• مجموعي کتنې: 144703

امريکا ته د حامد کرزي سفر، لاسته راوړنې څه وې؟

384 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

امريکا ته د حامد کرزي سفر، لاسته راوړنې څه وې؟

وحيدالله مصلح

له يوه لنډ ناندريز شاليد په تعقيب همدغسې يوه شانداره بدرګه د لويديز په رسنيو کې د څو ورځو لپاره د متن برخه وه او لا تر دې دمه پرې تاوده بحثونه کيږي.  امريکا ته د کرزي وروستی سفر يو له هغو وو چې رسنيو پرې خبرونه جوړ کړل خو لاسته راوړنې يې همغسې ناجوړه پاته دي، که واشنګټن پوسټ، نيويارک ټايمز، او نورو دغه سفر ته هوا ورکوله او ولسمشر ته يې د پروټوکول ورکولو ډېرې جزيي برخې هم له رسولو نه پرېښودې خو له بلې خوا کريسچين مانېټور بيا هم همغه نغاره ډنګوله چې اوباما بايد له کرزي نه د استعفی غوښتنه وکړي…

وروستی سفر نسبت دې ته چې نوې ژمنې دې ورسره ملې وي تر ډېره يې تشريفاتي بڼه درلوده، داسې چې اوباما او کرزي دواړو کوښښ کاوه چې خپل وروستي موقفونه پرې ورغوي… دې پوښتنې ته لا تر اوسه هم غوڅ ځواب نه شته چې د سفر عيني او حقيقي لاسته راوړنې څه دي؟ ایا له مقاومت سره د خبرو اترو پر افغاني اډانې کوم توافق رامنځته شو که نه؟ د افغان وژنې پر تکرار او بد تکرار د بنديز کومه ژمنه وشوه او که خبره همغسې يوه سطحي او د امکان تر بريده مخنيوي ته پاته شوه؟ د بيا رغونې ژمنې په کوم حد کې دي او بسپنې به د بهرنيو شرکتونو پر ځای د افغاني کانالونو له لارې مصرف شي که نه؟ دا او دېته ورته ډېرې پوښتنې بيا هم بې ځوابه دي.

 کرزي ته لوړ پروټوکول…

کرزی په امريکا کې ښه بدرګه شو، او دا ددې په خاطر چې له اوباما سره راښکېل کرزی د امريکا د ګټو پر خلاف دی، دغه ناندرۍ د هغه چنو يوه برخه وه چې کرزي له همدغې امريکا د زده کړې په مټ ورسره دوستانه کشتي نيولې وه، کرزی په دې لوبه پوهېده او په پوره مهارت يې ولوبوله، تر ناندريو وروسته پخلاينه هغه چې درېمګړي ته يې هم اړتيا ونه موندله، د دواړو امريکا او کرزي په ګټه وه، ځکه دواړو يو بل ته اړتيا درلوده.. هغه څه چې روښانه دي هغه دا دي چې په هيواد کې يو داسې کرزی چې هم په خپل هېواد کې کمزوری موقف لري، هم يې په نړيواله کچه مشروعيت تر ګواښ لاندی وي او هم په جګړه کې د راښکيل دولت مشري کوي هيڅکله امريکاته په ګټه نه دی. امريکا دا هر څه درک کړي دي او په داسې حال کې چې بل بديل هم نه لري نو له نا چارې يې د يو جالب شاليد په جوړولو خبره تر دې حده ورسوله چې بالاخره امريکا له کرزي هومره شانداره بدرګه وکړه…

 د موقف اعاده بنسټيزه مسئله

ايا دا ټول تشريفات يوازې ددې لپاره وو چې پخوانۍ ناندرۍ او خپګان پرې له منځه يووړل شي، که تر شا يې نورې کيسې هم شته؟ هلته چې دا انګېرنه بيخي معقوله بريښي چې تېرې ناندرۍ او په تعقيب يې دغسې له دوستۍ، او مينې ډک سفر د يوې بلې کيسې غمازي کوي، هغه داچې امريکا د خپل شريک دومره ټيټ کړی موقف راپورته کول غواړي، او دا ځکه چې په نړيواله او سيمه ايزه کچه د دوستانو د کمېدو او له جګړې سره د شريکانو د زړه راښکون د لږېدو له امله يوه خپه او له ټيټ موقفه درېدلی کرزی ددوی په ګټه نه دی … نو ځکه امريکا د کرزي د موقف د بيا اعادې په خاطر ټول هغه اړين ترتيبات په پام کې ونيول چې د يوه معزز ولسمشر لپاره يې سپينه ماڼۍ په پام کې نيسي. هو که چېرې داسې نه وای شوې نو ددې بدې اغېزې د سولې په راتلونکې مشورتي جرګې کې په توګه ښه را څرګندېدای شوې. او امريکا ددې بدانجام په پايلو ښه پوهيږي.

 خو پټه معامله بله ده!

امريکا ته د کرزي د سفر په پيليزه کې اوباما خپلو سلاکارانو ته ويلي وو چې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په عام محضر کې په ډېر احترام چلند وکړئ!

د اوباما دغه له معناو ډکه جمله په ځان کې د پټو ناندريو د بقا  خبره راپورته کوي. ښايي دا يوازې د رسنيو دوربينونو ته يوه جوړه شوې لوبه وي چې د کرزي او اوباما تر منځ تودې پالنې انعکاس کوي او تر شا يې هغه  څه چې امريکا يې په تېرو نهو کلونو کې په لاسته راوړلو نه ده توانېدلې، کرزې په کې پړ ګڼی او ورڅخه همغسې د چټکو کړنو غوښتنه کوي خو توپير به يوازې په دې کې وی چې پخوانۍ غوښتنې په وازکومي او په جار وې او اوس به د پټو درواز شاته خبره راغبرګيږي.

د شنونکو په اند اوباما لا تر اوسه هم د کرزي په اړه بې اعتماده دی، امريکا نسبت دېته چې په روانه جګړه کې کرزی د جګړې د مشر په توګه وبولی ډېری يې د منځګړي په توګه انګيري، نو ځکه د اوباما اعتماد پر کرزي ټکنی دی، په همدې لړ کې بي بي سي اردو برخې د يوه تحليل په ترڅ کې په امريکا کې د هيلري کلنټن او حامد کرزي تر خبرو اترو وروسته دا خبره راواخېسته چې  د دوی د خبرواترو سره سره د امريکا او افغانستان تر منځ اړيکې انتهايي ناراضه دي او پر ولسمشر کرزي د امريکا د ولسمشر اعتبار په قطعي توګه ختم شوی دی.

په دې لړ کې يوه بله د تامل خبره دا ده چې د اوباما او کرزي د ګډ مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې ټولې هغه نښې په خپل ځای وې کومې چې د يوه بېواکه ملت د مشر په استازيتوب يې يو ولسمشر لري، ښاغلي کرزي چې اوباما ته د رسنيو د دوربينونو په مخ کې لوړه کوله او د مرستو د محتاط استعمال په سر يې ورته يو ډېر خاکسار تعهد ورسپاره دا نو يوه بله ټيټه معامله وه…

 لاسته راوړنې څه وې؟

تر ټولو مهمه لاسته راوړنه چې تمه يې کېده دا وه چې ښايي اوباما به له مقاومت سره د روغې جوړې په اړه يو ښه موقف ونيسي، خو خبره همغسې بې پايلې او تشريفاتو کې ورکه پاته شوه، اصلاً د کرزي سفر پرته له دې چې دی د يوه قوي شريک په توګه مطرح شي، موقف يې اعاده شي نور هيڅ لاسته راوړنه ورسره  نه وه.  کومې ژمنې چې تر سره شوې هغه بيخي تکراري وې او کومه نوې خبره مخې ته رانغله. له بلې خوا د مقاومت سره د روغې جوړې په سر د هوکړې هيله متوقع وه،  خو خبره همغه د تېر په څېر يوازې د ټيټې سطحې د پخلا کولو او اخېستلو او د سختې جګړې په تعقيب سولې ته د مقاومت د کېنولو پر ستراتيژۍ د تاکيد وه، ښايي اوباما به لومړی خپل بخت د جګړې په ډګر ازمويي او کله چې ستړی شي نو بيا به د حقيقت په مورګه راتاو او سولې ته به د ګورباچف سياست بېلګه کړي. سره له دې چې همدا اوس اوباما د کرزي د سفر په اوږدو کې ددې اعتراف جرات کوي چې جګړه د ستونزې حتمي حل نه دی او په پای کې به بيا هم سياسي تصفيه تر سره کيږي، خو حيرانتيا دا ده چې ولې مسئلې ته بنسټيز حل نه لټوي؟

 سوله د ايران په تاوان ده!

په افغانستان کې له طالبانو سره سوله د ايران په تاوان ده، دا تاوان په ملي او مذهبي دواړو کچو د اندازې وړ دی، يو مذهبي نشنليست ايران به د دې زغم ونه لري چې په سني هويته افغانستان کې دې د شيعه دغه له خپله حجمه څو چنده ډېر غټ شوی مذهبي اقليت او لاسته راوړنه هغه چې د قم له مدرسې سره سيالې مدرسې يې هم د کابل زړه رانه نيولی او هم يې د افغانستان د هويت د متاثره کولو په خاطر د غټو ښارونو د شيعه کولو  هڅې له چا پټې نه دي، ايا دا هر څه به د يوه پخلا شوي سني طالب په شتون کې خوندي پاته شي؟ ايران دا هر  څه دومره په اسانه له لاسه نه شي ورکولای له همدې امله ده چې جينز اينټلجنس په دې اړه ليکلي دي: دا چې د افغانستان په سياسي نظام کې د طالبانو د شاملولو هلې ځلې روانې دي، دا په افغانستان کې د ايران اجنډا ته قوی ګواښ دی… تهران په افغانستان کې يوه دوست حکومت ته ترجيح ورکوي، چې په يوه او بل ډول ممکن د ايران فرهنګي نفوذ وساتي.

يادونه:

نوموړې ليکنه قافله مياشتنۍ ته په  ۱۳۸۹ ثور کې ليکل شوې وه.