وحيدالله مصلح
د لندن کنفرانس د بن له کنفرانسه را په دې خوا اتم نړیوال کنفرانس دی چې د افغانستان د معضلې په اړه دایریږي، دا ځل د کنفرانس ځانګړنه دا وه چې د افغان-امریکا جګړې د پایلې په توګه لویدیز د خپل جګړه ایز غرور پر ماتې يو ديپلماتيک اعتراف ته اړویستل شوی، که هر څو د سولې خبره په کنفرانس کی سمبوليکه وه خو دا چې امریکا لږ تر لږه پر سولې راګرځي دا خپله له ارزښته ډکه ده.
پر افغانستان د یرغل په شېبو کې د بوش له
غروره ډکې وينا او د امریکا اوسني انعطافي او سولیز برخورد په منځ کې د اتوکلونو
جګړې تاریخ خوندي دی.
لندن کنفرانس او دخلکو هيلې!
د لندن کنفرانس په تیاریو کې لویدیزو رسنیو
دومره کمپاین وچلاوه، چې ډېری خلکو د سولې په تړاو له دې کنفرانس سره خپلې هیلې
وتړلې، رسنیو حتی د کنفرانس د پیل نه په لږ مخکې شېبو کې ویل چې له تور لېسته به د
مخالفينو د مشرانو د نومونو د لېرې کولو پرېکړه کيږي، د مخالفينو سره د خبرو په اړه به
د یوه واضح ميکانیزم په اړه فیصله کيږي او دېته ورته نورې خبرې..
خو په دې هیواد کې دا تکرار لا پسې تکرایږي
چې تر هر کنفرانس وروسته له یوې خوا پرېکړې د کاغذ پر مخ یو لیکلی یادښت پاتې شي
او له بلې خوا هغه څه چې خلک له کنفرانسونو هیله لري هغه په ډېره لږه سلنه
تعقيبیږي، د ساري په توګه په تېرو کنفرانسونو کې د شویو ژمنو په اړه هيلې دا وې چې
مرستې باید له افغاني ليارو ولګول شي، خو یوازې په دې پلمه چې افغاني کدرونه ظرفيت
لوړونې ته اړتيا لري د لګښتونو له تصرفه لېرې وساتل شول، او پایله هغه شوه چې په
میلیاردونو ډالر د بهرنیو سترو شرکتونو له ليارې بونګه شول، دې شوړو ته یو شمېر
افغاني انجوګانې او شرکتونه هم غله شول، خو افغان هیواد لا هم د میلیاردونو مرستو
په شتون کې غریب دی. د دې کنفرانس په اړه هم په پیل کې هیلې سترې وې،
فکر کېده چې د سولې په اړه به په کې بنسټیزې پرېکړې وشي او د حقيقتونو په
پام کې نیولو سره به روانې ستونزې ته یو سولیز حل راوویستل شي، خو سوله
هغه د چا خبره له یوې خوا په ډېر حاشیوي ډول یاده شوه او له بلې خوا لویدیز شرایط دومره
زیږه کړای شول چې یوازې د تسليمۍ په معنا تعبیریدای شي او بس.
لندن کنفرانس او د سولې پروسه!
ظاهراً دلندن کنفرانس له موخو یوه دا وه چې
کرزی د سولې د پلان په اړه نړیوال ملاتړ تر لاسه کړي، خو ټول په دې پوهیږي چې د
افغانستان جګړه نوره امریکا او اروپا ته له زغمه ووځي، له یوې خوا جګړه دومره
اوږده شوه چې د اروپا او امریکا د ولسونو عامه رایه دومره اوږده وفا نه شي ورسره
کولای، له بلې خوا داسې یوه جګړه چې په ګڼ شمېر بهرني عسکر يې د قربانیانو په توګه
خپلو هیوادونو ته ژوندي نه شي تللای، او د جګړې د مشين مالي لګښت پر زرګونو
ميلیونو ډالرو اوړي، دا به کوم منطق وي چې هغوی دې بیا هم دې سرکښې جګړې ته دوام
ورکړي!
له همدې امله د لندن کنفرانس په پرېکړه ليک
کې د سولې په اړه د ۱۴ مې مادې په ځایولو سره د کرزي د سولې له هڅو
ملاتړ شوی، نوموړې ماده د سولې په اړه کوم وضاحت نه لري، په مجموع کې د لندن
کنفرانس او ورسره د سولې پورې تړلې هڅې لاندې تشې لري:
لومړی: د سولې لپاره د چاپېريال جوړولو
ترکيز په کې نه شته.
دویم: له تور لېسته د مخالفينو د مشرانو
د نومونو د لېرې کولو په اړه کوم تصميم په کې نه تر سترګو کيږي.
درېم: د مخالفينو د لوریو لپاره د سياسي
ادرس ستونزه په کې نه ده حل شوې.
څلورم: امریکا یوازې د سولې له خبرو په
ملاتړ کولو سره ځان محض يوه اخلاقي ملاتړ پورې ایساروي، نو ځکه کله چې سوله په هر
ناکام انجام پايیږي دوی ته یې د پړې کومه ګوته نه نيول کيږي.
پينځم: تر دې کنفرانس مخکې او
وروسته کرزي او د امریکا د بهرنیو چارو وزيرې له طالبانو سره د خبرو
اترو لپاره داسې شرطونه ايښي چې د تسليمۍ پرته بله معنی نه لري
شپږم: د ښه او بد په نومونو د طالبانو
د ويشلو لوبه هم دوګانګي لري، چې د سولې پروسه په ناکامۍ انجاموي.
اوم: د سولې کولو ادعا له يوې خوا او د
طالبانو د اخېستلو پروسه او ورسره په څنګ کې د جګړې او د ځواکونو پر ډېرولو مسلسل
تاکيدیو دوه مخی سياست دی چې سوله ننګوي.
سيمه ایز رقابتونه!
د افغانستان جیو پوليټیک موقعیت دا هیواد د
سیمه ایزو او نړیوالو ځواکونو د جګړې پر میدان بدل کړی، په سيمه ایزه کچه ګاونډیان
تل په دې هڅه کې وي چې دلته د یوه ګوډاګي او هغوی ته د اړ حکومت په رامنځته کولو
سره هیواد ځان پورې تړلی وساتي. دا بدنام موقف تر شا یو ډېره بدرنګه انګېزه لري او
هغه دا چې که دلته یو ملي او خپلواک حکومت او یا د رقيب دولت لاسپوڅی په واک کې
راشي نو هغوی ته به بلا ستونزې وزیږوي، او همدې دوامدارې موقف نيونې زمونږ هېواد
یوې اوږدې بې امنۍ ته ننویستی.
د روانې ستونزې یو ډېر بد اړخ همدا دی، په
روانه جګړه کې هر ګاونډي هیواد غواړي چې د افغانستان روانه سياسي سناریو د ځان په
ګټه کړي، په همدې سياسي تناظر کې دا تحليل مخې ته راځي چې زمونږ ګاونډي هیوادونه
غواړي چې دلته دې د هغوی سياسي ګټې نه یوازې خوندي شي بلکه د هغوی لاسپوڅي دې په
واک کې راشي. ددې تر ټولو څرګندې بېلګې پاکستان او ایران دي چې تل يې افغانستان په
سيمه کې د خپلو هیوادنیو ګټو قرباني کړی، د بېلګې په توګه فایننشيل ټایمز ليکي چې
(د افغانستان د سیاسي حل په اړوند نویوبحثونو کې د پاکستان په شاملولو سره ددي
هیواد استخباراتو یا اي اس اي ته دا فرصت برابریږي چي په سېمه کي د امریکا د بهرنۍ
پالیسۍ په هدفونو کي خپل رول څرګند کړي او له واشنګټن څخه د زیاتو امتیازاتو
غوښتنه وکړي). له بلې خوا کله چې ایران د لندن په کنفرانس کې ګډون ونه کړ نو یو
لامل یې همدغه سيمه ایز بد رقابت وو چې غوښتل يې د افغانستان په کشاله کې د یوه
مطرح سيمه ایز ځواک په توګه ومنل شي، په دې اړه منوچهر متکي دخپلو افغان او پاکستاني
سیالانو سره د ګډ مجلس په ترڅ کې وویل چې د افغانستان د معضلې حل یوازې د سيمه ایز
عمل له مخې کیدونی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند رامين مهمان پرست هم
ويلي وو چې چې د لندن غونډه به په روښانه توګه او د ګاونډیو د غوښتنو سره سمه پرمخ
ولاړه نه شي؟!!
هو! نن چې په سيمه کې د ناټو ځواکونه شته نو
تر شا یې د همدې هیوادونو ناسم سياستونه دي چې هغوی یې دې سيمې ته راسم کړي.
ستر ځواکونه او افغانستان
یوازې سيمه ایز رقابتونه نه دي بلکه نړیوال
چې کله د پراختیا غوښتنې غرور وپړسوي نو پر افغانستان برید د خپلو موخو لپاره یوه
ناچاره معامله ګڼي. ددې تاریخي ادعا شاهد د انګلیس، شوروي او اوس یو ځل بیا د
انګلیس او امریکا یرغل دی. دوی له لومړیه په سيمه کې منطقوي ګټې له پامه غورځوي او
بیا چې کله لوبه بایللي وګڼي نو لکه اوس یې د نړیوالو کنفرانسونو په نامه د کشالې
د فعالو اړخونو په توګه د مطرحوالي هڅې کوي.
نړیوال ځواکونه یوازې له سيمه ایزو هیوادونو سره ستونزه نه لري، بلکه په سيمه کې د اقتصادي ګټو او مختلفو اتجاهاتو په درلودو سره د ناټو هیوادونه مختلف سياستونه تعقیبوي. همدا لامل دی چې همدا اوس د سولې په اړه دغه هېوادونه اجماع نه لري. دلته ځينې هیوادونه جګړه غواړي او ځيني نور له مجبورې ورځې د امریکا امر ته په لبیک سره راغلي او غواړي چې ژر جګړه پای ته ورسيږي تر څو دوی خپل عسکر خوندي په کاله کړي. په هر صورت د جګړې او سولې په سر د اروپايي هیوادونو او امريکا تر منځ فکري نه یووالی هغه څه دي چې ښايي زمونږ هېواد د سولې ارمان ته کلونه نور هم په انتظار ستړی کړي.
يادونه:
نوموړې ليکنه په ۱۳۸۸ دلوه کې ملي اصلاح اونيزې ته ليکل شوې وه.
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.