وحیدالله مصلح
په افغانستان کې د لویدیز روانه جګړه
نوره دومره درنه شوې چې طراحان يې سرګيچ او ملتونه يې ستومانه کړي، دا جګړه
نوره هغه مصنوعي رواني خواخوږي هم له ځانه سره نه لري چې د لویدیز رسنۍ د هرې سيمه ایزې
او نړیوالې ښکېلتیا په پسمنظر او منظر کې د اروپا ړندو ملتونو ته پرې نظر جوړوي،
هلته چې د هرې ورځې په پای کې د خپلو اولادونو وژل یو ورځنی خبر جوړ شي نو دا به څنګه
عقل وي چې تر پایه به دې بایللې جګړې ته دلاساینه ورکوي…
لویدیز اصلاً د جګړې د عواملو د ورکاوي
پسې نه دي، هغوی ددې پر ځای چې په یو صادقانه پر شاتګ
سره د اسلامي نړۍ پر ارزښتونو له لوبې تېر شي، يوې نه ګټونکي جګړې ته یو احمقانه دوام
ورکوي… دا د ميوند تاريخ ځپلی لویدیز ولې بيا او بيا اشتباه ګانې کوي، دلته خو لا د
ملالې د ټپې او د ایوب خان د اتلوليو باب پاي نه دی موندلی… نو بيا ولې لویدیز په
پخوانيو ماتو راګرځي او په همغه تعقیب د نوې ماتې بنسټونه ږدي؟ دا څومره لیونی تکرار دی.
ددوی منحوسې توطيې کله زمونږ اقصی د
ژور پاڼ پر څنډه دروي، کله مو اروپا مېشتو
مسلمانو خوېندو حجاب ته د قانون بندونه ماتوي، او کله مو د تمدن هغه ارزښتونه
چې د لویدیز په نړیوال کلتور کې ذوب نه شول ددوی لیونی عکس العمل دومره پاروي چې
زمونږ تر ښارونو او کوڅو يې رارسوي… اصلاً دا روانه جګړه يوه تمدني جګړه ده، همغه
جګړه چې هنټنګټن يې په اړه ويلي وو چې لویدیز لپاره اصلي مشکل اسلام دی! دا بيخي سمه
خبره ده، هو! لویدیز د خپلې ستونزې په درک کې بريالی خو برخورد يې د منځنیو پېړيو
د شاهانو په څېر په دبدبو ولاړ دی، لویدیز باید د مسلمانانو فرهنګ د ورکاوي تر
مخه په دې فکر وکړي چې ایا دا هر څه کيدوني دي؟ او همدا ننګونه خپله د امریکا د پوځ
متقاعد جنرال دګلس مک ګریګور مطرحوي او وايي، دا چې موږ د اسلامي نړۍ په فرهنګ کې د
بدلون راوستلو په موخه یو تریلیون ډالر مصرف په حتمي توګه لګوو، بیخي غلط او بې
معنی نظر دی!
بایللې جګړه!
یوه داسې جګړه به څنګه وګټل شي چې په خپله د بوش
ګوند يې هم د ناکامۍ اقرار ته اړ کړی، همدا څو ورځې مخکې د جمهوريت غوښتونکي ګوند
مشر مایکل سټيل ويلي وو چې د افغانستان جګړه د امريکا نه بلکه د اوباما جګړه ده!
دا خبره که لږه نوره هم روښانه ویل شوې
وای نو لا به ښه وای، له بده مرغه په امريکا کې د يوې ډېرې خطرناکې مافيايي شبکې په
شتون کې د سیاست لوښي بې وسه دي او یوازې هغه څه وايي چې لږ تر لږه د اسرايل لابي پر
ضد نه وي، که نه د نړۍ داسې برخه به هم وي چې هلته دې جګړه وي او په امريکا کې دې
د اسرايلو پولادي حاکمه شبکه ورته فکر نه جوړوي؟ د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په
بنسټيزو خطونو کې د اسرايلي لابي رنګونه پراته دي او که دا رنګونه وچ شي نو د نړۍ د
ورانۍ بدغوني رنګونه به د سولې پر سپين هغه بدل شي…
جنرال ماتيس، نن او پرون!
د امريکا د نهو کلونو مخکې موقف ډېر توند او د اشغال له
ولولو ډک وو، هغه موقف چې فرعوني تخيل يې امریکا د نړۍ د نيواک په خاطر پر افغانستان له
ولکې نا چاره کړه، خونن لږ تر لږه د همدې جګړې په تل کې د خپل کوچني شوي
موقف د ساتلو لپاره د نجات حلونه لټوي… د فرعونيت په پروني پړسوب کې جنرال جیمز ماتيس هم
دغې سرکښې نظرياتي جګړې ته بله بګتۍ ويشتلې وه او هغه دا چې په افغانستان کې د
امريکا پر مخالفينو باندې ډزې کول ماتیس ته سرګرمي ده! خو نن حالات اووښتي دي دلته
پروني خیالونه د نن حقایقو ته ټيټ شوي او د جګړې د بایلات کيسې نن د لویدیز د
رسنيو په متن کې ځای لري، نو ځکه که جنرال ماتيس د امريکا د پوځ په مرکزي قومندانۍ
کې د پيترياس پروني موقف ته راځي نو بايد خپلې مقابلې نظريې ته د ټيټيدو ناز او اداب
زده کړي. او ښايي همدا لامل به وي چې رابرت ګيتس ویلي چې جنرال ماتيس له پخوانيو
درسونو ډېر څه زده کړي دي.
د افغان بې ارزښته وينه!
که پر مېک کرېسټل يې ډېری افغان انډیوالانو حساب کاوه نو
هغه دا وه چې ګنې هغه د افغانانو په تلفاتو کې کمې راوړی وو، او دا چې هغه به هر وخت
د افغانانو په وژنو بښنه غوښته او په دې اړه يې تر پخوانيو قومندانانو ډېره پاملرنه
درلوده. دا بېله خبره ده چې ایا دا هر څه په واقعيت کې همدغسې وو او که نه؟
خو که په همدغه تناظر کې يې نوی ځای
ناستې وشنو، نو د هغه ارادې بدلې دي، او په پوځي
ديپلماسۍ کې د افغانانو د وژنو په اړه له ډېرې سطحي یادونې پرته نوره پخه خبره نه
کوي. د بېلګې په توګه د هغه د کلام ترخه داسې دي:
(کله چې زموږ سرتېري او افغان ځواکونه د
جګړې په ډګر کې له سختو شرایطو سره مخامخ کیږي، نو د سرتېرو د امنیت او
ساتنې په مقصد به له ټولو امکاناتو څخه کاراخلو… دښمن وحشي دې او د دوی په
وړاندې د اییتلاف د ځواکونو چلند باید بې رحمانه واوسي).
د اخبره په ډاګه ددې غمازي کوي چې
لویدیز له خپل هغه مقطعي موقفه یو بل غولوونکی په شاتګ کوي چې په پایله کې
به يې د افغان پر ټاټوبي د افغان وينه تر پرونه هم ډېره ارزانه توييږي. دا لوبه
ډېره دردوونکې ده او دا چې ددې سرې لوبې تاب به لویدیز د شوروي پر مات شوي تاريخ
راتاو کړي که نه؟
سنګين او د هسکې غاړې په شاتګ!
په سنګين کې چې برېتانيې ته تر ټول غټ مقتل ګرځېدلی نور برېتانويان نه ایساريږي، ظاهراً خو دوی په دې حساب کوي چې سيمه امريکايانو ته پرېږدي او دا چې د هغوی په قومانده کې سيمه دوی تر خپلې ولکې لاندې نه ساتي… خو له سنګينه د برېتانوي پوځ ځايي په شاتګ او په ځای يې د امريکايي پوځونو ځای په ځای کول په خپل ځان کې بلا نور تعبيرونه لري، دغسې پېښې د امريکا او برېتانيې پر ټکني باور او اعتماد يو بل دليل ګڼل کېدای شي.
په دې اړه بله انګېرنه دا هم ده چې نور به
شايد برېتانيه د کامرون د نوي دولت لپاره د پشتوانې د چټکې کمېدنې مخه نيسي، کله
چې د برېتانيې له ۳۱۲ وژل
شويو پوځيانو تر سلو ډېر يې سنګين خوړلي که پېښې همداسې پر
مخ ولاړې شي نو په برېتانيه کې به له روانې جګړې سره د ولس همدردي هم اړيدلي
احساسات وخوري، نو ځکه حفظ ماتقدم د همدغسې يوه په شاتګ غوښتنه کوي. ګارډين هم په دې اړه
ليکي چې: سنګین، موسی کلا او مارجه د انګلستان د مطبوعاتو د لومړېو مخونو داستانونه
دي، دا د بري داستانونه نه، بلکه د دوزخ کیسې دي.
د شرم خبره بیا بله ده او هغه له
سنګينه د هسکې غاړې د وتلو وینا ده، کله چې د غیرت فرهنګ لپاره تعريف
منحرف شي نو انحراف بیا همدغسې بدرنګه لفاظي له ځانه سره لري. برېتانویان له سنګینه
ووځي خو په هسکه غاړه… هغوی یو مهال له ميونده هم په هسکه غاړه وتلي وو، د
هغوی برايډن هم يو مهال د ۱۸ زره
انګليس پوځ تر وژل کېدو وروسته په هسکه غاړه پښې سپکې
کړې وې، او نن دا دی يو ځل بيا له سنګينه په هسکه غاړه ووځي… دا تسلسل ډېر منطقي دی
خو چې تعبير ته يې انډيپينډينټ نه وای احمق شوی، دا د هسکې غاړې تېښته ډېر
خندوونکې ده. په پښتو کې يوه لنډۍ ده چې:
د موزيګي شکيدلي کټه
چې زه دې لنګه ټينګوم بازو دې ځينه
په افغانستان کې د جګړې د پرمخ وړنې لویدیز ایتلاف هم لکه د
موزیانو کټ ګرځېدلی، نه يې بازو د ټينګې دی او نه لنګه.
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.