• مجموعي کتنې: 144700

اوسنۍ ټاکنې، یو داسې حل چې ستونزې زيږوي!

396 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

اوسنۍ ټاکنې، یو داسې حل چې ستونزې زيږوي!

وحیدالله مصلح

 په داسې  یوه  هیواد کې چې جنګ پرې تپل شوې، په سرکونو او کوڅو کې یې په زرګونو پردي پوځونه ګرځي، او په پلمو پیل شوې ترهګرۍ ضد جګړه د ملت وژنې یو بدمرغه جنوسایډ ته ننوتې، ایا ټولټاکنې به له یوې ډرامې پرته بله مانا ولري؟

او په داسې حال کې چې د حکومت نزدې ټوله نظامي، مالي او هر اړخیزه مرسته له بیرونه ده، ایا شوونې ده چې ټولټاکنې دې بې پرې وي؟ ایا په پراخه کچه د درغلیو شوونتیاوې پر یقین نه شي اووښتای؟ او ایا ریښتیا به هم نوموړې ټاکنې یوه فاسد او بې واکه نظام ته د مشروعیت ورکولو په مانا نه وي؟

 د پردو په سیوري کې ټاکنې!

پردۍ لښکرې او استعمار یوه هیواد  ته هیڅکله ددې په خاطر نه ورځي چې هیواد ورته اباد کړي، استعمار تل هیوادونه زبېښلي دي او په دې تاریخ ګواه دی، معاصر استعمار تر پخوانیو ډېر خطرناک دی، دلته یوازې د نظامي او فیزیکي یرغل خبره مطرح نه ده بلکه ورسره داسې ژور فکري، کلتوري، دیني او اقتصادي زبېښاکونه او پردۍ کیدنې ملې دي چې ملتونه پردي کوي.

په  همدغه تناظر کې چې کله د چورلکو او ټانکونو په ملتیا ځواکونه پر قریو،  او دښتو داسې بې مهاره او ړانده  عملیات تر سره کوي چې ډېری قربانیان یې عام ولسي خلک وي، او په داسې حال کې چې دوی دلته الوتکې، ټانکونه، کروز او عصري ټیکنالوژي لري، دوی دلته په میلیاردونو ډالر او د تیلو زخیرې مصرفوي، په نیمو شپو چې کله زمونږ نازولي ویده ویده نسکور پراته وي، د امریکا او ناټو ځوانان او پېغلې  ددې وطن پر لویشت لویشت ګرځي او ګزمې کوي، ددوی لښکرې د افغانستان په خونړۍ جګړې کې ماتیږي او وژل کیږي، نو ایا ددې ټولو  وروسته به بیا هم ټاکنې د افغان ملت د ګټو ساتونکې، او  بې پرې وي؟

 د طالبانو تر سقوط وروسته چې کله د اساسي قانون لپاره مسوده تیاره شوه، نو په همدې اړه  د نظریاتو راټولولو په ترڅ کې یو هیئت  چې پوهاند کمالي یې مشري کوله د ننګرهار طب پوهنځي ته راغی، د ماسخوتن لمونځ چې وشو محصلین راټول شول، کله چې ماته نوبت راورسېد نو مې په بېساري احساس د تېر جهاد او شهیدانو لنډه کیسه او هدف ووایه خو چې نیوکو ته رسېدم نو زما یو ټولګیوال دومره احساساتي شو چې په جیګ غږ یې د  ناره تکبیر چیغه پورته کړه، بیخي په همدې مهال یو خارجي چې ویل کیدل د روسیې دی ټوپ کړ، هغه ووت او بیرون یې په فارسي ژبه وویل (این مدرسه است یا فاکولته، شما فکر میکنید که ۵۲ برای تطبیق شریعت امده!)

هغه بیخي ریښتیا ویلي وو، نن چې زمونږ هیواد د دومره ډېرو لښکرو کوربه دی، هغوی دلته د خپلو ارزښتونو پسې راغلي، دیموکراسي  هسې یوه ډنډوره ده.

 ټاکنې یې تحریم کړې!

ټولو هغو خواو چې د ټاکنو روان جریان یې تحریم کړ،  نزدې د ټولو استدلال همدا وه چې د پردیو په مټ او سیوري کې ټاکنې څه معنی لري؟ د مقاومت په لوریو کې د ښاغلي حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب او همداراز د طالبانو تحریک روانې ټاکنې په بشپړه توګه رد کړې، اسلامي حزب روانې ټاکنې یوه خندونکې ډرامه وګڼله، او د طالبانو اسلامي تحریک خو د ټاکنو جریان په ګډوډولو هم وګواښه.

د سولې او تفاهم جبهې او د اسلامي اقتدار ګوند چې مشري یې انجینیر احمدشاه احمدزی کوي هم وار له مخه لا روانې ټاکنې په دې ټکو تحریم کړې وې (په هغه ملک کې چې سياسي، اداري او اقتصادي آزادي موجوده نه وي، په کې د ټاکنو مانا داده چې ولسمشر به هم د هغو کسانو په خوښه ټاکل کېږي چې پر دغه هېواد واکمن دي. راتلونکې ټاکنې شفافيت او مشروعيت نه لري، نوځکه يې موږ کېدل نه غواړو)

همداراز  د جمعیت اصلاح دمرکزي شورا ریس استاد نصیراحمد نويدي په دې ټکو روانې ټاکنې تحریم کړې: جمعیت اصلاح د یوه پوه ټولنیز او د ملت ارمانونو ته  ژمن سازمان په توګه دا خپل حق بولي چې په هیواد کې له روانو ټاکنو سره مخالفت وکړي او تحریم یې کړي. انتخابات یو داسې حق دی چې ازاد ملتونه یې وړتیا لري، نه یو داسې ملت چې د پردیو د غوښتنو او پلانونو اسیر وي. مونږ نه غواړو چې یو ځل بیا دې فاسد او غیر مشروع حکومتونه د ټاکنو تر عنوان لاندې مشروعیت ومومي او څو کاله دې نور هم د ملت پر سرنوشت د ملت پر نوم لوبې وکړي.

 پراخې درغلۍ!

مخکې له دې چې ټولټاکنې پیل شي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي او نورو دخیلو خواو د درغلیو شوونتیا رد نه کړه، شنونکي په دې ګومان دي چې درغلۍ په دومره پراخه کچه دي چې که بې پرې څېړنه وشي نو ټولټاکنې به یوازې د یوې بېسارې توطیې او پلمې په توګه ثابتې شي.

ځینې هغه بېلګې چې سړی ورته حیرانیږي بیخي څرګندې دي، کله چې په بریتانیا کې د یوې کمپنۍ په واسطه چې په تیرو ټولټاکنو کې یې هم د ټاکنو پاڼې چاپ کړې وې یوځل بیا چاپ کړې نو د دوه لاملونو پر بنسټ پرې نیوکې وشوې، لومړی دا چې په ټاکنو کې د رایو اچوونکو ټول شمېر ۱۷ میلیونه ښودل شوی، خو په مقابل کې یې ټولې چاپ شوې پاڼې ۱۸ میلیونه وې، دا په داسې حال کې چې نزدې ټول تحلیګران په دې نظر وو چې دا ځل به ډېر کم شمېر خلک د ټاکنو په پروسه کې برخه واخلي، له بلې خوا د افغانستان د ټاکنو نړیوالې څارونکې ادارې (IRI) استازي ریچارډ ویلیم سن له ټاکنو یوه ورځ وروسته وویل چې میلیونونه خلکو ونه شوای کړای چې په انتخاباتو کې برخه واخلي. نو که په انتخاباتو کې د خلکو د بیخي لږ شمیر ګډون په پام کې نیولو سره د انتخاباتو دپاڼو شمېر په دقیق ډول تعقیب شي، نو دې پوښتنې ته ځواب به ډېر پیچلې وي چې دا په میلیونونو ډېرې چاپ شوې پاڼې ایا ریښتیا هم خوندي پاتې شوي که څنګه؟

 څو مشخصې بېلګې!

په ډېرو انتخاباتي حوزو کې خو ددې شکایتونه هم مخې ته راغله چې د رایو ډېر بکسونه له سترګو پنا شوي او وروسته یوځل بیا پیدا  شوي، داسې هم ویل شوي چې پرته له دې چې په ټاکنیزو مرکزونو کې دې په غټ شمېر خلک شته وي خو صندقونه له رایو ډک شوي، داسې هم شوي چې ګڼ شمېر رایه اچوونکو په  څو څو پلا په  غیر مشروع لیاره رایې غورځولي دي، د ګوتې د رنګ ژر له منځه تلل هم یو غټ انتقاد وو، داسې هم ویل کیدل چې په ځینو ځایونو کې د نوماندانو زورواکو استازو خلک یوه مشخص  نوماند ته په رایه ورکولو ګواښلي، داسې هم ویل شوي چې د میرمنو پر کارتونو نارینه و رایې اچولي دي، د بي بي سي د یوې شوې سروې له مخې د هغوی له  یوه افغان کارکوونکي څخه  د رایې اچونې زر کارتونو په بدل کې د لس زره ډالرو غوښتنه شوې وه، د هغوی د سروې له مخې په بازار کې په خلاص مټ د رایې اچونې کارتونه خرڅېدل.

داسې هم ویل شوي چې په قبایلي سیمو کې د اتو میلیونو په شاوخوا کې ډالر پر قبایلی مشرانو ویشل شوي تر څو د داوطلبو پولیسو په ورکولو سره د ټاکنو مرکزونه وساتي، د شنونکو له انده دا  پروسه اساساً یوه خاص نوماند ته د رایو ورکولو د فشار په توګه ګڼل شوی.

 ملي پریکون او د لږکیو حکومت!

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په وینا نزدې ۱۷ میلیونو افغانانو د ټاکنو کارتونه تر لاسه کړي وه، خو که د ټاکنو جریان له نزدې تحلیل کړو نو ددې شمېرې نیمايي هم په ټاکنو کې برخه نه ده اخیستې، پر دې سربېره چې دافغان ټاکنو نړیوالې څارونکې ډلې IRI د میلیونونو افغانانو د رایو نه کارولو اعتراف کړی دی، د مالیې وزیر ښاغلي عمر زاخېلوال هم ویلي دي چې په ټاکنو کې ټولو ۵ میلیونه افغانانو برخه اخیستې ده، په نوموړیو ۵ میلیونو کې درې میلیونو حامد کرزي او یو نیم میلیون ډاکټر  عبدالله ته رایې ورکړي دي.

که پورتنیو ارقامو ته ځیر شو نو د روانو ټاکنو یو بل کمزوری او مشروعیت ننګونکی فکتور هم لوڅوي، په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون رسنیو ته ویلي وو چې په داځل ټاکنو کې د عامو افغانانو ونډه د ۴۰٪ او ۵۰٪ په منځ کې وه، خو د زاخېلوال د ښوول شویو ارقامو له مخې نوموړې سلنه ۲۹ ته ټیټیږي، له بلې خوا که حامد کرزی نوموړې ټاکنې په ۳ میلیونو رایو وګټي، نو د پاته ۱۲ میلیونو افغانانو رایې به د چاملا تړي؟

له ۱۷ میلیونو څخه د ۱۲ هغو په رایو کې برخه نه اخېستنه له ځان سره یو لوی پیغام لري، دا  ملت ډېر عظیم او کسات اخیستونکی دی، تل یې د خپل او پردي ګوزارونه خوړلي دي، خو د ارزښتونو په لوبه کې یې ځان نه دی مات کړی، خپل ارزښتونه یې پاللي او ځکه خو یې په دې زهیر ځان بیا هم ددې وس ودرلود چې د خاموش او خودجوشه ملي پریکون په ترڅ کې ټاکنې تحریم کړي.

 افغان مهاجرین او ټاکنې!

زمونږ د هیواد څو میلیونه افغانان چې غټ شمېر یې په پاکستان او پاته یې په ایران او نورې نړۍ کې خواره پراته دي په ټاکنو کې له برخه اخیستنې محروم شول، تېر ځل ټاکنو کې ۶ لکه افغانانو په پاکستان او ۳ لکو په ایران کې برخه  اخیستې وه، دا  چې دا ځل ولې له خپل ملي حقه محروم کړای شول، دا په خپله یوه له ځوابه پاتې پوښتنه ده، خو بیا هم داسې فکر کیږي چې په بهر کې د مېشتو افغانانو رایې ښايي د هغه څه په خلاف وې چې په دولتي کړیو کې یې طمعه کېده، له یوې خوا هلته ازادو رسنیو ته د خلکو لاس رسی او له بلې خوا په تنقیدي انداز  د حالاتو شننې هغوی ته په ټاکنو کې د دقت او هوښیارۍ ځواک ورکړی وو، نو ځکه ددوی رایې د شته دولتي لید سره سر نه خوړ او په دې ډول له ټاکنو پاته شول.

کیدای شي چې مالي ستونزه  هم د  منلو وړ وي، خو دا  ځکه دومره قوي دلیل نه دی چې کېدای شوای مرسته کونکو په یوه قوي استدلال سره ورته تن ایښی وای.

 د قوي ګوندونو تشه!

دادې اته کلونه واوښتل، خو حالات د هغه اټکلونو سره بیخي په ضد کې دي چې زمونږ بیوروکراتانو ورته د لویدیز له لیده کتل، نه یوازې بهرني ځواکونه د پراخه وسله وال مقاومت سره مخ دي، بلکه دولت په داخل کې هم د پراخو مالي، اداري فسادونو، او د یوه قوي دولت لپاره د پخو بنسټونو د نشتوالي له ننګونو سره مخ دی، په دغو ننګونو کې یو هم د قوي ګوندونو هغه تشه ده چې د لویدیزې دیموکراسۍ لپاره بیخي د ژوند ماده ده، په  تېرو اتو کلونو کې هیڅ راز ګوند له قوي ولسي موقفه ډګر ته راونه وته، او نه ددې هڅه وشوه چې دلته دې داسې ګڼ ګوندیز سیستم تقویه شي چې په پایله کې یې د ولس اراده شعوري او اګاهانه بڼه واخلي، دلته د نظامي یرغل نه وروسته هرڅه په فردي انحصار کې پاته دي، او لومړنی فرد بیا هم د ډېرو په اند د پردو په انحصار کې دی.

په روانو ټاکنو کې که هر څو نوماندانو د ډېرو ښو کړنلارو ډنډورې غږولې او ریښتیا هم د ځینو کړنلارې په منطقي لحاظ د نورو په نسبت ډېرې غني او د پرمختګ پر دعوو ډکې وې، خو یوه پوښتنه چې په دې اړه ډېره منطقي ده هغه داده چې ایا بیا به هم د یوه قوي ګوند او قوي ټیم له لرلو پرته نوموړې دعوې د عمل بڼه واغوندي؟ کله چې په لوړه کچه ولسمشر د داسې ټیم له تشې سره مخ وي چې واحده ستراتیژي، موخې او رسالت تعقیب کړي نو د کړنلارو پلی کول به په کوم برید کې ریښتیني وي؟

که ریښتیا ووایو نو د تېرو اتو کلونو په ترڅ کې په لوړه کچه او په ځانګړې توګه په کابینه کې داسې وزیران پاتې شوي چې هر یو یې ځانته جلا ګوندي، ایډیالوژیکي، قومي او ژبنیزې اېجڼداوې لرلې، او له ډېرو کمو مواردو پرته په ټوله کې په دولتي سیستم کې د موخو او پالیسیو د تعقیب له پلوه کومه بریالۍ همغږي نه وه موجوده.

کېدای شي بهرنیان به زمونږ د هیواد لپاره همدغسې یو موقف په پام کې لري، د ګوند په نسبت فرد ژر او تر ډېره د هغوی په خدمت کې پاته کیدای شي.

ددې ټولو ستونزو په پام کې نیولو سره سړې ویلای شي چې اوسنۍ ټاکنې د ستونزو درمل نه شي کېدای بلکه خپله ستونزې زیږوي.

سایل صاحب وايي:

چې د وطن د ترقۍ بلا دعوې دي په کې

وطن د هغو کاغذونو په ډېران وده دی