وحيدالله مصلح
لویدیز د افغان پره سیمه د ارزښتونو یوه داسې
لوبه توده کړې چې اوسې یې د سړولو په چل نه پوهیږي، هغوی چې د کمونیزم تر ماتې
وروسته د خپل نړیوال سیاسي- نظامي بقا په خاطر اسلام خپل دښمن ګرځولی وو نور يې نو
خبره په شف کې ونه شوه ساتلی او د سپتمبر تر یوولسمې وروسته یې جګړه د بوش په وینا
د صلیبي یون سره تړلې یوه پېښه و بلله، نور نو هغه افغان ملت چې د کمونېزم سره د
ټکر په میدان کې یې رشادتونو افغانستان ددې قرن د جګړو په کتار کې د اتل په مقام
درولی وو، یو بل نړیوال خو صلیبي امپریالېزم د جګړې ډګر ته وننګاوه، هغه چې نه یې
د نیویارک په پېښو کې لاس درلود، او نه د امریکا پر ضد د جګړې او ترهې کوم مستند
الزام پرې شته وو د یوې احتمالي انګېرنې له مخې د لښکرو د تاخت پر میدان واوښت،
اته کاله پرله پسې امریکا ددې هڅه وکړه چې دلته جګړه وګټي اونړۍ د خپل تعریف شوي
ايډیال په توګه د صلیب په چوپړ کې له سره جوړه کړي، خو دلته لوبه بل ډول وه، او له
دې سيمې د امریکا انګېرنه غلطه وخته.
امريکا ددې تصور هم
نه کاوه!
امریکا هیڅکله داسې فکر نه کاوه چې دومره بد
به راښکېل شي، دا په څو معناګانو:
لومړی دا چې هغوی په دې ناسم فکر کې لویدلي
وو چې افغانان به د شوروي تيري، نجیب سره له جګړې، خپل منځي جنګ، او د طالبانو د
محاصره کړای شوي نظام نه تر پوزې په راتلو سره بهرنیو لښکرو ته د خپلو ژغورونکو په
سترګه وګوري.
دویم دا چې دوی خپله ټيکنالوژي هر څه ګڼله. دین،
ملت، ارزښتونه او ددې ټولو په ننګه د جګړې تر سره کول ورته ټوکې ښکارېدې.
درېم دا چې دوی د یو څو پردي شویو خلکو په
اخېستو سره د ټولو افغانانو پر همدغه اقلیتي غلامانه تصور ډاډه شوي وو.
څلورم دا چې لویدیز په دې فکر وو چې طالبان
به هم لکه د شوروي اتحاد په ړنګېدو د تاریخ یوه برخه وګرځي، دوۍ اشتباه
وکړه، هغه دا چې دلته خبره یوازې د طالب نه وه بلکه له شوروي اتحاد سره
د جګړې لاملونه او پر ضد یې مقاومت د ټول افغان ملت په منځ کې موجوده یوه داسې
تجربه وه چې لا هم ژوندۍ وه او د بل همدغسې یرغل په مقابل کې یې د تقليد یوه ډېره
نزدې پېښه شوې حماسي مرجع درلوده. بل دا چې اسلام د کمونېزم په څېر نه دی چې بس د
یوه اسلامي حکومت په ړنګېدو دې له منځه ولاړ شي، تاریخ په دې شاهد دی چې اسلامي
خلافتونو په نړۍ د وخت په مختلفو دورو کې د عروج او زوال پرله پسې سیرونه وهلي دي،
خو کله يې هم داسې ابدي ماته نه ده خوړلې چې دې د راتلونکي لپاره د نړۍ له سردارۍ
بې برخې شي ښايي دا به یوازې د اسلام ځانګړنه وي چې د بشر له طبیعیت او فطرت سره
سم د بشر په کار او استعداد کله په سردارۍ نړۍ ښېرازه کوي او کله یې له همدې
سردارۍ په محرومیت سره نړۍ د بدمرغیو یوه نه پاييدونکي ژورې ته ننوځي چې بیا
راپورته کېدو ته یې هم له اسلامي حله پرته نور حلونه تشې ارزوګانې وي.
قتل شوې پوښتنه!
اته کاله وروسته لویدیز د سولې پر اړتیا
راتاو شو، د دې اتو کلونو په ترڅ کې څومره افغانان د امریکا د تپل شوې جګړې
قربانیان دي؟ دا همغسې یوه قتل شوې پوښتنه ده لکه څنګه چې ددې بوږنوونکې جګړې په
تل کې امریکا له خپل ملته خپل قتل شوي پوځیان پټوي.
تر څو به لویدیز دلته خپلې پېغلې او
ځوانان د یوې نه ګټل کېدونکې جګړې په اور کې لکه نفت سوځوي؟ تر څو به د یو اوږد او
نه درېدونکي جنګي مشین د چلولو په خاطر امریکا دومره ډالر مصرف کړي چې هغه لویدلي
اقتصادي بحران ته یې همدې خوني جګړې پرځونکي بنسټونه جوړ کړي؟
له بلې خوا د روان تيري له امله د افغانستان
ټول مادي او معنوي ارزښتونو د ګواښ پر کرښه پراته دي، دلته جګړې د یوه ځانګړي هدف
پر ځای پولې شکولي او د ملت وژنې او پر معنوي ارزښتونو د تيري تر بريده
اووښتي. لکه استاد روستار تره کي چې تېرکال د معتبرو سر چینو له خولې
ليکلي وو چې د امریکا د تیري په اوږدو کې تر اتیا زرو ډېر افغانان ددې جګړې د
قربانیانو په توګه نور ژوندي نه دي. نور نو دې جینو سایډ او ملت وژنې ته ملت د رحم
لمن نه غوړوله بلکه امریکا د یو ملت د قهر له غبرګون سره داسې مخ شو چې د حتمي
ماتې نه مخکې اوس سوله یوه ژغورنه بولي.
سوله اړتيا ده
هو پرون چې امریکا د بن په کنفرانس
کې د طالب نظام پر سقوط یو څو له ملته پردي راټول کړي وو او د نظام او
طرحې د واردونې پر چلوټې یې د کابل پر څوکیو کېنول ښايي د تاریخ زده کړه به د همغه
پروني سیاست په غرور کې ورته یوه مزاحیه او سات تیري ښکارېده، خو تاریخ راګرځي،
امریکا چې د طالب د نظام سقوط د ايډیالوژۍ د سقوط پر مانا اخېسته دا نو ددې سيمې،
افغان ملت او ددوی له ارزښتونو د لویدیز یوه شعوري او یا لاشعوره ناخبري وه چې پر
تعقیب يې امریکا له همداسې اوسني ناورینه تیريږي.
لکه مخکې مو چې یاده وکړه دلته جګړه دومره
څانګه وره شوې چې نور يې لویدیز د سولې ارمان ته کېنولی. هغه لوري چې مقاومت کوي د
هغوی جګړه هم کومه بې هدفه او تش د جګړې په خاطر نه ده، بلکه سوله د هغوی لپاره هم
یو ارمان دی، ملت خو د څودېرشو کلونو راپه دې خوا د سولې خواږه نه دي څکلي، او تل
يې د هېواد په کچه د ویشل شويو قيادتونو د ګوزار ټپونه وړي.
د لندن کنفرانس او
سوله!
دا اتم نړیوال کانفرانس دی چې د افغانستان په
اړه دایريږي، له نورو کانفرانسونو سره یې توپير په دې کې دی چې د لومړي ځل لپاره
په کې لویدیز په نړیواله کچه د سولې پر ارزښت قناعت څرګندوي، که هر څو د سولې خبرې
په کې سمبوليکې وې، د مقاومت نه حضور او د ایران تحريمونې کنفرانس ننګولی وو، او د
سولې په نسبت په کې د افغانستان په اړه د نړیوال نظامي حضور همغږي ډېره برسېرنه
وه، خو بیا هم د سولې په اړه د انګېزې د پيدا کېدو یو پیل دی.
د لندن کانفرانس اهداف عمدتا په لاندې ټکو کې
ځاييدای شي:
لومړی دا چې دا یو سمبولیکه نړیواله
غونډه ده چې د کرزي ووړ کړي موقف ته پشتي ورکړي، او وښايي چې نړۍ لا هم د کرزي تر
شا ولاړه ده.
د بريتانيې لومړي وزیر ته هم ډېر مهم ځکه دي
چې د اپریل میاشتې په ټاکنو کې به يې د یوې لاسته راوړنې په توګه کمپاين ته زېرمه
کوي.
دویم دا چې د لومړي ځل لپاره دغه نړیوال
کانفرانس ته د افغانستان دولت اجنډا جوړوي
درېم دا چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان په
اړه یو نړیوال کنفرانس د مالي بسپنې په موخو کې نه دی ایسار بلکه د سیاسي، امنیتي
او طالبانو سره د خبرو اترو په محور څرخي، سره له دې چې د طالبانو سره خبرې کېدای
شي لکه یو خوب بې تعبیره پاتې شي خو که هر څه وي د سولې خبرې د نړۍ په خولې شته،
او دا هماغه د ماتې مظهر دی چې طالبان يې نفې ته د کابل وروستي عملیات تر سره کړل
او لویدیز يې د لندن سولیز کنفرانس.
د امريکا دوه مخې
پاليسي!
د مخالفينو په اړه لویدیز بیخي دوه
لوبې تر سره کوي، د لندن په کنفرانس کې دوی د سولې خبرې کوي، مېرمن کلنټن طالبان
په ښو او بدو ډولونو ويشي او د سولې په اړه د کرزي له پلانه ملاتړ کوي. خو له بلې
خوا اسلام اباد ته د سفر په مهال د دفاع وزیر رابرت ګېټس بیا طالبان سرطان بولي،
نوموړي د پاکستان تلویزیوني خپرونې ته وویل چې (سړی طالبانو ته دښه او بد نوم نه
شي ورکولای. دا ټول په خاوره کی دننه پټ غلیمان دي او د هغوی ټول مرکزونه باید له
منځه یوړل شي).
ضد او نقیض خبرې خپله د رابرت ګېټس په خبره
کې خورا څرګندې وې، هغه له یوې خوا طالبان مصیبت، بلا او سرطان ګڼل له بلې خوا
وايي چې (طالبان په اوسنیو شرایطو کې باید په هر سیاسي حل کې شامل وي).
د بوسو لاندې اوبه!
داسې ښکاري چې لویدیز له مخالفينو سره په خبرو
کولو کې ريښتينی نه دی، هغوی تر پایه دوه لوبې کوي، ډېرې پوښتنې داسې دي چې لویدیز
یې هم په عام محضر کې پر ريښتيني اعتراف چوپ کړي، خو په پټه ښايي خبر د بوسو لاندې
د اوبو په څېر روانه وي، ښه که چېرته لویدیز له مقاومت سره د سولې په کولو کې صادق
وي نو ولې لاندې ضد او نقیض موارد همداسې په تضاد کې پراته دي:
لومړی دا چې لویدیز له یوې خوا د مقاومت سره
د سولې پر فرضيې تاکید کوي له بلې خوا نزدې ۴۰۰۰۰ نوي پوځيان روانې جګړې ته د ګټې په لور د جهت ورکولو په موخه
راليږي، پوښتنه دا ده چې که سوله اړينه وي نو د پوځونو د ډېرولو ډرامه به څنګه
توجیه کيږي.
دویم دا چې د لندن کنفرانس داسې انګېرنې زيږولي
چې د سولې د پروسې په نوم د ښو او بدو طالبانو د پيداکولو په پلمه ښايي د طالبانو
تر منځ د درز اچولو مغلقه لوبه تر سره شي، دا یو کيدونی احتمال دی چې لویدیز به يې
د خپلو ګټو په موخه ولوبوي خو ایا دولت به ددې هسې چالناکې لوبې د کولو وړتیا
ولري؟
درېم دا چې د مخالفينو د مشرانو پر ځای د هغوی
له ښکته پوړ سره د تماس ټينګولو هڅې له همدا پيله د سولې پروسه پر ناکامۍ محکوموي،
کله چې د ستونزې پر بنسټيز حل غور ونه شي او د مخالفينو د لوریو قيادتونه په اعتماد
کې وانه خېستل شي د دغسې دوه مخي پالیسۍ عواقب د سولې پر انجام نه بلکې د جګړې پر
اوږدېدا عامل کيږي. له یوې خوا د مخالفينو په ټولو لوریو کې له قاعدې نه
راس ته اطاعت یو تنظيمي بنسټ دی چې هغوی يې ډېر منظم او بريالي ساتلي
له بلې خوا مقاومت د بشري قوې له کومې تشې سره مخ نه دی نو ځکه باید دې مسئلې ته
دومره سطحي ونه کتل شي او په پوره سنجيدګۍ د مقاومت له مشرتابه سره د يوې تلپاتې
سولې په خاطر بنسټيزې خبرې وشي.
خبره د ايډيالوژۍ ده!
که خبره له طالبانو سره د خبرو اترو وي نو
ولې د هغوی د اخېستلو هڅې کيږي؟ لویديز او د هغوی ملاتړې رسنۍ په ډېر زور سره دا
خبره تکراروي چې دمقاومت اکثره ملاتړي د دولتي فساده ناراضيان تشکيلوي هغوی د
مقاومت ايډيالوژيکه بڼه لږه ثابتوي او د همدې تحليل له مخې يې د طالبانو د اخېستو
په موخه په تر یو ميلیارد ډالرو وراخوا بیه پرې کړې ده، سړی نه پوهیږي چې لویدیز
ځانونه غولوي او که د تحليل درک يې له لاسه ورکړی، دا دومره ستر جنګي مشين له
دولتي فساده ناراضيان نه شي چلولای، د ډېری شنونکو په اند مقاومت په یوې منظمې
ګروهې او نظریاتي هوډ جګړه په مخ وړي، او د اخېستلو طرحه یوازې د سولې په اړه د
لویدیز دوه مخی سیاست، او د ريښتينۍ د نه شتون غمازي کوي.
هو! ددې شوونتیا شته چې د لویدیز په دغسې
کړنو سره ښايي د کرزي او لویدیز ګومان له همدې مبدا پيل شي، یو غير ایډيالوژيک
وسله وال بانډ کیدای شي تر دې وروسته د طالبانو د ارزښتونو پر سر جګړې سره په څنګ
کې وده وکړي او ډالرو ته غله خلک به د مقاومت په نامه ددوی له ناکامې طرحې خپله
غله برخه ویسي.
لویدیز وايي چې سولې ته د اوباما د بېلو کړای
شویو ډالرو په مټ به د مقاومت له لیکو طالبان عادي ژوند ته راستانه کړي، ښه که
چیرته عادي ژوند ته راتګ هدف وي نو طالبان له همدې عادي ژونده ولې وسلې ته ولاړل؟
سوله که تسليمي؟
کله چې تسليمي د سولې پر خبرو تعبیريږي نو
ایا د کوم معقول حل هیله به ترې زرغونه شي؟ سره له دې چې امریکا او په سر کې يې
اوباما په کراتو ويلي چې مونږ د بريالیتوب په لور نه یو روان، او دا چې په روانه
تپل شوې جګړه کې تل د سولې پر اړتيا تر طالبانو امريکايان ډېر ټينګار کوي خو بیا
هم کله چې د خبرو اترو پر طرحې خبره راپورته کيږي نو د بهرنیانو له خوا داسې
قيدونه ايښودل کيږي چې مقاومت ته د تسليمۍ پرته بله مانا نه لري، د لندن کنفرانس
نه یوه ورځ مخکې مېرمن کلنټن رسنیو ته وویل (چې د کښتې سطحې طالبان د لازمو
امتیازاتو په مرسته کولای شي چې د افغانستان د دیموکراسۍ سره یوځای شي په دې شرط
چې د تاوتریخوالي نه لاس واخلي او د افغانستان اساسي قانون ومني).
د لندن کنفرانس په پای کې د جمعې په ورځ
مېرمن کلنټن مطبوعاتي کنفرانس ته وويل چې موږ د طالبانو له ناوړه کسانو سره له هغو
سره چې کله یې هم د القاعده افعال او اعمال نه دې رد کړې، له تشدده یې لاس اخیستنې
ته دې تیاری نه دې ښوولی او دې ته نه دې اماده شوې چې بیا د ټولنې برخه شي، کله هم
خبرې ونه کړو.
که چېرته په سيمه کې د لویدیز اوږد مهاله ګټو
او ستراتيژيکې پاته کېدنه ته ځير شو نو ويلی شو چې د سولې خبرې اترې پرته له دې چې
یو کليشوي، تکراري او غولونکی حٍيثیت ولري بله معنی نه لري، امریکا غواړي چې
مقاومت وځپي، هغه که د سولې په نوم وي او که د جنګ له لیارې. موخه دا ده چې دلته د
امریکا مخالف قوتونه له منځه یووړل شي په همدې اړه مېرمن کلنټن وايي چې د سیاسي
هلو ځلو ترڅنګ باید پوځي فعالیتونه ملګرې وي او دغه دوه له یوه بل سره تړلي دي چې
په افغانستان کې له دغو دواړو لارو یوځای موږ کولای شو مخالفان وځپو.
ايران ولې ګډون ونه
کړ؟
د لندن په کنفرانس کې ایران ګډون ونه کړ،
ډېوېډ مېلېبېنډ يې په اړه وویل چې (د ایران نه ګډون خپه کونکی او نه توجیه کېدونکی
دی). د ایران نه ګډون له خلکو سره ډېرې پوښتنې پيدا کړې، سره له دې چې هغوی د
افغانستان په اړه په ټولو نړیوالو جوړو شویو غونډو کې ګډون کړی وو دا ځل يې د غیرت
کوم رګ وپارېد چې له ګډونه یې ایسار کړل؟ دلته اساسي پوښتنه دا ده چې ایران ولې په
تېرو ټولو نړیوالو غونډو کې په برخې اخېستو سره ځانونه مطرح ساتل خو دا ځل چې خبره
د مالي بسپنې له دایرې اووښتې او له مقاومت سره د سولې خبره که هر څو پڅه او له
نيمګړتیاو ډکه ده خو په یوه شکل سره يې په اجنډا کې ځای نیولی، ایران ولې غونډه کې
خپل ګډون تحریم اعلان کړ؟
ایران ولې ګډون ونه کړ، په دې
اړه ځينې مهم لاملونه دا دي چې:
ایران په دې ويره کې دی چې امریکا د خپلو
متحدينو سره په پرله پسې توګه د افغان شخړې په اړه پټ او محرم مجلسونه لري، دغه
مجلسونه چې اکثره په متحدو عرب اماراتو کې د امریکا، او نورو سیمه ایزو او نړیوالو
دولتونو په ګډون کيږي ایران په کې له پامه غورځول شوی، په دې ډول ایران په سيمه کې
خپلې ګټې په دغسې یوې انزوا کې له خطر سره تړلې بولي او دا نه ګډون یو غبرګون وو
چې لویدیز سره پرې چانه ووهي. د ایران د بهرنیو چارو ویاند رامين مهمان پرست د
لندن کنفرانس په اړه خپل تشویش په دې ټکو څرګند کړی وو چې دا غونډه به په روښانه توګه
او د ګاونډیو د غوښتنو سره سمه پرمخ ولاړه نه شي؟!! منو چهر متکي هم په
دې اړه ويلي وو چې (تهران د لندن کنفرانس لپاره شروط لري چې باید ورته پاملرنه
وشي)، اصلاً ایران غواړي چې په سيمه کې د یوه لوی قدرت په توګه ومنل شي، او دسيمې
سياست ته د خپل منطق له مخې لوری ورکړي.
بله مهمه خبره چې له مخې يې ایران
د لندن په کنفرانس کې له برخې اخېستنې مخ اړولی وي، دا دی چې د لویدیز او کرزي
سیاسي موقف د طالبانو سره د خبرو په خوا کوږ شوی، او دا هغه څه دي چې د ایران شیعه
غوښتنې ته په اوږده مهال کې یو ګواښ بلل کیږي، که طالبان او بهرنیان پر سولې سره
را غونډ شي او پېښې هغسې چې طالبان یې غواړي پر مخ لاړې شي نو ښايي د ایران شیعه
سیمه ایز ځواک هر څه د ځان پر ضد وبولي.
ددې امکان هم شته چې ایران نور د امریکا د
نظامي حضور د زیاتېدنې سره مخالف وي. ایران په سیمه کې د امریکا او لویدیز د تلپاتي
شتون سره خپلې سیمه ایزې ګټې په خطر کې ويني، له همدې امله ایران اوسمهال د
نړیوالې طرحې پر ځای پر سیمه ایز توافق او حل ټینګار کوي، په دې اړه منوچهر متکي
دخپلو افغان او پاکستاني سیالانو سره د ګډ مجلس په ترڅ کې وویل چې د افغانستان د
معضلې حل یوازې د سيمه ایز عمل له مخې کیدونی دی.
تور لېست يوه معما!
د سولې لپاره د زمينې مساعدول او اعتماد پيدا
کول یو ډېر اړین کار دی، دا ډېره خواري غواړي او باید پاخه قدمونه پورته شي. په دې
لړ کې یو ډېر اساسي قدم له تور لسته د مقاومت د مشرانو او غړيو د
نومونو د ایسته کولو خبره ده چې لویدیز يې د ډانګ او پړانګ په منځ کې درولی. یوه
ډېره سخته ازموینه چې امریکا به ترې تېريږي هغه داده چې که تور لېست ختميږي نو په
سيمه کې به د امريکا دا اته کلن نظامي حضور څنګه توجيه کيږي؟ که تور لېست ختميږي
نو مقاومت به خپله د امریکا د تعریف له مخې ازادۍ غوښتونکی خوځښت معرفي کيږي، نو
بیا به امریکا په کوم منطق د ازادۍ خوښو خوځښتونو ځپل تعبيروي؟
په هر صورت په دې وروستیو کې له تور لېسته د
ځينو وګړو نومونه لېرې شول چې په دې جمله کې د بهرنيو چارو پخوانی وزير مولوي وکيل
احمد متوکل، د سوداګرۍ پخوانی مرستيال وزير فيض محمد فيض، د بهرنيو چارو وزارت يو
پخوانی چارواکی شمس الصفا، د پلان پخوانی مرستيال وزير محمد موسی، او د سرحدونو او
قبايلو د چارو پخوانی مرستيال وزير عبدالحکيم شامل دي.
نوموړي شخصيتونه د څو کلونو راهيسې په کابل
کې مېشت دي، له نظام او بهرنیانو سره يې کومه وسله واله شخړه نه شته، بلکه له دې
جملې یو تن د ارزګان والي هم دی، ښايي له تور لېسته ددوی د نومونو ایسته کول کومه
عيني ګټه ونه لري، خو دا چې کېدای شي د سولې په پروسه کې د فعالینو او
منځګړو په توګه باید بهر ته د ازادانه سفرونه حق ولري نو په دې توګه پرې يو څه
حساب کېدای شي. خو د تور لېسته د نومونو د لېرې کولو مسئله باید ډېره حقيقي عملي
شي، او هسې سلیقوي برخورد ونه شي.
البته په دې منځ کې یوه بله د فکر وړ خبره دا
ده چې ایا کرزی به له تور لېسته د نومونو د لېرې کولو څومره وس ولري؟ هغه چې په
ډېرې خوشبينۍ او ډاد له مقاومت غواړي چې د روغې خبرې وکړي، خو ایا د یوه قوي تضمين
په توګه هغه توانېدای شي چې د مقاومت مشران لږ تر لږه د انټر پول له تعقيبه خلاص
کړي؟
طالبان او پاکستان!
د لندن کنفرانس په
تمهید کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ددې څرګندونه وکړه چې مونږ له
طالبانو سره په اړیکو کې یو او کولای شو خبرو ته يې کېنوو. دا چې دا ادعا څومره
ريښتیا ده او پاکستان پر طالبانو څومره اغېز او نفوذ لري؟ ځواب يې ډېر پېچلی دی،
او په دې اړه باید طالبان په خپله سپيناوی وکړي، د پاکستان ددې ادعا په
اړه چوپتیا بلا معناګانو او تعبيرونو ته ليار پرانیزي.
خو د تحليل یو بل مخ
دا هم دی چې په قوي احتمال سره ښايي پاکستان ددې ادعا په مټ غواړي چې ځانته په
سيمه کې یو فعال نقش پیدا کړي او نړۍ پرې د سيمه ایز ځواک په توګه یو ځل بیا حساب
وکړي. پاکستان غواړي چې په دې ډول د ډېرو امتیازاتو د ترلاسه کولو هڅه وکړي. له
بلې خوا پاکستان په افغانستان کې د هندوستان پر فعال شتون ویرجن دی، او تل یې د
افغانستان په اړه ددې ویرې یادونه کړې ده. له همدې امله د برېتانیې یوې مشهورې
ورځپاڼې فایننشيل ټایمز د خپلې یوې تحليلې مقالې په ترڅ کې ليکلي وو چې (د پاکستان
امنیتي مقامات، د افغانستان د شخړې د ختمولو په کار کې مرستې ته چمتو دي خو په دې
شرط چې د امریکا متحده ایالات به په سېمه کې د هند د نفوذ د نه پراختیا ضمانت یا
ډاډ ورکوي).
د لندن کنفرانس او
طالبان!
په خبرو اترو کې د
طالبانو د ګډون په اړه دوه مختلفې شننې مخې ته راځي، لومړی دا چې طالبانو د لندن
کنفرانس له پیله مخکې د سولې خبرو ته د ارګ ته څېرمه عملیاتو په ژبه ځواب ورکړ او
د اسوشيټډ پرېس په نقل سره طالبانو وویل چې د لندن کنفرانس یوازې د وخت ضیاع ده،
هغوی په خپلې بیانيې کې د روپو او دندو ورکولو په مقابل کې د وسلو د کېښودولو په
اړه ویلي چې د هغوی مبارزين د اسلام او په افغانستان کې د خارجي نظاميانو شتون ته
د پای ورکولو په لیار کې مبارزه کوي نه د روپو او موقعیت ترلاسه کولو لپاره، نو
ځکه به د دولت وړاندیز ونه مني.
د تحلیل بل اړخ دا
دی چې طالبان ښايي د خبرو اترو په اړه انعطاف وښايي، په دې لړ کې ویل
کيږي چې د خبرو اترو د وړاندیز په وړاندې طالبانو لا تر اوسه کوم قاطع دریځ نه دی
اعلان کړی، او نرمي يې ښوولې ده، ويل کيږي چې د طالبانو ویاند د خبرو اترو په اړه
رسنیو ته ويلي وو چې کله د تحریک قیادت پرېکړه وکړه نو نوموړی به يې اعلان کړي. دې
سره په خوا کې ځينې افغاني مطرح لوري په ډېر ډاډ له طالبانو سره د خبرواترو د
جریان د شتون په اړه غږيږي، په دې اړه اشرف غني احمدزی هم وايي چې له مقاومت او په
ځانګړي توګه طالبانو سره خبرې اترې له مخکې په منظم ډول سره روانې دي.
خو هغه پوښتنې چې
ډېرې اساسي دي لا تر اوسه بې ځوابه دي:
ایا طالبان به داسې
یوه نظام ته ورګډ شي چې هلته د امارت پر ځای جمهوریت حکومتي بڼه ولري؟
او هلته د یوې ډلې پر ځای ګڼ ګوندیز سېستم موجود وي؟
په داسې حال کې چې د
طالبانو د تحریک بنسټيزه غوښتنه دا ده چې بهرنیان دې ووځي، دا که له خبرو مخکې شرط
وي او که د خبرو اترو په ترڅ کې، خو هغوی د بهرنیانو ویستل اساسي غوښتنه بولي، ددې
غوښتنې په مقابل کې کرزی تر ۱۵ کلونو
پورې بهرني ځواکونه یوه اړتیا بولي، دا تناقض به خبرې اترې له کوم سرنوشت سره مخ
کړي؟
د خبرو اترو لپاره
یوه بله اساسي غوښتنه دا ده چې طالبان باید له القاعده سره خپلې اړیکې پرې کړي، او
حتی د سعودي دولت د منځګړیتوب لپاره د طالبانو او القاعده د اړیکو پریکون یو
بنسټیز شرط ښوولی دی، ایا طالبان به له القاعده سره خپلې اړیکې پرې کړي؟
په داسې حال کې چې
طالبان وايي چې هغوی د یوې نظريې او ایډیالوژۍ له مخې جنګیږي، نو د روپو او دندو
په مقابل کې د مقاومت پرېښودل به هغوی نور هم حساس نه کړي؟
د حزب اسلامي موقف!
د خبرو اترو په اړه
حزب اسلامي موقف په یوه واضح میکانیزم ولاړ دی، هغوی د مقاومت له هماغه پیله یوه
واضحه طرحه لري، او د خبرو اترو لپاره شته حکومت ته د اړینو صلاحیتونو د ورکولو
غوښتنه کوي. حزب اسلامي د بهرنیانو د وتلو لپاره د مهالوېش ټاکل یوه ډېره مهمه
موضوع بولي، او حکومت ته د رسېدو په خاطر ټاکنې اړینې بولي. وال سټريټ ژورنال د
سولې په اړه د ښاغلي حکمتیار شرطونه داسې ښايي چی (د افغانستان
څخه دامریکایانو تر وتلو وروسته دي د یوه بې طرف
سرپرست حکومت لاندې انتخابات وشي او دی وړاند
وینه کوي چې دده حزب اسلامی گوند به په سلو کې اویا رایې وگټي).
دې سره په خوا کې
ښاغلی حکمتیار له طالبانو او القاعده سره د اړیکو او کوم تړون له شتوالي انکار
کوي، او یوازينی ګډ ټکی د بهرنیانو پر ضد ددوی مقاومت بولي او بس.
د حزب اسلامي ویاند
هارون زرغون بي بي سي ته د لندن کنفرانس په اړه ددې تنظیم موقف داسې ووایه:
چې دوى په دې برخه
کې ځانگړي شرطونه لري چې په منلو سره يې دوى هر ډول خبرو اترو ته چمتو دي :
((حکمتيار صاحب خو
پخوا هم داسې خبره کړې وه، که چېرې بهرنيان له افغانستانه د وتلو مهال وېش وړاندې
کړي موږ خبرو ته چمتو يو، په افغانستان کې دې يو بې طرفه لنډمهاله حکومت جوړ شي او
د يوه کال د ننه دې ټاکنې وشي ، ټول هغه سياسي بنديان چې په مختلفو ځايونو کې
بنديان دي، هغه بايد خوشې شی دايمي اوربند دې وشي، او نور به امريکايانو ته د دې
مهال وېش د ننه دا حق حاصل نه وي چې افغان عوامو باندې بمبار وکړي او هغوی ووژني .
دا زموږ شرايط دي او موږ وړاندې کړي دي .))
په هر صورت سوله
کومه اسانه چاره نه ده چې د اته کلنې جګړې په پای کې دې دومره ژر په تشو هیلو
رامنځته شي، سوله یوه داسې تعهد ته اړتیا لري چې په صداقت ولاړ وي. ددې تعهد
لومړنۍ اړتیاوې دا دي چې د خبرو اترو لپاره اعتماد رامنځته شي، له تور لېسته د
مقاومت د مشرانو نومونه لېرې کړای شي او مقاومت ته یو سیاسي ادرس ورکړای شي. د
مقاومت لوري هم باید د خبرو اترو لپاره یوه واضحه طرحه ولري او د سولې په اړه خپل
موقف همداسې په ابهام کې ونه ساتي.
کروړونو خلکو ته مې
خدایګو خوله هم نه جوړيږي
څنګ ورته ووايم چې
نسل د افغان ورکيږي
د کوره مه اوځئ سړی
په سپين ميدان ورکيږي
يادونه:
نوموړې ليکنه په ژوند مياشتنۍ خپرونه کې
په ۱۳۸۸ حوت کې خپره شوې وه.
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.