وحيدالله مصلح
د پخوا وخت کیسه ده، عالم غوسې
نيولی او کله چې د عباسي خليفه دربار ته ننوزي نو په ډېره ستوغه لهجه خلیفه
مخاطب کوي، خليفه سمدلاسه ورته وايي چې ښاغليه! کله چې موسی علیه السلام فرعون ته
ورتلو نو الله تعالی ورته وفرمايل چې (وقولا له قول لينا- هغه ته نرمې خبرې وکړئ)
په داسې حال کې چې نه زه له فرعونه ډېر ګناهګار يم او نه ته له موسی علیه
السلام څخه ډېر لوړيې، نو بيا ولې داسې کوې؟
له همدغه ځایه ده چې بايد په اسلامي دعوتي
برخورد کې له حکمت او بصيرته ډک او سنجيده واوسيږو، د پېښو په وړاندې
منطقي موقف ونيسو… احساساتي جذبې او شخصي پارېدنې بايد ددې لامل نه شي چې د شخصي عقدو
نه خوټېدلی سوچ دې خلکو ته د اسلام د اصيل موقف په توګه وړاندې کړو!
د اسلام ژبې!
د مسلمانانو ټولې ژبې د
اسلام ژبې دي، او دا چې ژبه د اسلامي دعوت په پرمختيا کې ځانګړی ځای
لري. د اسلام دا ژبې بايد د نبي علیه السلام د حکيمانه دعوت په څېر له حکمته ډکې او د حسان
بن ثابت رضی الله تعالی عنه د شعر او ادب په څېر له تورې تېرې وي…
اسلام ددې لپاره نه دی راغلی چې کلتورونه، فرهنګونه،
ژبې، او قومي هويتونه ختم کړي. بلکه په ځينو مجالونو کې اسلام عرف ته د واجب په
سترګه ګوري. اسلام د کلتورونو بدرنګۍ ليرې کوي او ښه ټکي يې ستايي، نبي علیه السلام په
دې اړه څومره حکيمانه تګلاره لري او وايي چې (خيارکم فی الجاهلية خيارکم فی الاسلام).
ژبه د تفاهم يوه بنسټيزه وسيله!
کله چې په قرآن کريم کې الله
تعالی فرمايي چې(وما ارسلنا من رسول الا بلسان قومه لیبین لهم – ژباړه- مونږ هر
قوم ته د هغوی په ژبه پېغمبر لېږلی تر څو ورته د الله تعالی لياره روښانه کړي) نو له
همدې ځايه په اسلام کې د تفاهم او اړيکو د يوې بنسټيزې وسيلې په توګه د ژبې
مقام ډېر لوړ بريښي…
ژبه د
يوه قوم تر منځ د خيالاتو د تبادلې يوه ډېره ځواکمنه وسيله ده. نن د نړۍ
ټول قومونه د ښو اړيکو په خاطر خپلې ژبې ساده او ادبي کوي، او دا يوازې ددې په خاطر
چې خپل فکري ارزښتونه او ديني بنسټونه په ښه معيار او ساده شکل نورو ته صادرکړي.
خو دا یوازې د مسلمان کور دی چې ځان يې د ژبو په اړه د اسلامي موقفه د ناسم درک
لامله پر افراط او تفريط درولی دی. لږ تر لږه ددې اړتيا ده چې د مسلمانانو ژبې ددې
وړ شي چې اسلامي مفاهيم پرې په ډېر ادبي او ذوقي شکل خلکو ته وړاندې کړای شي.
د خدای
لپاره! د اسلام ډېر بنسټيز مفاهيم زمونږ په محلي ژبو کې نه شته، او ډېری
هېوادوالو ته دين همداسې نا لوستی په عربي کتابونو کې پروت دی…
د ادب او ژبې په اړه ناسمه فهم!
په داسې يوه حالت کې چې د
مسلمانانو ژبې په نړۍ کې وروسته پاته وي، ادبي ذوقونه او هنر ونه لري، نو ایا په
دغسې يوه حالت کې به همدا ژبې ددې وړ وي چې اسلام پرې په سم شکل تبليغ شي؟ کله چې
په يوه قوم کې د ژبې د پرمختګ حالت دغسې وي چې وګړي يې په کتاب روپۍ نه ورکوي،
او ادب يې پنځونې نه لري نو بيا به د اسلام د سم فهم د خپراوي مسئله څومره ننګېدلې وي؟ کله چې د
بېلګې په توګه په بازار کې په څوم او څوم وار د نسيم حجازي ناولونه چاپيږي او مينه وال يې
لاهم د لوستو تږي وي نو ايا دغسې يوه ژبنۍ پرمختيا د اسلام په ګټه نه ده؟
هو! ژبې بايد
معياري شي، خوږې شي او په ذوق دومره پوره شي چې زمونږ هر هيوادوال د کتاب
مينه وال شي، بيا نو ګورئ چې د دې دين د ښوونو عامېدو ګراف څومره پر لوړو خيژي. نن
چې د افغانستان په پرتله په ایران او پاکستان کې د کتاب خپراوی ډېر دی علت يې
همدا د ادب پرمختيا ده، اردو او د ایران فارسي هومره پر مخ تللې چې د هغوی د ژوند په
هره کچه د کتاب د انتشار يو فرهنګ عام دی. په سيمه او زمونږ هيواد کې د شيعه پراختيا
په خطرناکه لوبه کې همدا فکتور ډېر څرګند دی. کله چې شيعه استدلال ته پنډ پنډ
کتابونه له ايرانه پای نه لري او په مقابل کې يې د افغان پر ټاټوبي د ژبې غربت ته اصيل
سني فکر هم غریب پاته کيږي نو ګناه د چا ده؟
ځينې خلک دا جمله چې (ژبه د تفاهم
يوه وسيله ده) په يوه ناسم تعبير استعمالوي، هغوی د وسيلې په حيثيت ژبې ته ټيټ
ګوري او په دې ډول د افراط په پوله دريږي او حتی ژبپوهان ورته نشنيلیستان ښکاري… اصلاً
ددې درک اړتيا ده چې ادب او نشنيليزم سره توپير لري، کله چې يو څوک د ژبې او ادب له
پلوه زده کړه کوي، او ژبه په ډېر ادبي ذوق د اسلام لپاره کاروي ددې چارې او
نشنيليزم تر منځ بايد توپير وشي. او دا ځکه چې نشنيليزم يو بشپړ فکري مکتب دی نه ادب.
د مينې دې انتها ته ګورئ!
هو! ژبه د تفاهم يوه ډېره ښه
وسيله ده، خو د تفاخر او لوړتيا نه، کله چې د ژبو مينان بيا د ليونتوب دې حد ته
ورسيږي چې نورې ژبې او ويونکي يې يوازې له دې امله ټيټ بولي چې ددوی له ژبې سره
توپير لري همدغه هغه حد دی چې اسلام مونږ ترې لېرې ساتي. د بېلګې په توګه
کله چې افغاني مختلف قومونه یو بل يوازې په دې بد وبولي چې هغه پښتو، پشه ايي، دري، او يا
بلوچي غږيږي دا نو د عصبيت هغه رنځ دی چې نبي عليه السلام د همدغسې قومي چيغو په
اړه ويلي دي چې (دعوها فانها منتنة – پرېې ږدئ دا بدبویه دي).
اسلام د
هر راز عصبيت پر ضد د مينې او محبت يو داسې پيغام دی چې ټول بشر پرې ورونه ورونه ګرځي، په
شلمه پېړۍ کې د اسلام د حاکميت د تشې لامل وو چې د هټلر د فاشيستي غوښتنو او
لويديز د نشنيلیستي افکارو له امله په ميلیونونو خلک د مرګ کومي ته ورننوتل… کله چې د
لویدیز تمدن فاسدبنسټونه د فاشيستي موخو په خاطر نړۍ له ورکاوي سره مخ کوي نو په
همدغه مقطع کې اسلام د نړۍ ژغورنې ته د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم
لارښوونې وړاندې کوي او هغه دا چې اسلام په ډاګه له عصبيت کوونکو څخه د بېزارۍ
اعلان کوي او وايي چې (لیس منا من دعا الی العصبية…)، هو! اسلام نړۍ ته د ميني او
محبت پيغام ورکوي او د ديني مواخات پر تاريخي بېلګه شاليد سره نړۍ له دغسې قومي،
نژادي او ژبنيو تربګنيو ليرې ساتي.