• مجموعي کتنې: 144737

وروستۍ ناندرۍ، د تمثيل او واقعيت په منځ كې!

376 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

وروستۍ ناندرۍ، د تمثيل او واقعيت په منځ كې!

وحيدالله مصلح

دا ګنګوسې مو له پخوا اورېدې چې ښايي د كرزي او امريكا تر منځ دوستانه كشتي روانه وي، په دې لړ كې له هالبروك سره مياشتې پخوا لفظي شخړه ددې مشاجرې يوه له داغو هغو وه… خبره هملته د ټاكنو په پېر كې ايساره نه شوه، د كرزي پر ضد امريكا او لويديز پرله پسې هجومي موقف ونيوه، له همغه مهاله تر دې دمه د لويديز رسنۍ كوم داسې څه نه ليكي چې كرزى دې په ارګ كې ترې ارامه خوا وويني

كرزى د ټولو هغو بنسټونو له امله تر فشار لاندې دى چې دده د كركټر شاته پرې لويديزخپل كردار پټ كړى
د كرزي او امريكا د ناندريو په اړه لاندې ټكي ډېر مهم دي:
 اوباما او حكومت يې له همغه پيله د كرزي سره د متقابل احترام پربنسټ اړيكې نه دي ټينګې كړي…تل يې د هغه د موقف، شخصيت، او سياسي ايجنډا غندنه كړې، هغه او د هغه حكومت يې يو فاسد او په اداري غبن كې ككړ ښودلى، او تر دې پورته يې داسې تمثيل كړى چې ګنى امريكا ددې ټولو ناخوالو له پړو مبرا ده، پيترز ګالبريت خو ټولې پولې وشكولې او ويې ويل  چې كرزى معتاد دى او فكري تمركز نه لري

واشنګټن پوسټ د كرزي د يوه خپلوان حكمت كرزي له قوله ليكلي چې لوېديځوال بيا بيا دوى ته وايي، چې فاسد دي. حكمت كرزى، چې د سولې او جنګ د تحقيقاتو د مركز مشر دى وايي، چې لوېديځوال ور سره داسې چلند كوي لكه څوك يې چې له ماشومانو سره كوي.
لويديز كرزى دومره ورټه او توهين يې كړ چې اوس يې په انجام تر هر چا امريكا شايد درديږي، نو ځكه د ځينو په اند اوس امريكا ددې هڅه كوي چې هغه د يوه ملي مشر په توګه بېرته په خلكو ومني، هغه ته درناوى وكړي او موقف يې قوي كړي، بله لاره دا ده چې بيا هم بديل رامخې ته كړي چې اوسمهال يې شوونتيا ډېره لږه ده
 له كرزي سره د اوباما چلند!
كله چې اوباما په ارګ كې د يوه پوهاند په څېر كرزي ته ليكچر وركوي دا ډرامه نور په هغه شكل د تمثيل وړ نه ده چې امريكا يې غواړي… د اوباما د لېكچر يو لامل ښايي دا وي چې اوباما په افغانستان كې هر څه له خپل جوړ كړي پلان سره په تطابق كې نه ويني، هغه د ميلياردونو ډالرو حساب نه شي تر لاسه كولى، د مالي او اداري فساد په اړه نړۍ ته قناعت نه شي وركولاى، او تر ټول بده دا چې كه حالات همداسې روان وي نو هغه ښايي د خپلو عسكرو ويستلو ته كلونه ا نتظار وباسي او يا لكه شوروي بشپړه ماته ومني، ښايي د ناندريو تېره سناريو د همدې نه سمون په  شاليد كې تر سره شوي وي.

 كرزي وار له مخه كړ!

ښايي كرزى غواړي د لويديز د محاسبې په وړاندې له دفاعي مورچله ووځي او خپله پر لويديز ټكان وكړي… لويديز هغه پر خپلې ډرامې هم اوړي كله چې د لويديز په حساب د ډيموكراتيك افغانستان په خپلواك ولسمشر نړيواله ټولنه شرطونه ږدي، شپږ مياشتې وخت وركوي، د وركړې بسپنې حساب ترې غواړي او دا چې د څو مياشتو په ترڅ كې بايد اداري فساد ختم كړي دا ټول  په عادي حالاتو كې يوه ټاكلي ولسمشر ته د منلو وړ نه دي…

 ناندرۍ ولې وزيږېدې؟

سره له دې چې وروستيو ناندريو كرزى د تمثيل او واقعيت په منځ كې پر ګومان اړولى خو بيا هم ښايي د كرزي او اوباما د وروستيو ناندريو تر منځ ځينې واقعيتونه موجود وي، كه چېرې ددې ناندريو منطقي تسلسل ته وګورو نو يو څه په نظر راځي او هغه دا  چې له هالبروك سره د لفظي مشاجرې نيولې، د پيتر ګالبرت تر رټلو، د لويديز په وړاندې له توندې موقف نيونې نيولې بيا تر سيمه ايزو همكارانو د ميندلو پورې دا ټول ددې نښې دي چې ښايي په منځ كې څه شتون ولري، خبره يوازې د كرزي نه ده بلكه امريكا هم په سيمه كې د پاكستان په لور خپل سياست ته رخ وركړى، كرزى يې مسلسل تخريب كړى، سره له دې چې روانه ديموكراسي د بوش د صليبي جګړې يوه غټه لاسته راوړنه ده چې تل به امريكا پرې حساب كاوه خو اوس هماغه ديموكراسي د امريكا مغضوب عليه ده، د اداري فساد هنګامه او د ټاكنو د بې اعتباره كولو هڅې هم د همدې كيسې په متن كې شته او جريان لري…
ښايي همدا لامل به وي چې كرزي په سيمه ايزه كچه دوستان ولټول، د چين سفرونه يې وكړل، تړونونه يې تر سره كړل، او له روسيې او ايران سره يې اړيكې دومره تودې كړې چې هغه د امريكا د لښكرو په  منځ ارګ كې د خميني شاګرد د امريكا په غوږ كې همغه پخوانۍ انقلابي فلسفه وغږوله. دې فلسفې د امريكا او كرزي اړيكې نورې هم خړې كړې، نيويارك ټايمز ورځپاڼه ليكي، چې ډېركسان وېره لري چې اړيكي به ښايي لا خرابې شي ځكه چې كرزى د ايران او چين په شان هېوادونو ته نژدې كېږي، چې ګټې يې تر ډېره حده د لوېديځ له ګټو سره په ټكر كې دي.
 خو پوښتنه دا ده چې…
ايا د يوه ريښتيني ټكر احتمال شته؟ سمه ده، كرزي د امريكا او ناټو ستر ځواكونه وګواښل، او د استقلال په ښودلو يې له بهرنيو سره د افغان ملت له غرور سره سم موقف ونيوه… خو ايادا ټول ممكن دي؟
په داسې حال كې چې حامد كرزى نه كوم پراخه ولسي ملاتړ لري، نه كوم ملي ګوند لري، او ددې ټولو په مقابل كې يوازې يو داسې فرد دى چې كلونه يې د امريكا په بمباريو كې حتى د خپل پښتون قوم پر وژنو د سترګو په پټولو سره خپل محبوبيت له لاسه وركړى، هغه چې له پيله بيا تر اوسه د امريكا او ناټو مرستو ته اړ دى او بقا يې ورپورې تړلې څنګه كولاى شي چې دغسې يو حيرانونكى موقف ونيسي؟ په دې اړه خو امريكا غږ د بهرنيو ورځپاڼو په استناد راخيستي وو چې كه كله ولسمشر كرزى له سپينې ماڼې كتنه كوي نو اوباما بايد ورته دا سپينه كړي چې كرزي ته د امريكا او ناټو د اړتيا په پرتله كرزى امريكا او ناټو ته اړتيا لري!
په دې اړه بله  انګېرنه  دا ده  چې دغه لړۍ ډېر ژر د يو او بل د پخلا كولو په هڅو وپاييدله، كرزي مېرمن كلنټن سره په تليفوني خبرو كې د خپلو خبرو د ترميم كوښښ وكړ، اوباما كرزي ته ليك ولېږه او د ميلمستيا له امله يې ورڅخه مننه وكړه، كراولي د سپينې ماڼۍ وياند وويل چې كرزى د امريكا سياسي شريك دى، درناوى ورته لري او ښه همكاري سره لري،او تر ټولو مهمه دا چې د لويديز د رسنيو هغه ترخه لهجه يو دم د كرزي په پلويتوب  واووښته!
بله د پام وړ خبره داده چې د ناندريو په ټول جريان كې جنرال مك كريسټل ولايتونو ته د كرزي د سفرونو يو خوږ ملګرى وو…

 مخالفينو سره د خبرو وخت نه دى!

دې ناندريو هغه مهال زور واخېست چې د اسلامي حزب له پلاوي سره د كرزي خبرو اترو د خبرونو متن جوړاوه، اوباما بيخي همغه مهال كابل ته راغى چې د اسلامي حزب پلاوي د كرزي په شمول له ګڼو كابل مېشتو مطرحو لوريو سره د سولې د ملي ميثاق په سر خبرې كولې، وروسته بيا ښاغلي قطب الدين هلال شهادت ورځپاڼې ته په مركه كې وويل چې د ارګ د چارواكو د وينا پر بنسټ د امريكا سفير ايكن بيري غوښتل چې له پلاوي سره وګوري خو كله چې د امريكا دفاع وزير وويل چې اوس د خبرو اترو وخت نه دى نو سفير هم د كتنې پلان بېرته واخېست.
خبرې دلته پاى ونه موند، بلكه د شنونكو په اند كابل ته په يو داسې مهال كې د اوباما ناڅاپي راتګ چې هلته دې د اسلامي حزب پلاوى هم په دوره  وي له ځان سره نورې معناګانې لري، اوباما ولې له هغه طرحې سره چې خپله ده د خپلې ځنډنۍ ستراتيژۍ په متن كې ترې يادونه كړې وه په وېره كې دى؟ په داسې حال كې چې هغه د خپلو لښكرو د ويستلو لپاره  د پيل وخت په ګوته كړى نو بيا ولې له يوې داسې طرحې سره چې همدغه پلان ته پرمختيا وركوي، زړه راښكون نه لري؟ نو ځكه كېداى شي دا هم د كرزي او امريكا تر منځ د روانې شخړې يو بل مخ وي.
ددې خبرو اترو په وړاندې مايك مولن وويل چې د ولسمشر كرزي دا خبرې د اوباما لپاره ځكه په زړه پورې نه وې، چې اوباما له مخالفينو سره د زور او قوت په استناد خبرې غوره بولي او د لوى درستيز په نظر تر اوسه دا مرحله نه ده را رسيدلى.

 ناندرۍ يوه  ښه تجربه وه!

ښاغلى كرزى بايد له دې سناريو زده كړي چې ملت پر څه حساب كوي؟ دلته په ملت كې ارزښتونه شته چې پرې خپل مشران تلي، كله چې كرزى د ملت د غوښتنو په خوا كې نسبي دريږي نو څومره درنيږي؟ دا ځكه چې ملت په كې د لنډ مهال لپاره د افغاني غرور نښې وكتې، او سره له دې چې ددې ټولې كيسې مخې ته شك ډپونه اچولي وو او هر چا به پوښتل چې ايا كرزى واقعاً له لويديز سره په ټكر كې راغلى؟ خو بيا هم د د لويديز په وړاندې موقف نيونې له امله هغه د پخوا په نسبت ګران شوى وو او دا ټول ددې څرګندونه كوي چې افغانان ازاد اوسېدل غواړي، خپلواك مشران خوښوي، او خپلواكي ورته تر هرڅه په لومړيتوبونو كې قرار لري، نو ځكه كرزى بايد د لويديز او بهرنيو لښكرو د تكيې پر ځاى ځانته په ملت كې ځاى پيدا كړي، او دا ځاى يوازې په ژمنو، خبرو او د بيا جوړونې په ډرامو نه كيږي، خبره د دې ملت د عزت، پت او خپلواكۍ ده، تر څو چې د هغوى په كوڅو كې بهرنيان ګرځي، نو د ملت پشتي به بيا هم يوه سواليه وي…

يادونه:

نوموړې ليکنه په اپرېل ۲۰۱۰ کې ملي اصلاح اونيزې ته ليکل شوې وه.