وحيدالله مصلح
د زمري
په نهه ويشتمه داسې ډنډوره ټاكنې وشوې چې ښايي د هيوادونو په تاريخ كې په لومړى
ځل دومره ټيټه كچه خلكو برخه اخيستې وي، هغه ارقام چې خپله دولت يې وړاندې
كوي له 17 څخه5 ميليونو په شاوخواكې خلكو په ټاكنو كې برخه اخيستې وه، په دوى كې
نزدې يونيم ميليون رايې حامد كرزي او عبدالله ته په جعليتوب كوټه شوې، پاته رايې د
حامد كرزي او عبدالله تر منځ ويشل شوې وې، په دې حساب نو دغو ښاغليو په همدغه لږ
ترينو رايو د اكثريت په ستونو لكه خپسه كېناستل غوښتل، دوى دې د همدې شرمولې
ديموكراسۍ په ګريوانه كې سر ښكته كړي او ودې وايي چې په كوم استناد به د جعل او
تزوير په مټ بيا هم دغه لږې تر لاسه شوې رايې مشروع وګڼي او ځانونه به په دومره
اقليت د ملت استازي وګڼي؟
ټاكنې، د لويديز اړتيا!
د
طالبانو تر سقوط وروسته كه كله هم لويديز د افغان پر ټاټوبي د تپل شوې جګړې په
ملاتړ د خپلو ملتونو د عامه ذهنيت جوړولو په لړ كې كوم غټ دروغ ويلي نو د
افغانستان ماشومه ديموكراسي يې د عيني لاسته راوړنې په توګه خپل وياړ بللى دى، له
همدې امله د روانو ټاكنو تر ټولو مهم اړخ دا وو چې لويديز د نړۍ په سترګو كې شګې
وشيندي او ووايي چې دلته كه مقاومت شته نو په مقابل كې يې يوه ديموكراتيكه
پروسه هم شته!
له همدې امله هغوى ټاكنې وكړې او دومره يې وشاربلې چې پر هغه خپل كرزي هم ظاهراً
راوګرځېدل، دغه ټوله سناريو داسې عملي شوه چې سره له دې چې بيخي يوه ډرامه وه خو
لويديز په پوره مهارت پر خلكو لكه واقعيت ومنله، كرزى، عبدالله او د انتخاباتو دغه
ټول كشمكشونه او تحريمونې داسې ترتيب شوې وې چې نړۍ مطمينه كړي چې دلته ديموكراسۍ
په ډېرې پېچلې بڼې روانه معضله حل كړه، دوى حتی دغه افغان نما كركټرونه داسې وځلول
چې د ځوانې ديموكراسۍ په ازمويلو سره يې هم ديموكراسي او هم افغاني مشرتابه د
پوخوالي پر بريد وخيژول. دې لوبې ته نو بيخي سړی حيرانيږي.
درغلي او محاكمې ته اړتيا!
عجيبه
نړۍ ده، دلته ټاكنې وشوې خو له درغليو ډكې وې، په ايران كې هم ټاكنې وشوې او له
درغليو ډكې وې، د لويديز همدغې ميډيا د دواړو درغليو په اړه دوه متفاوت دريځونه
ونيول، هلته لا تر اوسه د كروبي او موسوي په پلويتوب هغوى د ستړيا احساس نه كوي خو
دلته هر څه سم روان دي!
د زمري د نهه ويشتمې ټاكنو كې حامد كرزى د يو ميليون او عبدالله د 3 لكو په شاوخوا
رايو كې پر درغلۍ پړ وګڼل شول، خو د عدل انتها ته وګورۍ ددې پر ځاى چې دواړه ښاغلي
محاكمې ته راكش كړاى شي او د ملت رايو ته په سپكاوي محاكمه شي، بر عكس دواړو د
شرافتمندانه ظاهر په خپلولو سره د جعليتوب پړې يو پر بل واچولې او د(اهسته برو!)
په بڼه د انتخاباتو دويم پړاو ته روان شول، عجبه ننداره ده له جعل كارانو يو
د دولت مشر شو او بل د اپوزيسيون.
د ټاكنو ځنډېدلې پايلې!
نزدې د
شپېتو ورځو په ځنډ د ټاكنو خپلواك كميسيون پرېكړه وكړه او د حامد كرزي او عبدالله
تر منځ يې د بيا انتخاباتو غږ وكړ، د پايلو دومره ځنډول په ځان كې بلا ماناګانې
لري، ته به وايې چې كرزى او عبدالله دواړه دومره په چارو كې ازاد دي او لويديز د
خپلو ټانكونو او پوځونو سره يوازې ننداره كوونكي؟ ډرامه دومره دقيقه وښوول شوه چې
خلكو ټولو همدا باوروله چې حتى اوباما د كرزي او عبدالله تر منځ د لوبې پای ته
خپله ستراتيژي ځنډولې ده!
د چارو شنونكي په دې اند دي چې د پردې تر شا معاملې يواځيني واقعيتونه وو، هلته د
دخيلو سترو ځواكونو تر منځ د واك په ويش او طرز كې يوه بيساري كشمكش همدومره اوږود
وخت ونيوه، په دې لړ كې ډېرې هڅې وشوې كابل ته د سناتور كيري، زلمي خليلزاد او د
فرانسې خارجه وزير برنارد كوشنر سفر او دوامداره پاته كيدل، او د امريكا د
سفير ايكن بيري او د ايران او نورو هيوادونو د سفيرانو فعال او ويښ رول ددې ټولو
غمازي كوله.
له بله پلوه امريكا دهمدغه مستقيمې فشار اچونې له ليارې غوښتل چې د اوباما د ستراتيژۍ
غوښتنې ګرد سره په راتلونكي مشرتابه ومني، او ددې لپاره همدومره وخت او همدومره
فشار اچونې ته اړتيا وه.
كرزى يوازينی بديل!
روانې
ټاكنې له كرزي نه عبدالله نه شوې وړلای، ددې ډېر لاملونه دي، يو خو دا چې خلك
عبدالله د امريكا په نسبت د روسيې او نورو شمالي هيوادونو د پانګونو زيږنده بولي
خو كرزى د امريكا د پروژې د يوه فعال په توګه يوازينى كس وو چې په رايو كې د لومړي
مقام په ترلاسه كولوسره بايد ولسمشر شوى واى… دويم دا چې دويم ځل ټاكنو ته په تلو
سره به په هيواد كې د شمالي سيمو د ځينو اوسيدونكو په شمول د اكثريت ختيز، جنوب او
لويديزو سيمو رايې د كرزي صندوق ته تللاى… بله خبره په راتلونكي كې له مقاومت سره
د خبرو اترو اړ شوى موقف دى، لويديز به تر پايه د جنګ دا تود ماشين ونه شي چلولاى،
هغوى اړ دي چې له مقاومت سره ستونزه حل كړي، عبدالله او د هغه متحده جبهه له
طالبانو سره د اوږدو جنګونو د تاريخ په لرلو سره ددغسې يوه موقف لپاره وړ نه وو،
خو په مقابل كې يې كرزى ددې وړتيا لري چې خبرې اترې وكړي او انعطاف وښايي.
ايتلاف كه ملي ګډون!
ددې
ډېرې هڅې وشوې چې د كرزي او عبدالله د متحدې جبهې تر منځ چې د مختلفو فكري
جريانونو په لرلو سره يو غير متجانس جوړښت بڼه لري ايتلاف رامنځ ته شي، خودا چې له
يوې خوا د ايتلاف كليمه نوره په ملت كې د كركې علامه ګرځېدلې، له بله پلوه كرزى چې
يو فرد دى او عبدالله چې بيا هم لږ تر لږه يوه ګوندي برنامه لري تر منځ ايتلاف د
نه كېدو په مانا وه، همدا لامل دى چې هڅو وخت ونيوه خو ځاى نه، او دا ځكه چې د
عبدالله ګوندي غوښتنې او موخې له يوه مخه د كرزي له غوښتنو سره په تضاد كې كې واقع
دي، عبدالله چې په كوم شعار خپل انتخاباتي كمپاين پيل كړى وو هغه د يوه پارلماني
نظام طرحه وه دا سې چې واك بايد يوازې ولسمشر ته پاتې نه شي او ددې لپاره يې
د لويې جرګې د رابللو نغارې ډنګولې.
خو كله چې كرزى د ملي ګډون خبره كوي دا نو بيخي يوه بله مانا لري، په دې تر تيب به
د پر دې تر شا خبرې رنګ راوړي، عبدالله چې كومې ژمنې خپلو پلويانو ته كړې وې په
هغې كې به هم نه دروغژنيږي او په اقتدار كې له ونډې به هم نه محروميږي، ښايي په
راتلونكې كابينه كې د عبدالله د پرې ځينې خلك په فردي شكل (نه د ګوند له پلېټ
فارمه) په ښو څوكيو راشي، واك به وويشل شي خو د عبدالله د خوښې بنسټيزې
رغونې به په ځاى پاته وي.
سياسي انفلوينزا!
عبدالله
له ټاكنو ووت، استدلال يې دا وو چې كرزي په ټاكنو كې درغلي كړې او كميسيون په دې
لړ كې نه يوازې چې خپلواك نه وو بلكه د كرزي په ګټه يې كارونه كړي وو، هغه غوښتل
چې د ټاكنو د خپلواك كميسيون مشر دې منفك او درې وزيران دې تعليق كړای شي،
او دا ټول له دې امله چې دوى كرزي ته په درغلۍ كې فعال رول درلود… يو متل دى چې
كارغه كه مردارۍ كې ټونګه ووهي څه يوه ټونګه او څه ډېرې ټونګې، ميډيا هم د كرزي
درغلۍ ډنډوره كړې خو د عبدالله درې لكه جعلي رايې يې په حاشيو كې كله كله يادولې،
خپله عبدالله به كرزى پر درغلۍ پړ كاوه خو خپلې درې لكه جعلي رايې ترې هيرې
وې، خلك وايي چې له لومړي پلا ټاكنو نه منل او بيا په دوهم ځل ټاكنو
كې نه ګډون او ورسره دا ډرامه استدلال د پردې تر شا خبرو او سازشونو زيږنده وې…
هر څه چې وو دالوبه د يوې دوستانه بزكشۍ پايله ده، كرزي كه هر څو د عبدالله له ټيم
سره د سازش خبرې پټې پر مخ وړلې خو هغه پرې دا باور نه شوای كولای چې شېبه شېبه دې
د عبدالله موقف وانه وړي، همدا لامل وو چې د ټاكنو د پايلو له اعلان دوه ورځې مخكې
د خنزير د انفلوينزا خبرې د رسنيو متن ته ځان ورساوه او بيا كرار كرار په يو تود
او سره خبر واوښت، خلك وايي چې كرزي د حفظ ماتقدم په خاطر دغسې يوه چال ته اړتيا
درلوده، ټولې ښوونيزې ادارې د دريو اونيو لپاره وتړل شوې، او په دې ډول د عبدالله
په ملاتړ د نوموړي د پلوي محصلينو او متعلمينو د مظاهر و مخه ونيول شوه. د خلكو
استدلال دا دى چې د نړۍ په كوم هيواد كې ددغه سركوزي انفلوينزا په خاطر د دومره
اوږده وخت لپاره ښوونيزې ادارې تړل شوي دي؟ دوى دا هم وايي چې اصلاً په سياسي
ميدان كې شته څېرې كوم ولسي او ملي بنسټ نه لري، ددوى په ملاتړ ولسونه بازارونو او
كوڅو ته نه راووځي، يوازېنی احتمال دا وو چې محصلين او متعلمين به د ځينو منطقوي
احساساتو او عواطفو لاندې شعاري عمل ته لاس واچوي خو د كرزي ټيم ددې غبرګون مخه په
ډېر مهارت ونيوله، او په دې ډول سياسي انفلوينزا د خنزير هغې ځاى ونيوه.
اداري فساد
داسې
ښكاري چې لويديز خپله ماته د يوه ډېر ضمني خو بد حالت په پلمه پټوي، ميډيا پرله
پسې د افغان دولت د اداري فساد او غبن خبرې كوي، لويديز دا خبره دومره مهمه
رانيولې چې حتی اوباما يې د نه حل په صورت كې د پوځونو د ويستلو ګواښ هم كړى دى،
او په همدې تعقيب د بريتانيې لومړي وزير ګورډن براون پارلمان ته وويل چې فساد
دومره ډېر شوى چې د افغانستان پر دويم نوم اووښتی، هغه وويل چې ولسمشر حامد كرزي
ته يې ويلي چې دى به بريتانوي ځواكونه ديوه داسې حكومت دملاتړ لپاره په خطر كې وا
نه چوي چې هغه د فساد پر ضد ګام نه شي اخيستاى .
دا خبرې دومره تودې دي چې له يوه خوا د لويديز ټوله ماته او شرمېدلې ديموكراسي
يوازې د كرزي د شخصيت په ماتولو او بانه كولو سره له پراخ مفهومه راستنوي له بلې
خواسره له دې چې لويديز وايي چې افغانستان اشغال نه دى خو لهجه يې هغه د اشغال تر
هغې هم ډېر بادارانه دى، د امريكا د سفير خبرې اترې او د اوباما هغه خبرې چې رسنيو
راخيستي دي، د افغانستان د ګورنر راج پېښې په كې انځور دي، د بېلګې په توګه د
اوباما دا خبرې چې كرزي هغه ته اطمينان وركړى چې ددې مقطع اهميت ته يې پام دى، خو
اوباما زياته كړه چې ما هماغسې ورته وويل چې ددې موضوع اثبات به په خبرو كې نه
بلكه په عمل كې وكتل شي.
دا بيخي سمه ده چې افغانان د دولت له فساده نور نهيلی شوي دي، خو بنسټيزې پوښتنې
دا دي چې ايا دغه فساد د اشغال زيږنده نه دى؟ ايا دا هر څه د امريكا او اروپا د
ټانكونو په سيوري كې نه دي تر سره شوي؟ او تر ټولو مهمه دا چې ايا دا يوازې افغان
دولت دى چې په فساد كې ككړ دى او كه بهرنۍ سترې سترې كمپنۍ هم شته چې دا په ميليونونو
ډالر يې بېرته خپلو هيوداونو ته ستانه كړي؟
يو خو مالي مرستې ټولې دولت ته په واك كې نه دي وركول شوي، له بلې خوا نزدې هر
هيواد د خپلو مرستو سره په څنګ كې داسې سترې كمپنۍ هم واردې كړي دي چې د مرستو
ډېره برخه يې بېرته خپلو هيوادونو ته ليږلي دي، ددې بېلګې بيخي ډېرې دي، داسې چې
داخلي غبن ددې فساد په مقابل كې ډېر لږ دى.
د اوباما عجيبې غوښتنې!
د
اوباما د وينا په بنسټ به په نزدې راتلونكي كې په كابل كې نړيوال كنفرانس راوغوښتل
شي، شپږ مياشتې وروسته به بيا كابل د نړيوال كانفرانس كوربه وي، دغه غونډه به د
تيرو شپږو مياشتو كړنې او كرزي ته وركړي كارونه وارزوي، كه تحول راغلى وو نو ښه كه
نه نو دوى به د پوځونو په وتلو غور كوي… نو اوس راځو دېته چې ايا دا به
منطقي وي چې دا دومره بابېړى اداري فساد به په شپږو مياشتو كې له منځه ولاړ شي؟ او
ايا ددې ګواښ شاته خو به كومه ستراتيژيكه پټه پلمه شتون نه لري؟ كه ځير شو نو كرزى
ښايي په شپږو مياشتو كې يوازې د وزيرانو په ټاكلو او ډېرو لومړنيو اړتياو بوخت وي،
په دومره لنډ وخت كې د غټ بدلون خبره يوه منطقي غوښتنه نه ده، نه كرزى دومره قوي
دى او نه قوي او متعهد كاري ټيم لري، او په دې ټولو د اوباما اداره ښه پوهيږي، نو
بيا ولې دغسې غوښتنه مطرح كيږي؟ ايااوباما او براون خو به د خپلو ځواكونو ويستلو
ته همدغسی يو پړ كرزى او بيړنۍ نه تر لاسه كېدونكې غوښتنې نه وي پرې ایښي؟ او
بالاخره دا چې ايا د اوباما د ستراتيژۍ د عملي كولو په خاطر خو به د لويې جرګې د
رابللو او موقتې ادارې په خاطر دغسې موردونه نه كارول كيږي؟
راځئ چې لږ غور وكړو!
تر
ټولو لومړۍ خبره دا ده چې كه ملتونه او هيوادونه ازاد نه وي نو هلته انتخابات پرته
له دې چې پرديو ته يې ګټه ورسيږي نور په درد نه خوري.
كله چې قوي اسلامي او ولسي ګوندونه شتون ونه لري، نو د ملتونو په ارزښتونو به
همداسې لوبې كيږي لكه و چې شوې. انتخابات به يوه لاسپوڅي زعامت ته د رسېدو يوه
وسيله وي، او هر څه به د پرديو د ګټو په چوپړ كې وي.
زمونږ په هيواد كې روان حالات داسې دي چې كله مو قران په وردګو كې سوځيږي، كله مو
جومات په بمبارډ كې ړنګيږي ، كله مو ورا په وير اوړي او كله مو د يوې جنازې
لمونځ د بمبارډ له امله په لسګونو نورو اوړي، خو بيخي په همدې مهال د ټاكنو په
ډرامه كې زمونږ په استازيتوب كركټرونه پرځيږي او پاڅيږي، هغوى ددې ملت د اسلامي او
ملي ارزښتونو له پروا ليرې دلويديز شعارونه اخلي او دغو ټولو بنسټيزو مسئلو ته شا
اړوي، دا ټول د بې واكۍ زيږنده او پايله ده.
نو ځكه ښه به دا وي چې تر ټولو لومړى د هيواد په ازادۍ غور وشي، د لويې جرګې په
رابللو سره يوه بين الافغاني تفاهم ته زمينه برابره كړاى شي، داسې چې په ترڅ كې يې
د بهرنيانو د وتلو له مهال ويش پرته د ټولو افغاني لوريو د نزدې كولو په لارو چارو
او د بهرنيو تر وتلو وروسته د تشې او بحران د مخنيوي په ليارو چارو غور وشي او په
دې لړ كې د تضمينونو خبره بايد يقيني وي. دا ډېر لوړ تصورات دي خو ممكن دي.
شاعر وايي:
څو چې راټول په يو ټغر يې نه كړم
هرې تپې ته له جرګو سره ځم
يادونه:
نوموړې ليکنه په ۲۰۰۹ نومبر کې ملي اصلاح اونيزې ته ليکل شوې وه.