ډاکټر وحیدالله مصلح
خپلواک ملتونه خپل
بندیان خپله محاکمه کوي، خو زمونږ کیسه بیا بل ډول ده، افغانستان هم یو
اساسي قانون لري چې د ۲۸ مادې له مخې یې باید افغان بندیان د هیواد دننه محاکمه
شي، کلونه مخکې زمونږ تاج محمدخان وردک په خپلو مبارکو لاسونو یو کوچنی
افغان امریکايي ځواکونو ته وسپاره، ۷ کاله وروسته بیا هم دا یوازې یوه پوښتنه او
غوښتنه ده چې زمونږ افغان ماشوم ولې بندي دی؟ امریکايي قاضیان د هغه په اړه
د شواهدو په نشتوالي اعتراف کوي، خو زمونږ دولت نه یوازې چې بهرنیانو ته د
بندي د سپارلو ګناه کړې اوس یې د بیا غوښتلو جرائت هم نه لري.
محمد جواد له ۷ کلونو
راهیسې د ګوانتانامو په زندان کې بې سرنوشته پروت دی، هغه د ۱۲ کلونو وو چې پر
امریکایانو د لاسي بم غورځولو په تور د افغان ځواکونو له خوا ونیول شو، هغه وروسته
بیا امریکایانو ته وسپارل شو، نوموړي د ۲۰۰۲ کال راهیسې یو کال په بګرام او پاتې کلونه
په ګوانتانامو کې تیر کړي.
جواد یوازې د تورونو پر
بنسټ نیول شوی، امریکایان یې پر ضد هیڅ راز شواهدنه لري، د هغوی طبعیت له
جبر او قهره زیږیدلی، داسې چې له عذابه یې کوچنیان هم خوندي نه دي، د امریکا
د جنایي محکمې قاضي الین سیګل هوو د وینا له مخې دغه ماشوم افغان ته ګڼې غیر
قانوني شکنجې ورکول شوي دي، کله چې سړی د ګوانتامو او بګرام شکنجو ته ګوري نو
انګیري چې دغه ماشوم افغان به په فیزیکي او مانوي توګه څومره نیمګړی شوی وي؟
کله چې مهذب تعذیبونکي! زندانیان د څو ورځو په ترڅ کې په سلګونو پلا په اوبو کې
غرقوي او د مرګ پر ویروونکي احساس یې هر ځل وژني، کله چې له ژباړونکو او عسکرو
نیولې تر ښځینه او نارینه بندیانو د کتلوي جنسي تیریو ښکار وي، او کله چې د سټالین
او بیریا د دورې شکنجې د اشرارو پر ځای ترهګر ځپي نو زما کوچني افغان به د
تاج محمد وردک د غدارۍ څومره درنه سزا ګاللي وي!
ښاغلی اوباما! ستا په
زندان کې داسې یو کوچنی افغان هم شته، چې ستا د ملت د کوچنیانو په څېر یې ښه ژوند،
ناز، او د ژوند لومړنیو اسانتیاو ته اړتیا درلوده، خو ستا بدرنګې دیموکراسۍ نوموړی
له دې ټولو محروم کړی، هغه اوس ستا د متمدنو لښکرو د تعذیب په سیوري کې نزدې زلمی
کیږي!
ښاغلی ولسمشر! ته خبر یې!
چې د کوچني جواد مور په رواني رنځ اخته شوې، هغه لیونۍ شوې، او ښايي کله چې
ستاسو د عذاب په اور کې زلمی شوی جواد د خپلې سوځېدلې ځوانۍ په منګ کې کورته
لاړ شي نو مور به یې ونه پیژني!
دا دیموکراسي دې د لویدیز په فکري او مادي مرګ تمامه شي دې خوله مونږه زمونږ تر ماشومانو ټول ارزښتونه واخیستل.
تاریخ
څومره ډېر تکراریږي!
کله چې اسلامي اندلس د
خپلو خلفو د عیاشیو او ولسي خمار او ویدیدنې ټولنیزه ناغه ورکوله، نو وروستي پاچا
عبدالله په خپلو کرغېړنو لاسونو د غرناطې پرتم د صلیبي لښکر په پښو کې غورځاوه،
هلته که له یوې خوا د غرناطې له ستر میناره د هلال بېرغ راړنګېده، نو له بلې خوا د
اندلس په کوڅو کې د مستورو پېغلو د عصمت لوټ، بېساريو کتلوي وژنو، د کلیسا په
محکمو کې د تاریخ بدنامو تعذیبونو او په پای کې داسې بدمرغو جبري کډوالیو د اندلس
مسلمانانو ته مخه کړه چې په ترڅ کې یې په لسګونو زره کوچنیان د کلیسا
ګناهګارو پاپانو ته وقف شول، هغوی د کلیسا دننه د تاریخ داسې جبري بندونه وزغمل چې
په اوږدو کې یې ټول د کاږه عیسوي دین راهبان شول، او په دې ډول اندلس له خپل پرون
نه وشکېده.
دا ټولې بې ننګۍ د صلیب
پروني تاریخ ته خوندي دي، خو خبره په پرون کې نه ده ایساره، که د کلیسا پرونۍ کیسې
له دې ټولو بې ننګیو ډکې دي، نو نن یې هم پر پرونیو پلونو تګ ته قدمونه ګړندي دي،
نن د لویدیز ټول تمدن د کلیسا یو نامریي کردار تر سره کوي، د انسان غونی زیږیږي
کله چې د بشر له سترګو پټ د هغو بندونو کیسې اوري چې د سیا چارواکو د نړۍ په
مختلفو سیمو کې جوړ کړي دي،د کابل او بغداد نه نیولې د اروپا په پرمختللېو
هیوادونو کې دغسې په سلګونو پټ تعذیبځایونه شته چې په کې ډېر مسلمانان له محکمو
پرته تعذیبیږي.
هو نن هم د کلونو
ګناهکارو طغیاني څپو امت د صلیب پر درشل ورغوزولی، او نن هم د ګوانتانامو، بګرام
او ابوغریب تعذیبونو نړۍ د کلیسا د تعذیب دور ته ستنه کړې.
بې
هدفه ستړې ستړې رسنۍ!
رسنۍ
د ملتونو د لوریو په اړولو کې خپل مثبت او منفي رول تر سره کوي، د لویدیز رسنۍ
ټولې متعهدې دي، او ځانګړې موخې تعقیبوي، په ایران کې د ندا له وژنې ښایسته ډېره
موده تیره شوې خو اوس یې هم په اړه لیکنې او انځوران لکه تود خبر د لویدیز په
رسنیو کې ځای لري! خو که مروه مړه شوه نو پېښه دومره وړه کړای شوه چې د رسنیو په
حاشیو کې هم په ډېرې سختۍ میندل کیږي.
زمونږ په هیواد کې هم ډېری رسنۍ د پردو په پانګونو بوختې دي ټوله شپه او ورځ پردی کلتور، نڅا، سانسور شوي او تو جیه شوي لانډه خبرونه خپروي، دوی نه له خپل اصالته خبر دي، نه له تاریخ سره پیوند لري، نه ددین په کیسه کې دي او نه د ملت ارزښتونه پیژني، کله چې زمونږ یو کوچنی افغان او دده په څیر ډیر نور کوچنیان د بهرنیانو په زندانونو کې بې سرنوشته پراته وي نو ددوی نشه شوي او خمارې رسنۍ یې په رانیولو کې بې واکه وي. خو کله چې بیا عبدالرحمن مرتدیږي، او کله چې نبي علیه السلام او دین ته د سپکاوي په تور ځینې شریر عناصر محاکمه کیږي نو د رسنیو دوربینونه او عقلونه ټول د لویدیز د ارزښتونو له لیده موضوع دومره شاربي چې غلامانه او ړانده تقلید ته یې د لویدیز رسنۍ هم حیرانې پاتې وي.
يادونه:
دا ليکنه په ۲۰۰۹ اګست کې ملي اصلاح اونيزې ته ليکل شوې وه.
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.