• مجموعي کتنې: 144799

د روانې جګړې څو حقيقتونه!

382 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

د روانې جګړې څو حقيقتونه!

ډاكټر وحيدالله مصلح

سره له دې چې امريكا د افغانستان په جګړه كې د خپل ملت ملاتړ ورځ تر بلې په ټيټيدو ويني، بيا هم د ديموكراسۍ دغه سرلارى هېواد د نړيوال انانيت په خومار كې د افغان په سيمه د وينو لوبه ډېره په قمار لوبوي، دلته ددوى عسكر د يوې نامعلومې اوږدې جګړې په تل كې څومره په ارزانه سرونه بېلي؟ هغه چې د ګټې روخ دلته هيڅكله بهرنيانو له افغان مقاومته نه دى وړى خو بيا هم د جګړه ايز فرهنګ دغه سركشه فكر دې حقيقت ته غاړه نه ږدي چې مونږ يې هم له افغانه نه شو وړلاى! او ښايي علت به يې  دا وي چې امريكا به دا دځان لپاره سپكه بولي چې دې د يوه مادي وروسته پاتي او غريب ملته د ماتې پېغور خپل تاريخ ته خوندي كړي. د انګليس ماته خو د يو څه لېرې تاريخ برخه ده، دا پرون چې زمونږ همدې نسل شوروي ته ماته وركړه ايا د امريكا غرورله همغه كمونيستي نړۍ نيونې او نه ماتېدونكي سياسته ډېر ورپورته دى چې ګورباچوف يې اوښكو تويولو ته كېناوه او په ډېرې خاكسارۍ يې د ژنيو تړون ته راښكه.

 نوې سروې څه وايي؟

په امريكا كې د ډېرى عادي خلكو عقلونه چې حالات ارزوي او د ساعت عقربه د خپلې ګټې په مقابل رُخ كې ويني نو په هر پلا نظر پوښتنې كې د خپلو نازولو د سر خير ته روانه جګړه غندي راځئ له روانې جګړې سره د امريكا د عام ولس د ملاتړ احصايه د همغوى د ورځپاڼو په مټ ولولو، (د واشنګټن پوسټ او( اى بى سى نيوز) يوه نوې سروې ښيي چې يو ځل بيا اكثره امريكايان له دغې جګړې سره مخالف دي. د سروې په سلو كې 52 ګډون والو ويلي، چې د غه شخړه په جنګېدو نه ارزي. دغه سروې ښيي چې امريكايانو هغسې چې په تېر ډيسمبر كې يې د افغانستان د جګړې په اړه د اوباما د نوې ستراتيژۍ ملاتړ كړى وو، نور نو ملاتړ نه كوي. (دا يوازې امريكا نه ده بلكه زمونږ په هيواد خو هغه د دويمې نړيوالې جګړې ماته خوړلي جرمني هم سترګې سرې كړي او يوه بې مهاره جګړه څومره په بې دردۍ پر مخ وړي هلته هم دولت له همدغسې يوې ناخوښۍ سره دى، په دې اړه ټايمز ورځپاڼه ليكي، (چې وروستۍ نظر پوښتنې ښيي، چې په سلو كې62 جرمنيان په افغانستان كې د خپلو پنځو زروعسكرو د ماموريت مخالف دي).

 په پاى كې به امريكا ځانته وي!

امريكا بايد دا حقيقت درك كړي چې د امريكا د روانې كړې جګړې  بار تر ډېره اروپايان او د سيمې هيوادونه ورسره نه شي وړلاى، ښايي د هغه زبردستۍ دوران هم پاى ته رسېدلاى وي چې بوش به ويل: يا له مونږ سره شئ او يا زمونږ له دښمن سره روانه جګړه  داروپا لپاره يوه بې ګټې جګړه ده هغوى چې پر اقتصاد ايمان لري، په يوې تاواني جګړه كې له امريكا سره تر پايه نه شي درېدلاى.
همدا لامل دى چې په نړيواله او سيمه ايزه كچه امريكا ډېره ځانته شوې، له جګړې د اروپايانو د چټك شاګرڅ له امله امريكا اړ شوې چې د هغوى د كمي پوره كولو لپاره هڅې ګړندۍ كړي په دې لړ كې د هغو اروپايي ښوونكو تشې د يادولو وړ دي چې هيوادونو يې نور د افغانستان له مسئلې سره زړه راښكون او ماموريت پاى ته ورساوه، اوس يې امريكا د تشې ډكولو په موخه د ملي پوليسو او اردو د روزنې لپاره د اضافي ښوونكو د لېږلو پرېكړه كړې ده.  په دې اړه نيويارك ټايمز ورځپاڼه ليكي: (د امريكا دفاع وزير رابرت ګيټس هدايت وركړى، چې د افغانستان د امنيتي ځواكونو د روزنې په مقصد د موقتي چارې په توګه، نور850 تنه پوځي روزونكي واستوي. ورځپاڼه د امريكايي چارواكو په حواله ليكي: (رابرت ګيټس ځكه دا پريكړه كړې، تر څو هغه كمښت پوره كړي چې د اروپايي هېوادونو يا متحدينو د روزونكو له امله رامنځ ته شوي دي).

 وخت له مونږ سره دى!

ددې جګړې د خطر ژوره خو له دې هم معلومېداى شي چې د امريكا د مركزي قوماندې مشر جنرال پېترويس په خپله پرې اعتراف ته اړشوى، خو سړې دېته حيرانيږي چې امريكا سره له دې چې اعترافونه كوي خو بيا هم له مقاومت سره خبرو ته دوه زړې معامله كوي، دا دوه ګونيتوب ښايي د هغه كاذبې خوشبينۍ پايله وي چې هغوى يې د جګړې د ګټې په اړه لري په هر صورت واشنګټن پوسټ په يوې ګڼې كې ليكلي دي چې: (د جنرال پيټرويس په وينا دا مثال د بهرنيو په وړاندې د افغانانو هغه نصيحت ته ورته ده چې خارجيانو ته وايي، له تاسو سره ساعت دى ټك ټك كوي او له موږ سره وخت دى) او دا يوه غټه ريښتينۍ ده.

يادونه:

نوموړې ليکنه په جون ۲۰۱۰ کې ملي اصلاح اونيزې ته ليکل شوې وه.