• مجموعي کتنې: 144774

سوله که پوځي حل، د ستراتیژۍ منطق په کومه خوا دی؟

347 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

سوله که پوځي حل، د ستراتیژۍ منطق په کومه خوا دی؟

وحيدالله مصلح

زمونږ د هیواد تاریخ داسې دی چې دلته خلک بې ستراتیژۍ راځي خو بیا پښو سپکولو ته ستراتیژي جوړوي، او ښايي د امریکا په تاریخ کې هم دا دوه ګونیتوب شتون ولري، هلته د جمهوري غوښتونکو په دورو کې د تهاجم  سیاست پلی کیږي او ملي بودیجه پورونو ته غورځیږي، خو کله چې ډیموکراټان واک ونیسي نو بیا خوارکیان لکه ویتنام  دې خونړي افغانستان نه د وتلو په پلمو د اوړو پوزه ستراتیژي جوړوي.

د اوباماستراتیژۍ  نړۍ په انتظار ستړې کړه، ستراتیژي نه وه سم د بسوګۍ واده وو…  خو اوس پوښتنه دا ده چې په یادې ستراتیژۍ کې د پام وړ بدل شوي موقفونه شته که نه؟

زوړ استدلال!

اوباما د نیویارک په ویسټ پواینټ نظامي پوهنتون کې چې ګڼ شمېر نجونې او نارینه ورته ناست وو د ځنډېدلې سترتیژۍ وینا وکړه، نوموړي پیل له همغه بې بنسټه استدلاله پیل کړ چې ګوندی مونږ خو نه غوښتل چې جنګ وکړو بلکه جنګ پر مونږ تپل شوی، او په دې اړه یې تر ټول کره دلیل د نیویارک پر اسمان څکو ودانیو د الوتکو جنګولو پېښې وې هغه وویل چې امریکا د ۲۰۰۱ سپتمبر بریدونو له امله چې د القاعده د جنګیالیو په واسطه ترسره شوې په افغانستان کې شتون لري.

په دې ډول نوموړی ددغې ناروا جګړې پر مشروعیت تاکید وکړ، او پرته له دې چې په نوموړیو پېښو کې د افغانانو پر شتون دلیل ولري، او په  دې اړه کره او بې پرې شواهد وړاندې کړي پر افغانستان یې تیري ته یوه تشه فرضیه دلیل نیولی، ددې فرضیې بنسټګر بوش وو، او اوس یې بیا تکراروونکی اوباما دی.

د ځواکونو ډېرول، ستونزه که حل!

څو میاشتې مخکې اوباما ویلي وو چې که مونږ په افغانستان  کې ځواکونه زیات کړو نو هلته به خلک ورته د اشغالګرو په سترګه وګوري، خو د اوسنۍ وینا ترکیز یې د ۳۰ زرو ځواکونو پر زیاتولو څرخېده، پوښتنه دا ده چې ایا د ځواکونو ډېرول د درد دوا ده؟ لیری فکر ته اړتیا نه شته د شوروي اتحاد پر ماتې خو خپله امریکايي لیکوالانو بلا کتابونه لیکلي، ایا اوباما خو به د ګورباچوف سیاست نه تکراروي؟

اصلاً امریکايي پالیسي جوړونکي عیني حقیقتونه په پام کې نه نیسي، کله چې هغوی د نیویارک په دنګو او مرفهو ماڼیو کې ناست د غرني افغانستان په اړه څه لیکي نو د حقیقتونو تشې به یې د بریالۍ ستراتیژۍ پر مخ خنډ وي.

ښايي د اوباما دولت به غواړي چې د نویو تازه دمو ځواکونو په ډېرولو سره په افغانستان کې د مقاومت د ځواک مرکزونه په نښه کړي، هغوی به په هلمند او نورو سیمو کې د هغوی په وړاندې عملیات وکړي اوپه دې ډول به د عراق له تجربې ګټه واخلي. خو په دې لړ کې د پاکستان اندېښنې ننګېدلي دي، هغوی وايي چې که امریکايي پوځونه په جنوب کې د پاکستان سرحد ته څېرمه په عملیاتو بوخت شي نو به طالبان د پاکستان سیمو ته په تلو هغوی ته ګواښ جوړ کړي.

له بلې خواعیني حقیقتونو امریکا له مقاومت سره د خبرواترو پر اصل راګرځېدو ته اړ کړې ده، خو رسنیو چې د مقاومت کوم  غالب او بریالی تصویر انځور کړی، په دې حساب به نو امریکا په احتمالي خبرو اترو کې د یوه مغلوب لوري په توګه برخه اخلي، ښايي همدا لامل به وي چې دوی لومړی د مقاومت د ځپلو هڅه کوي او بیا به یې په تعقیب د خبرو اترو مېز ته کیني.

بله مهمه پوښتنه دا ده چې ایا امریکا به په افغانستان کې د تر یولکو ډېرو پوځیانو لګښت ته اوږه ورکړای شي؟ کله چې د یوه امریکايي عسکر کلنی لګښت یومیلیون ډالر وي، اوله بلې خوا دنویو  دېرش زره پوځیانو په انتقال باندې درې زره میلیونه ډالر لګښت راشي، نو په دې ډول به افغان جګړه د امریکا په مات شوي اقتصاد یو داسې بار وي چې د واشنګټن مشران به لږ تر لږه د جینیوا تړون تکرار ته کینوي.

سوله او پوځونه!

له یوې خوا امریکااو افغان دولت غواړي چې له مقاومت سره خبرې وکړي، او د هیواد روان حالت ته حل ومومي، خو له بلې خوا د ستراتیژۍ په وینا کې نه یوازې دا چې د اوباما لهجه د زور او پوځي حل پر بنسټ درېدلې، بلکه د مقاومت له لوریو سره د خبرو اترو کوم واضح پلان هم نه په کې لیدل کېده، که امریکا غواړي چې له مقاومت سره خبرې وکړي او د سولې پروسه مخې ته کړي نو بیاد پوځونو ډېرولو ته اړتیا څه ده؟ ایا د پوځونو په ډېرولو به سوله راشي؟ ایا اوباما د افغانستان تاریخ نه شني او نه ترې زده کوي چې دلته بهرنیو پوځونو نه ده ګټلې او سوله خو لېرې خبره ده! نو ځکه خو د پوځونو ډېرول د سولې په نسبت پر پوځي حل تاکید کوي.

په هر صورت که اوباما غوښتلای چې خپل هیواد او ملي اقتصاد ته نجات ورکړي او هم د افغان په هیواد کې لکه شوروي مرګونی ونه پرزیږي نو باید د سولې د ستراتیژۍ نوښت یې رامخې ته کړای وای.

افغان پوځ ته پرتې ننګونې!

د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې غټه موخه د ملي اردو او پولیسو د ظرفیت او شمېر لوړونه ده، ښايي ډېر ښکاره هدفونه به په دې ډول وي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د افغان ځواکونو شمېر څلورسوه زرو ته ورسوي، په دې ډول چې راتلونکی کال به د ملي اردو شمېر ۱۳۴ زرو او د ملي پولیسو شمېر تر سلو زرو واوړي، په دې لړ کې به د نوموړیو ځواکونو په معاش کې ۴۰ سلنه ډېروالی هم په پام کې وي.

اوس نو ډېرې لومړنۍ پوښتنې دادي چې  چې ایا شته دولت به ددې وړتیا ولري چې د نوموړي شمېر د پوره کولو په خاطر هره میاشت ۵۰۰۰ تنه جذب کړي ؟  په داسې حال کې چې اوسني ځواکونه د ملي تعهد په نسبت پر زماني قرارداد درېدلي په دې تناظر کې به د یوې ژمنې ملي اردو جوړول څومره کیدوني وي؟ ایادې پوښتنې ته وړ ځواب میندل شوې چې ولې له شته اردو په سلګونو ځوانان کورونو ته تښتي؟ ولې د ملي اردو او پولیسو کارمندان پر بهرنیو ځواکونو راګرځي او ډزې پرې کوي؟ هغه ويډیو چې د کندز ولایت پولیس په کې طالبانو ته په خورا خوښۍ خپلې وسلې تسلیموي ولې نه تحلیل کیږي؟ اخر هغوی ولې دغسې کړنو ته اړ کیږي؟ دا ټولې پوښتنې اساسي شننې او ځوابونه غواړي.

بله غټه ننګونه چې ښايي په راتلونکي کې به زمونږ ملت او ملي بودیجه بېسارې وځپي هغه څلورسوه زره ځواکونو ته د درنو میاشتینیو معاشونو خبره ده، د اوس لپاره خو به د ځواکونو د لا جذب او ساتلو په خاطر د معاشونو ډېرول د بهرنیو مرستو په خومار کې بابیزه وي خو ایا په اوږده مهال کې ددې خطرناکې معما انجام ته هم ددې پالیسۍ جوړوونکيو پاملرنه ور اووښتې که نه؟ ددې هیواد بې وسه ولس او غریبه بودیجه خو د دومره ځواک دومره ډېر معاش پېټی نه شي پورته کولی نو په اوږده مهال کې به ددې اردو د ساتلو تعهد څوک له ماتولو ایسار کړي؟

سپین چېکونه او فساد!

د اوباما اداره او په ځانګړې توګه نوې ستراتیژي په افغانستان کې د اداري فساد په اړه ډېر خوابدي او غوسه دي، په مجموع کې ټول لویدیز په نوي راتلونکي کې خپلې مرستې په کابل کې یوې متعهدې او له فساد سره پر مبارزه کونکې ادارې پورې تړلې بولي، اوباما په نوې ستراتیژۍ کې وايي چې هغه ورځ تللې چې امریکا به د ترهګرۍ په جګړه کې سپین چیکونه خلکو ته ورکول. د اوباما د همدې وینا پر استدلال باید له لویدیزه پوښتنه وشي چې کله مو چې په تېر کې خلکو ته سپین چیکونه ورکول، کله مو چې د طالبانو د پرځولو په مقدمه کې ځینو حلقو ته په بوجیو ډالر ورکول، کله مو چې خپلو مرستو ته خپلې هیوادنۍ لوی لوی کمپنۍ واردولې او د مرستو ډېره برخه یې بیرته بونګه کولې نو ددې فساد مخه مو هغه مهال ولې نه نیوله؟ ولې ددې پراخه غبن شاته بهرنۍ مهرې محاکمې ته نه کش کوۍ؟ ایا دفساد رنځ یوازې په دولت کې دی… دولت خو هم په نهایت کې ستاسو د امرونوتعمیل ته ناسته مجبوره اداره ده، په دې کې شک نه شته چې دولت پړ دی خو په خپله سلنه!

د مقاومت انګېزه!

لویدیز وايي چې د دولت فساد خلک د دوی پر ضد درولي او روان مقاومت د ایډیالوژیکې بڼې په نسبت د دولت له فساده مرور دي، خو ایا دا ادعا ریښتیا ده؟ ایا ریښتیا هم دلته روانه جګړه د اشغال په نسبت د فسادله امله ده؟ دا څومره ښکروره ادعا ده،  دې دروغو ته نو د ځواب پر ځای یوه طنزیه چوپتیا ډېره وړ ده!

په کوم هیواد کې خلکو د رشوت، غبن، او فساد له امله د دولت پر ضد جګړه کړې؟ که ستونزه یواځې د اداري فساد وي نو بیا خو ددغسې ناوړو حالاتو پر ضد چاره دا ده چې خلک مرور کیږي، له دولته واټن نیسي، مظاهرې کوي او د دولتي چارواکو او د هغوی د کړنو د بدلون لپاره سیاسي مبارزه کوي او دا ځکه چې دغسې فاسد فکتورونه د جګړې په نسبت د یوې سالمې سیاسي مبارزې په ترڅ کې ډېر ښه سم کیږي.

خودلته خبره بل ډول ده، کله چې جنرال مک کریسټل د لندن د ستراتیژیکو څېړنو په نړیوال مرکز کې خبرې کولې نو یې د مقاومت د پراختیا پر دلیل خبره داسې راخېستې وه (کله چې جاسوسي اطلاعات لاسته راځي چې مثلاً لس یاغیان په یوه ځای کې راټول شوي دي نو مونږ هلته عملیات کوو، په دې لړ کې ځیر کیږو چې دوه تنه مو له منځه وړي په دې حساب نو ۸ تنه ژوندي پاته کیږي، تصور به ښايي دا وي چې له هغوی به یو شمېر د عملیاتو او وژنو له امله جګړه پریږدي خو وروستي اطلاعات بیا دا ښايي چې نوموړي یاغیان اته یا دولس او حتی شلو ته رسیدلي دي، ولې؟ ددې لپاره چې هر جګړه کونکی پلار، ورور، تره او نور خپلوان لري، د هغه په وژلو ټول کساتګر کیږي او له جګړه کونکو سره یوځای کیږي). نوموړی بله بېلګه ورکوي او وايي چې: (کله چې د طالبانو په بمب ایښودنې کې ملکي خلک وژل کیږي لکه د کندهار د لویې لارې  وروستۍ پېښه، اخېستنه باید دا وي چې طالبانو د خلکو پر ضد عمل کړی او خلک باید له هغوی بېزاره شي او واټن ترې واخلي، اما خلک بل ډول غږیږي او وايي: دا بمب ددې له امله ایښودل شوی چې تاسو(بهرنیان) دلته یاست که تاسو ونه اوسۍ نو بمب به هم نه وي).  په همدې توګه هنري کېسنجر د امریکا پخواني خارجه وزیر هم د افغانستان دغې ځانګړنې ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې (هیڅ پراختیا غوښتونکی هیواد تر اوسه نه دی توانېدلی چې افغانستان اشغال کړي په دې حساب حامد کرزی له بنسټیزو ستونزو سره لاس او ګریوان دی). له دې استدلاله مو موخه دا ده چې ددې جګړې شاته نورې نورې موخې پرتې دي او هغه دا چې دا هیواد اشغال دی، جګړه خلک وژني او د خلکو ټبر د کسات پر بنسټ د خپل قام او هیواد نه دفاع کوي، او دا ټولې کړنې په مذهبي لحاظ ډېر لوړ کار دی.

د وتلو ژمنه؟

امریکایانو سره له دې چې په سیمه کې ډېره ستره پانګونه او نظامي بوختیا کړې، اوخپل زلمي او پېغلې یې د دې هیواد په غرونو او دښتو کې دخپلو نا اعلان کړیو پټو موخو  په لار کې بایللي، بالاخره ددې هېواد نه د وتلو د پېل یوه مبهمه او ډېره تحلیلیدونکې خبره کړې، په هر صورت دا یوه ښه پیل دی، خو اعلان په ځان کې بلا شننې لري، اوباما ولې مخکې تر مخکې د وتلو د پېل ډېره مشخصه نېټه وښودله؟ او دا چې د پای نېټه او د وتلو زماني مهال ویش  ولې په منظم ډول نه دی مشخص شوای؟

ددې لاملونه ښايي ډېر وي خو کوم چې ډېر څرګند او قوي دي هغه لومړی د ماتې او شاګیرڅ له هغه تاریخي تکرار نه نجات  دی چې افغانستان یې د اوږده دوام لپاره مستعمره نه ده پرېښې، په دې ډول به امریکا مخکې تر دې چې د مقاومت له لوريو سره د خبرو په تر څ کې د وتلو د غوښتنې له امله وتلو ته اړ شي نړۍ ته به وايي چې مونږ د خپلې ستراتیژۍ له امله وتلي یو او په دې کې د مقاومت فکتور کوم بنسټیز لامل نه دی، په دې توګه به دوی خلکو ته وايي چې مونږ وتلي یو ویستل شوي نه یو.

بل فکتور د امریکا مخ په ځوړاقتصاد دی، ایا امریکا به په دغسې اقتصادي رکود کې چې نړیواله مشري یې د چین په رقابت کې داو ته ایښې د دومره اوږده، نه ګټونکي او زاره چاودي جنګي مشین په چلولو خپله اقتصادي بقا پاڼ ته وغورځوي؟ اقتصادي ماته یو بد چانس دی چې په سیمه کې یې د پنټاګون جنګي طرحې او د سیمې د جغرافیې بدلولو پلانونه ډېر محدود کړي، نو ځکه دا حالت د پوځیانو په بیا ویستلو کې خپل رول لري.

دا  چې اوباما د وتلو نېټه ولې نه ده مشخصه کړې، دا نو د ستراتیژۍ د هغو پټو بدیلونو پورې تړلې خبره ده چې په هیله یې اوباما دې هېواد ته تر ۳۰ زرو ډېر نور پوځیان رالیږي، که د امریکایانو ستونزې نظامي حل ومومي نو بیا خو کېدای شي یوازې د محدودو قطعو په ویستلو بسنه وکړي او د پای نېټه به لکه جاپان تر لسګونو کلونو په ستراتیژیکو تړونونو کې ورکه شي، او که د ماتې برخلیک رامخې ته شو نو ستراتیژي تر ټولو ښه استناد دی.

په هر صورت لکه مخکې مو چې وویل د وتلو ژمنه یوه ښه پیل او تعهد دی، په دې ډول به امریکا په سیمه کې د مقاومت له لوریو سره د خبرو اترو د دروازې په پرانېستو کې ونډه واخلي، او د روانې بدمرغې تپل شوې جګړې د پای شېبې به رانزدې شي.

يادونه:

نوموړې ليکنه په دسمبر ۲۰۰۹ کې ملي اصلاح اونيزې ته ليکل شوې وه.