وحیدالله مصلح
نن
نړۍ د امریکا د ناسمې پالیسۍ په پایله کې د بلا بې امنۍ او ورکاوي په تل کې ډوبه
ده، په لکونو انسانان د نفتو او صلیب په جګړو کې وسوځیدل، هیوادونه بې واکه شول،
دنګې او ښکلې ودانۍ او بنسټونه ړنګ شول، د خلکو غیرتونه او حماسې وداغل شوې، او د
ګوانتانامو، ابو غریب او بګرام زندانونو کمونیستي تعذیبونه وننګول، یوازې دانه
بلکه امریکا په منځني ختیځ کې د اسرایلي ناسور په ننګه او وده کې تر اسرایلو ډیره
مخلص پاتې شوه، د عربي دیکتاتورو دولتونو ملاتړ او د اسلامي حرکتونو د ډیرو
لومړنیو حقونو نه انکار ، په عربي او اسلامي امت کې امریکا نوره هم
کرغیړنه کړه.
په
عراق کې د امریکايي پوځونو حشر، په افغانستان کې بې موخې اوسرګردانه
پوځي مشن، او د همدې خونړيو پوځي بوختیدنو له زوره د امریکا لویدلي اقتصاد ته د
بنسټ ورکولو ژمنو اوباما ته ددې فرصت ورکړ چې د امریکا انتخابات وګټي، خو ایا
اوباما به ددې وړ وي چې امریکا بیرته خپل تیر ته ور وګرځوي؟ د امریکا تویه شوې
ویره، دبدبه او ابرو خوندي کړي؟ په عراق کې امریکايي ګټې راټولې او
وساتي؟ په افغانستان کې غلیم وځپي او دولت ځواکمن کړي؟ او
تر ټولو ډیره مهمه دا چې ایا د امریکا اقتصادي نظریاتي ماته به لږ تر لږه له مرګه
راستنه کړي او که نه؟
په
دا تازه خپرې شوې یوې سروې کې دا په ډاګه شوې چې بوش د امریکا په تاریخ کې تر ټولو
منفور ولسمشردی، له بوش نه نړیواله بې زاري او کرکه داسې حقیقت دی لکه د منتظر
زیدي غازیان بوټان، کله چې د بوش مغروره ککره د یوه مسلمان ګوزار ته ټیټیده نو نړۍ
او په ځانګړې توګه امریکايي ملت د تلویزیون په پردې د خپل کرکجن ولسمشر د ګرانښت
ګراف په منفي تلونو کې ړنګ لیده، د بوش لاسونه د یوه نفر او څو نفرو په وینو نه
بلکه د ملتونو په وینو سره دي، هغه تر نړیوالو جګړو وروسته نړۍ مذهبي جګړو ته ټیل
وهله، بوش د اندلس د تاریخ تکرار ته نوی پیل ورکړ، او پاپان یې د کلیسا پر پخواني
نقش راټول او متعهد کړل، دې د نفتو تږي د عربو او عجمو وینې وڅکلې، بوش یوه مسخه
شوې څیره ده هغه ریښتیا هم یو منفور انسان دی، د یوې بلې سروې له مخې چې امریکا غږ
اشنا راډیو پرې تبصره کوله او د نړۍ په ۲۳ امریکا دوستو
هیوادونو کې ترسره شوې، ښایي چې د ۲۰۰۲-۲۰۰۷ کلونو په ترڅ کې د امریکا محبوبیت ډیر
راغورځیدلی دی، تر ۷۰ سلنه ډیرو خلکو غوښتنه کړې چې امریکایان
باید له عراق او افغانستانه ووځي.
دادی
د بوش فرعونیت هم پای وموند، د جګړې هغه اور چې په افغانستان او عراق کې یې بل کړی
لاهم ډیر تود دی، ټوله سیمه د بې امنۍ او اطمینان نه شتون په تیارو کې ورکه ده، لا
هم د عراق او افغانستان جګړه بې شمیره انسانان د مرګ پر کومي تیروي، لاهم د
امریکاکسات سرشاره دی، لا هم د وینو او نفتو تنده نه ده ماته شوی، او لا
هم انساني عظمت، ملي خپلواکي، زمکنی بشپړتوب، او ديني ارزښتونه د صلیب
په تخته زانګي، هو! دې ټولو بد مرغیو ته د بوش ذلیل ضمیر اوګه او داد
ورکړی، اوس چې د بوش واکمني پای ته ورسیده او اوباما سپینې ماڼې ته په راتلو د
بدلون نغارې ډنګولې دي، تر ټولو مخکې باید دې دعوې ته مقدمه کیښودل
شي چې په افغانستان او عراق کې د بوش د پیل کړې جګړې ګټونکي
او بایلونکي څوک دي؟ امریکایان عراق ته د څه لپاره راغلي وو؟ هغه درنې درنې وسلې د
عراق په کومې سوړې ننوتې چې د لټې په پلمه یې امریکا خپل ناروا تیري ته مشروعیت
باښه او په لکونو عراقي وګړي یې ترې قرباني کړل؟ دا هغه پوښتنې دي چې بوش او دهغه
اداره ورته هيڅ وړ ځواب نه لري.
د
افغانستان لوبه هم دومره پیچلې ده چې ښایي د اوباما ځوان عقل ورته ګوته
په غاښ ونیسي، د عراق په پرتله دلته د امریکا ناکامي ډیره جوته ده، د بوش
ټارګيټونه دلته یو هم نه دی پوره شوی، نه القاعده له مینځه ولاړه، نه مقاومت
کمځواکی شو، نه د ولس حماسه د غربي او شرقي کلتور په ډرامو، سندرو او خرمستیو کې
ویلي شوه، نه دولت ټینګښت ومیند، نه اداري فساد له مینځه ولاړ، او نه
قانونیت او عدالت په خلکو سیوری خپور کړ، نو اوس وخت رارسیدلی چې په همدې تناظر
کې د معاصر جګړه مار د پیل کړې جګړې ګټونکي او بایلونکي معلوم کړای شي،
له شکه پرته امریکا جګړه بایللې ده، خو یو تریخ حقیقت مونږ لکه چې یوځل بیا ځپي،
دلته یوازې بایلونکی معلوم دی، خو د ګټونکي په اړه پرېکړه ډیره
ستونزمنه ده.
په
ټول انتخباتي کمپاین کې اوباما د بدلون (Change) فلسفه غږوله، له عراقه نیولې تر افغانستانه
او بیا د امریکا له بوش ځپلي اقتصادي رکوده نیولې تر اقتصادي ښیرازتیا پورې د
بدلون ژمنو اوباما د امریکا د سپینې ماڼۍ واکدارۍ ته ورساوه، یوازې واکداري نه
بلکه د امریکا په ولس کې یې بې سارې محبوبیت هم ومینده، هغه د مارتین لوتر کېنګ
یاد ژوندی کړ، او له نوموړي پورې امریکایانو خپلې ډیرې هیلې وتړلې، خو ایا اوباما
ریښتیا هم دومره ځواکمن دی چې امریکا وژغوري؟
دا
سمه ده چې اوباما یو ښه نطاق دی، هغه جذاب هم دی، او د امریکا ګټو ته وفادار هم،
خو که سپینه ووایو نو اوبه له ورښه اووښتي ښکاري، راتلونکې څو میاشتې
به دا سروې هم خپره کړي چې د اوباما په محبوبیت کې بې کچې ټیټوالی راغلی.
د
بوش پالیسۍ نړۍ جګړې ته ټیل وهلې او امریکا یې نابودۍ ته، هن ټنګټن چې کله د
تمدنونو د تصادم فلسفه غږوله او کتاب یې پرې لیکه نو هلته یې ددې یاده کړې وه چې
لویدیز به د زوال مسیر اخلي، هغه داهم ویلي وو چې تر لویدیز سقوط وروسته به نړۍ د
ځایی سترو ځواکونو په نفوذ کې لویږي، خو د هغه په دغو ټولو ځايي تمدنونو کې د
اسلام نوغی نشته، په همدې توګه د بوش ادارې د سترې محکمې قاضي رابرټ جیکسن، وايي
چې د کوم شاليد په بنسټ چې مونږ د مدعا عليهان (مسلمانو ملتونو) په خلاف فيصله کوو دهمدغې شاليد په بنسټ به تاريخ سبا زمونږ په
اړه پريکړه کوي، که مونږ دغه مدعا عليهان د زهرو پيا لو په څښلو مجبوروو نو يو
وخت به مونږ هم د زهرو له دغى پيالې ګوټ کوو.
هو!
تاریخ پریکړه کړې، امریکا باید د زهرو ګوټ وکړي، او هغوی باید په خپل
تاوده کړي اور کې وسوځیږي.
د
نړۍ په اوسني ناندریز تناظر کې د اوباما مهره خلکو ته د بدلون مظهر ښکاري، خو ایا
هغه به په بهر او دننه کې د امریکا ستراتیژۍ ته تغیر ورکړي؟ د ډیری شنونکو په اند
اوباما مجبور دی چې د غیر مریی ځواکونو جوړه کړې ستراتیژي یوازې د تاکتیکونو په
بدلولو سره پر مخ یوسي، اوباما ته اوس مهال څو غټې نړیوالې ستونزې په مخ کې پرتې
دي:
کله
چې اوباما انتخاباتي کمپاین چلاوه، نو په ترڅ کې یې افغانستان ته سفر وکړ، نوموړی
د سفر په ترڅ کې تر ټولو لومړی د افغانستان ختیز ولایت ننګرهار ته ولاړه، هغه مهال
د اوباما له سفره دا اخیستل کیدل چې ورته افغانستان په لومړیتوبونو کې قرار لري او
له بلې خوا داسې انګیرل کیده چې د اوباما دا سفر د پاکستان لپاره سره
اشاره ده، او کیدای شي اوباما په سیمه کې د القاعده او طالبانو پر ضد د پاکستاني
حریم دننه هم پر عملیاتو صرفه ونه کړي.
د
شنونکو له انده د افغانستان دولت ځواکمنول د بوش دولت لپاره کومه ستراتیژیکه موخه
نه وه، بلکه امریکايي پوځونه دلته یوازې د القاعده او طالبانو د ړنګولو پسې
سرګردانه وو، له بلې خوا د عراق تر جګړې وروسته دا ثابته شوه چې د عراق د څو کلونو
جګړه اییز لګښتونه په افغانستان کې د څو میاشتو سره برابر وو، د جګړې دغسې حالت
اوباما مجبوروي چې افغانستان کې د تاکتیک په بدلولو سره د جګړې رخ ته تغیر ورکړي،
په دې ترڅ کې به اوباما له عراقه را ایستونکي پوځونه افغانستان ته رالیږي، او دلته
به د ګورباچف د واکدارۍ د لومړیو کلونو تجربه تکراروي، ګورباچف هم د واک په لومړيو
مهالونو کې د دفاع وزارت ته ویلي وو چې له ۱-۲ کلونو پورې د
افغانستان نظامي حل راوباسي، خو کله چې ستړی او له پوځي حله نهیلی شو نو یې د مهرې
په بدلولو سره د نجیب ملي پخلاینې مبتذل نوښت په کار واچاوه، د لته هم د سیاسي
تاریخ دا لنډه تیره لوبه بیا تکرار اخلي.
له
بلې خوا څیړونکي اټکل کوي چې د جمهوري غوښتونکو په تللو سره به د کرزي وخت هم پوره
کیږي، کیدای شي په راتلونکو انتخاباتو کې د افغانستان په دولتي مشرۍ داسې څوک د
انتخاباتو له لیارې وتپل شي چې دیموکراتانو ته منلی وي، په دې لړ کې د څو کسانو
نومونه اخیستل کیږي چې په سر کې یې د علي احمد جلالي، اشرف غني احمدزی، او همداراز
اسحق ګیلاني نومونه راځي، دغسې وړاندوینه ښايي د کرزي اوسمهالې خبرې قوي کړي،
نوموړي په لویې پکتیا کې د ډاکټر بلال پر کور د امریکایانو تر برید وروسته د
شهیدانو فاتحې ته په وینا کې په هغه صورت کې چې که خارجیان د کرزي خبره ونه مني نو
یې د لویې جرګې د راغوښتلو او ورڅخه د خارجیانو د ویستلو د پریکړې خبره وکړه، دغه
راز خبرې ددې اشارې ورکوي چې کرزی نور دیموکراتانو ته منلی نه دی، له بلې خوا د
ناټو سرمنشي شیفر هم د کرزي دولت غندلی او په اداري بې کفایتۍ یې تورن کړی، د هغه
د وینا له مخې د افغانستان د ناکامۍ ۵۰ سلنه پړه د دولت په غاړه
ده، همداراز دیموکراتان دا هم وايي چې کرزی باید نور تقاعد ته غاړه
کیږدي، دا ټولې خبرې په افغانستان کې د دیمکراتانو کاندید ته زمینه او فرصت
برابروي، قوي اټکل همدا دی چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر به د یموکراتانو د طبعې
سړی وي.
د
عراق په اړه د امریکا ستراتیژي دقیقه وه، پر عراق د مشر بوش د نوییمې لسیزې تر
بریدونو نیولې بیا تر د کشر بوش عراق نیونې پورې د ستراتیژۍ محور دا وو چې اسراییل
باید مصئون شي، عراق د لکونو پوځونو او نسبتاً ښو وسلو په لرلو سره هر مهال کیدای
شوای داسرایلو لپاره ګواښ جوړ کړي، په همدې ترتیب د عراق نفت او د امریکا وږې
سترګې ددې جګړې بل لامل وو، نو د همدې لپاره بغداد باید سقوط کړای وای، پوځونه یې
مات شوي وای، او هلته د یو امریکا یی ټیپه دولت په جوړولو سره د اسراییلو مصئونیت
تضمین کړای شي.
هو!
دا هرڅه وشول، خو دا بیا د تکتیک د توپیر خبره وه چې هلته امریکایي پوځونه د تل
لپاره پاتې شي او که نه؟ همدغه توپیر د مهالنیو امریکايي ګټو په تناظر کې امریکايي
موقف بدلوي رابدلوي، په دې مانا چې مهمه دا نه ده چې هلته دی امریکايي پوځونه د تل
لپاره پاتې شي، او بیا په داسې یوه حالت کې چې پر ضد یې مقاومت پراخه او ولسي بڼه
ولري، مهمه داده چې هلته امریکايي موخې ترلاسه او خوندي شي، پر عراق د برید وروسته
له یوې خوا اسراییل خوندي شوي، او په عین حالت کې نفت د امریکاکاسه کې
توییږي، نو ځکه امریکا ته دا نوره راښکونې نه ده چې حتماً دې هلته پاتې شي، هغوی د
عربي جزیرې او فارس خلیج په حساسو نقطو له مخکې مسلط دي، او دغه ناندریزه او
لګښتیزه جګړه نوره د امریکا په ګټه نه ده، له همدې امله اوباما د بدلون خبره کوله،
دغه بدلون د ستراتیژۍ په نسبت تکتیکي بڼه لري، خو په هر ترتیب همدې
موقف نیونې اوباما ته شهرت او سیاسي قوت ورکړ.
د
بوش د ادراې بیړني پلان چې سني قبایل یې د مقاومت په مخ کې ودرول، د لنډ مهال
لپاره د بوش پوځي مشن ته امریکايي مشروعیت ورکړ، بوش هم له عراق نه د
پوځونو د ویستلو په خوا کې وو، خو توپیر یوازې د تکتیکي عمل وه، بوش تر ۲۰۱۱ پورې د امریکايي پوځونو د ویستلو پر خوا وو خو، اوباما ښايي په لږ توپیر
سره یانی په لنډه موده کې امریکايي پوځونه له عراقه وباسي.
د
منځني ختیز لپاره د امریکاپه ستراتیژۍ کې ښايي هیڅ بدلون رانه شي، په امریکا کې د
انتخاباتو پر پایلو یهودان پریکنده اغیز لري، هغوی په دې پوهیږي چې څنګه په امریکا
کې د دولت پالیسي له اسرايیلي تضاده واړوي، هغوی په دې اړه له هر راز چالونو کار
اخلي، دغو چالونو تر جمهوري غوښتونکو ډیر دیموکراتان بد ځپلي دي، کله چې کلنټن پر
مونیکا د جنسي تیري له امله محاکمې ته راکش کړای شو، د شنونکو له انده په امریکا
کې د یهودانو لابي ددې پیښې تر شاکار کاوه، په هغه مهال د فلسطین په
اړه د کلنټن میلان د اسرایلو خوا بده کړې وه، او په دې ډول یې دیموکرات ولسمشر ته
غوږونه ورتاو کړل! ځکه نو دیموکراتان په منځني ختیز کې د اسرایلو پر نقش تر هر چا
ډیر ښه پوهیږي، په مجموع کې د امریکا هر دولت باید د ستراتیژۍ په جوړولو کې د
اسرایلو مصئونیت ته مرکزي ځای ورکړي، د اسرایلو مصئونیت په امریکايي او اسراييلي
تعبیر کې د فلسطیني ولس پرله پسې ځپل، وژل او د هلوکاسټ تکرار دی، اوباما مجبور دی
چې همدغه ستراتیژي پلی کړي.
له
بلې خوا د امریکا نه بدلیدونکې پالیسۍ له مخې باید په اسلامي نړۍ کې د اسلامپالو
مخه په کلکه ونیول شي، هغوی په دې لیار کې په خپلې دیموکراسۍ هم ډیر پلا
راوګرځیدل، په مصر،فلسطین، او نورو هیوادونو کې په اسلامي حرکتونو زمکه سره ده، او
پر مشروع او روا سیاسي کارونو او ګوندونو یې بندیزونه لګیدلي دي، د بیلګې په
توګه د مصر په تیرو انتخاباتو کې اخوان المسلمین خپل دولس زره کاندیدان
درلودل، خو له دې ټولې شمیرې څخه یواز ې د شلو په شاوخوا کې کاندیدانو
ته په انتخاباتو کې د ګډون اهلیت ورکول شو، په فلسطین کې
حماس انتخابات وګټل او حکومت یې هم جوړ کړ، خو امریکااو ټول لویدیز یوازې په دې
نوم چې اسلام پالي دي او اسراییل په رسمیت نه پیژني د بلا محدودیتونو سره مخ کړ،
دا اوسنی ناتار یې بیخي بوږنونکې بیلګه ده، په په ټولو هیوادونو کې خو په ځانګړې
توګه د منځني ختیز لپاره امریکا د اسلامپالو پر ضد ستراتیژي لري،
اړونده دولتونه په شا ټپوي، له دغه راز کارونو یې ملاتړ کوي او په دې ترتیب
اسلامپالي ودې او دولتدارۍ ته نه پریږدي.
اوباما په داسې حال کې انتخابات وګټل چې د خارجي پالیسۍ تر څنګ یې په دننه د اقتصاد د رغولو ژمنې خلکو ته ورکولې، شنونکي په دې اند دي چې د اوباما د انتخاباتو په ګټلو کې تر نیمايي ډیر د هغه اقتصادي موقف نیونې رول درلود، خو اوباما هم په دې متیقن دی چې په لنډ مهال کې د امریکا اقتصاد نه شي رغول کیدای، په دې لړ کې هغه د اقتصادي کارپوهانو سره مجلسونه وکړل او ورڅخه یې د سمې اقتصادي ستراتیژۍ په جوړولو کې مرسته وغوښته، خو اټکل دا دی چې د امریکا اقتصاد ښايي په ډیر اوږده مهال کې هم بیا په پښو ونه دریږي، د افغانستان او عراق جګړې دغه اقتصادي رکود نور هم ځپي، او امریکا د خپلو غلطو پالیسیو ناغه په ډیرې بدې بڼې پرې کوي.
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.