• مجموعي کتنې: 144813

کابل ته د امريکا او پاکستان د مشرانو سفرونه!

352 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

کابل ته د امريکا او پاکستان د مشرانو سفرونه!

وحيدالله مصلح

تر ديارلس ساعته مزله وروسته يې الوتکه په باګرام کې ښکته شوه، د شپې نهه بجې به وې چې ايکن بيري او پيټريياس د ډېر تاوده روغبړ په ترڅ کې خپل مشر بدرګه کړ، اوباما ته ۴۵۰۰ امريکايي پوځيان راغونډ شوي وو. هغه د خپلو پوځيانو په منځ کې ډېر مغرور او ځوان برېښېده... د هغه پوځيان دلته يوه شعوري جګړه پر مخ وړي داسې يوه جګړه چې په نه شتون کې يې د ناټو شتون پر (نه) اوړي.

هو! اوباما راغی او ډېرې مُرکّزې او راټولې خبرې يې وکړې، هغه خپلو پوځيانو ته وويل چې تاسو اوس دفاع نه بلکه حمله کوئ...

 د ستراتيژۍ بيا کتنه!

نوموړی غواړي په څو لنډو ورځو کې د افغانستان په اړه پر خپلې ستراتيژۍ بيا کتنه وکړي. د ويکي ليکس د بربنډونې پر مټ په اسلام اباد کې د امريکا پخوانۍ سفيرې محرم سند امريکا ته په ګوته کوي چې د امريکا ميلياردونه ډالر نه شي کولای په سيمه کې پاکستان د امريکا په يوه ډاډمن ملګري واړوي. اوس چې د افغانستان په اړه د اوباما ستراتيژي د بيا کتنې په درشل کې ده نو هغه غواړي له خپلو لوړ پوړو پوځي قومندانانو او په کابل کې ښکيل سفير ايکن بيري سره په دې اړه خبرې وکړي چې له څه مودې را په دې خوا پر پاکستان وارد شوي ديپلماتيک فشارونه، په سيمه کې د هند په لورې د امريکا ستراتيژيک اووښتون او له دې ټولو سره د پاکستان له پوځ او ملکي خدمتونو سره په ميلياردونو ډالرو مرستو کومه پايله ورکړې او که نه؟ د مسئلې بل ډېر مهم مخ دا هم دی چې خپله په افغانستان کې نوموړې ستراتيژي څومره بریالۍ وه؟

د ويکي ليکس په تناظر کې!

د ويکي ليکس د پټو اسنادو تر خپرېدو وروسته اوباما په داسې حال کې کې بيړنی سفر وکړ چې د ويکي ليکس وېبپاڼې افغان دولت په خپل داخلي کيان کې له بې باورۍ او ښکېلتيا سره مخ کړی، په همدغه تناظر کې کابل ته د اوباما بيړنی راتګ او بيا د ارګ په څو کيلو مترۍ کې له کرزي سره د هغه نه کتنه هغه څه دي چې د ويکي ليکس پر خپرو شويو هغو د صدق مهره لګوي. هغه ددې هڅه ونه کړه چې د ويکي ليکس خپاره شوي سندونه بې اهميته وښيي او کرزی ډاډه کړي... پلان داسې وو چې اوباما به ارګ ته ځي او له کرزي سره به ديپلماتيک تعامل مراعت کړي، وروسته تغير رامنځته شو او وپتيل شوه چې دواړه مشران به انځوريزې ګډې ويناوې وکړي، خو په پای کې دا يو کار هم ونه شو. هغه يوازې په تليفانه له کرزي سره پر څو دقيقو خبرو بسنه وکړه، هغه هم داسې چې د ويکي لېکس په اړه يې ورته يادونه قدرې هم ونه کړه.

اوس نو پوښتنه دا ده چې ايا افغان دولت د تحت الحمايه او اشغال شوي حالت په درلودو سره ددې وړتیا لري چې اوباما ورته د تلو زحمت وباسي؟ هغه چې لږ تر لږه خو يې بايد د امريکا د دايمي غولوونکي ازادي بښونکي شعار په درنولو سره دغسې کار کړی وای...

هغوی خپل پوځيان نه هيروي!

د مسئلې بل اړخ دا هم دی چې اوباما تر کرسمس رارسېدو مخکې په دوديز ډول خپلو عسکرو ته راغی. همدغه فرهنګ دی چې هغوی يې په پاللو سره خپلو عسکرو ته مورال ورکوي. هغوی ورته دا ښايي چې ستاسو شتون مونږ ته ارزښتمن دی، او دا چې تاسو د امريکا د ارزښتونو جګړه پر مخ وړئ، نو مونږ تاسو د خوشالۍ په هيڅ خمار کې له ياده نه باسو. نوموړی د بګرام په روغتون کې ټپي پوځيانو ته ورغی او د پرپل هارټ مډالونه يې ورکړل. پرپل هارټ د مېړانې مډالونه دي چې ټپي شويو امريکايي پوځيانو ته ورکول کيږي.

له ملنډو ډکې خبرې!

اوباما بيا هم لکه د نړۍ سترګو ته چې شګې شيندي وويل چې: (موږ نن په دې ویاړ کولای شو، چې ډیرې کمې سیمې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي او زیات افغانان راتلونکې ته هیله مند دي). دا منطق بيخي په دې نه ارزي چې تحليل شي، د افغانانو راتلونکی او د سيمو کنترول دا مهال له دې وينا سره په ۱۸۰ درجو کې مخامخ پروت دي.

د امريکایانو ځېنې تحلیلونه او اندونه دومره احمقانه شي چې د ملنډو تر بريده اوړي دا څه موده مخکې په رسنيو کې د ملا اختر محمد منصور د کوټه توب خبرونو امريکا په يوه بل شرم درولې وه... کله کله سړی حيرانيږي چې له دومره سترې ټيکنالوژۍ او د معلوماتو د ډېرې حساسې تحليلونې سره سره چې د امريکا او په ځانګړي توګه د سيا له ډېرو دقيقو سرچينو تېريږي بيا هم  جعلي ملا اختر محمد منصور  د ناټو په چورلکه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ځي او  له ولسمشر او ناټو قومندانانو سره ويني... دا هر څه پر دوی ملنډې نه دي نو څه دي؟

او ورپسې د ګيلاني سفر!

د اوباما پسې پرله پسې وروسته د پاکستان لومړی وزير يوسف رضا ګيلاني کابل ته راورسېد، ګيلاني او کرزی دواړه داسې مشران وو چې دولتونه يې د ويکي ليکس وېبپاڼې ښه څنډلي وو. جالبه داوه چې دواړو مشرانو ددې هڅه کوله چې د ويکي ليکس خپاره شوي هغه ددوی تر سويې ټيټ وښايي او ويل يې چې دا راپورونه د ټيټو کچو خلکو ليږلي دي. ته به وايي چې تر کنفرانس مخکې يې د ويکي ليکس په اړه پوښتنو ته په کوم ګډ ځواب سره سلا کړې وه...

داسې ويل کيږي چې د پاکستان حکومت ددې هڅه کوي چې د افغانستان په قضيو کې د فعال شريک په توګه ژوندی وي، هغوی دا نه غواړي چې يوازې د پېښو کتونکي وي. په داسې حال کې چې د ويکي ليکس پر بنسټ ایران د افغانستان په چارو کې په هر اړخيزه توګه د ځينو سياسي او مذهبي ګوندونو او ايتلافونو نيولې بيا د حکومت او پارلمان تر بريده په هر څه پانګونې کړي، د هند په اړه هم عين اټکلونه شتون لري نو ایا په دغسې يوه تناظر کې به پاکستان یوازې ددې انتظار باسي چې پېښې واقع شي...په دې کې شک نه شته چې افغانستان اوس د سيمې د هېوادونو د بزکشۍ پر ميدان اووښتی، همدا لامل دی چې ګيلاني په وار وار دا خبره کوي چې په افغانستان کې سوله د پاکستان له مرستې پرته ناشونې ده! هغه په کابل کې يو ځل بيا همدا خبره تکرار کړه. او ويې ويل چې تر څو چې پاکستان همکاري ونه کړي په افغانستان کې به هيڅ راز جګړه ونه ګټل شي.

له ګيلاني سره په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې کرزي د معمول په خلاف وويل چې (مونږ بايد پر خپل ليد بیا کتنه وکړو او تحليل کړو چې څه تېريږي، ايا هغه کارونه چې په افغانستان کې تر سره کيږي ټول له پاکستانه وارديږي او که نه کومه غټه دسيسه شته چې دواړه هېوادونه بې ثباته کوي؟)، د کرزي موقفونو هم د ښاغلي مجددي صاحب موقفونو ته ورته والی ميندلی! د يوې ورځې موقف يې د بلې ورځې موقف په تناقص کې غورځوي. د پرون پر خلاف نن له يوې داسې دسيسې خبره کوي چې غواړي داوړه هېوادونه بې ثباته کړي...

يادونه:

نوموړې ليکنه په ډسمبر ۲۰۱۰ کې ملي اصلاح اونيزې ته ليکل شوې وه.