• مجموعي کتنې: 144787

مصري تمدن؛ سياحان ولې نه راځي!

357 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

مصري تمدن؛ سياحان ولې نه راځي!

وحیدالله مصلح 

(وداع با دوران باشکوه قاهره)د کریستین فریزر هغه راپور دی چې د بي بي سي په فارسي ویبپاڼې کې یې د قاهرې د عظمت په اړه بوس باد کړي، دا خوارکۍ د عربو د هغه ذلیل ژوند پسې سخته خپه ده چې ملک فاروق یې بنسټ کېښود، او بیا  ورپسې زورواکانو د لویدیز  او سوسیالیستي ختیز په بدرنګو تمدنونو کې نور هم سپک کړ.

زه چې ځوانه جلکۍ وم!
هغه د ویندزور هوټل د څښتنې خبرې را اخلي چې : ډیر شیک رستورانتونه او کافه خانې مې په یاد دي، قاهره ډیر دلیدلو ځای وو، ټولو خلکو به شیک لباس په تن کاوه، سره له دی چې ځوانه جلکۍ وم په یاد مې دي چې په لنډ کمیس او سپینو جورابو کې به مې د غرور احساس کاوه، مور او پلار به مې د سربازانو په کافه کې کېناستل او شراب به یې څښل، ټول شیان په لوړه کچه وو.
 فریزر په همدې توګه د مکس رودنبک وینا یادوي چې عربي نڅا په تیرو لسو کلونو کې له ښکلا لویدلې ده، د هغه په وینا محافظه کاره تفکر چې په هیواد کې شتون لري، د نڅاو پر پیکه توب یې اغیز کړی دی، هغه وايي، تاسو به څوک، نور ونه وینئ چې له خپلو دوستانو سره شپیني کلپونو ته لاړشي، ویسکي بوتلونه په مېز کېدي او له سګرټانو دودونه پورته کړي، خلک نور دا کارونه نه کوي، په یوه ډول قاهره له منځه تللې.
 کریستین فریزر وايي، په دې ورځو کې قاهره له ګردونو ډکه، ککړه او له ځوږه ډکه ده، خو په ۱۹۴۰  کلونو کې زړه وړونکی عربي رنسانس وو، فرهنګ وو او شیکواله… د ښار په مرکز کې ارت واټونه چې په میکدو او کلوپونو به ډک وو، د نړۍ له ګوټ ګوټ نه یې سیاحان جذبول، خو په مصر کې د محافظه کارو مسلمانانو د شمیر په ډیریدو سره دا میکدې او کابارې له منځه تللي او په مخروبو اووښتي… د ۵۰ او ۶۰ لسیزو میکدې او کلوپونه اوس د تاریخ برخه ده، مصر له لویدیزو ساتیریو نه ګرځیدلی، تاسو باید ډیر وګرځئ چې یوه میخانه ومومئ، نور د څراغونو رڼاګانې نه شته، د قاهرې هغه د ګڼ فرهنګي توب بڼه تقریباً له منځه تللې او نړیوال ورته او س کم راځي.
هغه په پای کې د دکتور علا الاسواني خبره یادوي چې ویلي یې وو، ددې ښار د تدریجي مرګ لامل محافظه کاره اسلامپالي ښه پیژني.

ته او خدای چې سیاحان همداسې وي؟
دا یوازې قاهره نه بلکه چیرته چې د اسلامي ویښتابه وړانګې ګل ورینې دي هلته د لویدیز دا پوس شوی تمدن خدای په اماني کوي، کریستین او د هغه لویدیز وهلي مراجع وايي چې نن اروپایان قاهرې ته نه راځي، راځئ چې ځينې وپوښتو سیاحان ولې نه راځي؟ هلته په مصر کې تاریخي ځایونه ړنګ شول، اهرامونه ورک شول، او که تاریخي حیثیت یې درواغ وخوت؟
د قاهرې د منظرو ځواک خو همغسې په زور کې دی، هلته خو تاریخي ابدات همغسې خوندي دي، نو بیا ولې سیاحان نه ورته راځي؟
اصلاً دا میډیا له دوی سره ده، او په لفاظیو سره بدرنګیو ته ښکلا ورکوي، که نه اصلاً دا  خلک چې پخوا به سیاحت ته ورتله او نن نه ورته ورځي، سیاحان نه بلکه خرمستان دي، چې غواړي خپل نا سپیڅلي او کرغیړن شهوتونه د شپینیو کلپونو جادوګرو نڅاګرو په طلسم کې مات کړي، دوی د کار او انرژئ وخت خپل ملت او هیواد ته مصرفوي، او بیا یې چې کله د دمې او رخصتۍ وخت شي نو یې د دریمې نړۍ فاحشه خانو ته را ورسوي، دوی سیاحت ته نه بلکه د کلپونو او فاحشه خانو سات تیریو پسې حسرت باسي.

د تمدني بقا په مزلونو کې!
کریسټین ډېره خپه ده چې ولې نن له اروپا نه د هغه ستړو وحشیانو څرک نه شته،  چې کارونه به یې په خپلو هیوادو کې کول او دمې به یې د مصر په فاحشه خانو کې، دوی به ستړي ستړي راغله په شرابو به مست وو، د رقصونو به تږي وو، او د هوس وږي، دوۍ به ټوله ستوماني د لویدیز په فرهنګ کې د ذوب شویو عربي رقاصو په غیږ کې ویستله، خو نن چې اسلامي نړۍ خپل پرتم ته ورګرځي،او له مرګوني خوبه په ویښیدو ټپریدلي د خپلې تمدني بقا لپاره اوږده مزلونه وهي، دوۍ چې خپلې ټولنې ته د عظمت لورې ښودلی او ورکړی، نو ځکه یې د اسلامي حجاب اصالت ته په ورستنیدو کې د اروپایانو خرمستۍ ډب کړي دي.
هو! د لویدیز دا فاسد او له بوسو ډک تمدن نور د اسلام له لوی وطنه مخه ښه اخلي، اسلامي امت بیرته خپل عظمت ته ورګرځي، او د هویت په جګړه کې دا پردی فرهنګ اسلام ته ماتوي.
له اسلامي وجوده غوڅه شوې مېرمن بیرته خپل پیوند کوشیروي، هغه بېرته خپل توی شوی پت راټولوي او له بوږنونکي او شرمیدلي لنډ ماضي نه وروسته یو ځل بیا  د اسلامي ویښتابه په پرمختیا کې د هدفمندې مور، خور او میرمنې شریف کردار تر سره کوي.
يادونه:
نوموړې ليکنه په ۲۰۰۹ مارچ کې ملي اصلاح او نيزې ته ليکل شوې وه.