريه بنسټونه د پام وړ دي، په دا
وروستيو طبيعي پېښو کې چې هرات زلزلو وځپل هلته داخلي خيريه بنسټونه د خپلو
هېوادوالو په لاسنيوي کې مخکې مخکې وو، احساس خيريه بنسټ، نجم خيريه بنسټ او د
افغانستان اسلامي طبي ټولنه "ايما" هم له نورو وطنيو خيريه ادارو سره په
خوا کې د پام وړ وو، په دې هيله چې د هېواد خيريه بنسټونه په خپلو لومړيتوبونو کې
له پاکستانه راويستل کېدونکي افغانان هم شامل کړي.
په ملي کچه که له يوې خوا ملت د ګاونډيانو نامردۍ او ظلمونو
ته په قهر او غضب دى؛ همدومره خپلو را ويستل شويو افغانانو ته د مينې، عاطفې او
لاسنيوي په عزم سنبال دى. د دې ملي ارادې بسيج کولو لپاره د ااا او خيريه بنسټونو
اهتمام ته اړتيا ده.
خپل وطن ګل وطن!
خداى خو دې هغه ورځ راولي چې ټول کډوال افغانان په عزت او
شرف سره پر خپل وطن شي، دا د هر افغان ارمان دى، خو په دا کوم شکل چې پاکستان
افغان کډوال راباسي دا د نامردۍ او لنډپارۍ
وروستى حد دى.
دا هم واقعيت دى چې افغان کډوال، په افغانستان کې د پاکستان
د سټراټيژيکې مداخلې يو لوى مدخل دى، که مو ټول افغانان له ټولو ګاونډيو هېوادونو
په وطن شي نو دا به په وطن کې د ګاونډيانو د لاس وهنو منحوس لاسونه وچ کړي.
خپل وطن ګل وطن دى، خداى دې ټول افغانان په خپل وطن کړي، د
عزت، شرف او نقش څښتنان دې شي، که په اوږده مهال کې دلته د روزګار غم وخوړل شي نو
وطن به له دې کډوال پېغور نه خلاص شي.
سائل صاحب وايي:
څه رشته خو بویه د وطن سره سايله
کور دې په کې نه سهي خو ګور په کې پیدا که
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.