• مجموعي کتنې: 144749

له استاد فضل ولي ناګار سره مرکه!

799 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

له استاد فضل ولي ناګار سره مرکه!

مرکه کوونکی: وحيدالله مصلح 

پوښتنه:

دروند استاذ! پر خپل ادبي، فکري او سياسي ژوند که د ژوند، او اصلاح انلاین لوستونکو ته رڼا واچوئ؟

ځواب:

زه په یوه روحاني او علمي کورنۍ کې زیږېدلی یم، شعر او ادب ته مې مخه ورګرځول ميراثي غوندې چلند و، ښايي، همدې تمايل او ذوق پدې لاره وربرابر کړی يم.

زمونږ کلی ((چاردهي)) د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند دی، چې هغه وخت پکې د شهيد استاذ عبدالحبيب ((حناني)) فکري او سياسي جدو جهد څپاند و. شهيد استاذ د اسلامي غورځنګ سرلاری او تر دې کچې خپلې بلنې ته مخلص و، چې کله کله به يې د ځينو لېسو مخې ته څادر غوړولی، او د اسلامي خوځښت وړې وړې رسالې چې زیاتره به ژباړې وې، د لېسو پر شاګردانو په ډېره کمه بیه پلورلې، هغه پدې کار کې هيڅکله هم د خپلې ځوانۍ غرور، لوړو زده کړو او کورنۍ وياړونو نه ګواښه. د اسلامي غورځنګ ددې دروېش صفته سرخېل له اغېزو هيڅوک هم بچ کېدلی نه شو، او بیا ما ته خو په پوهنتون کې د شهيد سيد اسمعيل پاسخ هاشمي، شهيد اختر محمد سليمانخېل، جانباز سرفراز، فایض، استاذ اجرالدين اقبال او استاذ صميم غوندې د نورو ډېرو ځوانو انقلابي روڼ اندو د ملګرۍ او تأثر وياړ را په برخه شو. همدې ناستو ولاړو زما د راتلونکي سياسي او فکري تګلوری وټاکه، او د غويي کودتا راته په زندان او نورو ډېرو ترخو خاطرو ښه پياوړی کړ.

پوښتنه:

پر افغاني شعر او ادب د جهادي پېر د اغېز څومره والي او څرنګوالي ته په کومه سترګه ګورئ؟ او د اغېز له مخې چپیان او مجاهدين څنګه پرتله کوئ؟

ځواب:

د جهاد بختور پېر او بیا د هجرتونو مهال خو افغاني شعر او ادب ته نړيوال او په نړيواله کچه شهرت او لوړاوی ورکړ. بېلګې به يې خبره اوږده کړي. د حیران خټک (وينې بهيږي سپرلی به راشي) وګورئ، پر سيمې سربېره د هند ازاديپالو نا مسلمانو شاعرانو هم زمونږ جهاد ته د عقيدت ډالۍ وړاندې کړي، جهاد زمونږ شعر ته يو سپېڅلی او ډېر لوړ فکر وروباښه.

چپيانو هم په پای کې کارګري ديکتاتوري نه ستايله، ددغې پېر د استاځي شاعر ارواښاد ننګيال وروستۍ شعري ټولګې ددې جوته بېلګه ده. پخوا خو د ځينو شعرونو رسالت دا و، چې د نه ايليدونکي ولس بچيانو ته ګناه شېسته کړي. خو جهادي پېر پخپل لوړ فکر او سپيڅلي احساس دا ارتجاعي روايتونه مات کړل، او په شعروادب کې يې د سپېڅلې ټولنې د جوړولو ارمان انځور کړ.

پوښتنه:

استاذ! د جهادي پېر ډېری ليکوالان او شاعران یا خو اوسمهال چوپ او غلي ناست دي، او د ځينو قلمونه يې د خپل پخواني فکر په مقابله ليار کې خوځيږي، ستاسو په خيال ددې لامل او بیا حل لاره څه ده؟

 ځواب:

د جهادي پېر د قلموالو چوپېدل ددې څرګندوی دی، چې موږ له سترې قربانۍ او دپېړۍ د معجزې له وياړ سره سره یو ځواکمن تمرکز نه لرو. زه دا نه شم منلی، چې جهادي قلموال د جهاد پخواني فکر مخالف دي. ګيلې شته، انتقاد شته، خو دا په دې مانا نه دي، چې مجاهد ليکوالان چوپ دي. په دې باب د سن وسال ربړه هم وي. ځکه دېرش کاله پخوا ځلمي د نن سپين ږيري دي. تاسو که د مشر ليکوال استاذ پسرلي (بخملي صحرا) وګورئ، او يا د استاذ شپون (شين ټاغی) چې په اصطلاح له اخلاقي بې بندوبارۍ سره سره درته هماغه انځور وړاندې کوي، چې زموږ غوندې لوستونکي يې لېوال دي. د جهاد بېسواده قوماندان چې نن د وطن، خان او په خارج کې تجارت او ماڼۍ لري. د رهبر بچی په خارج کې لوی او وروزل شو، خو ليکوال او شاعر له ولږې مري، نو بیا خو شاعر ددې چغې حق لر ي، چې:

اسلامي نظام که داوي

مونږه يې نه غواړو له خدایه

پوښتنه:

د کمونېزم پر ضد افغان جهاد کومه وړه پېښه نه وه، بلکه داد نړۍ په کچه یوه له تاريخ جوړونکو پېښو ګاڼه شي،  خو ددې وياړلي تاريخ په اړه جهادي مستند تاريخونه، اثار او لاسوندونه له نشت سره برابر دي او ښايي یو نسل وروسته به همغه د نبي عظيمي په څېر د خلق او پرچم ګوند د جهاد مسخه کونکي کتابونه لوست ته پاته وي، په دې اړه څه نظر لرئ او مشورې مو څه دي؟

ځواب:

مبالغه يې مه ګڼئ، چې زمونږ جهاد اسيا څه چې امريکا هم ازاده کړه، ولې په کيوبا کې ورته روسي توغندي په نښه نه وو؟ او دغې امريکا ګړګوزې نه وهلې؟ ما دا مسخه کوونکي اثار نه دي ليدلي، خو باید ډاډمن اوسو، چې زمونږ په تاريخ کې کله هم د پرديپالو او شاشجاعانو مخونه سپين شوي نه دي. دا خلق و پرچم خو هسې ډلګۍ دي، چې کله يوې او کله بلې خواته وي. په اصل کې نړیوال ښکېلاک اسلامي جهاد د خپلو ګټو له پاره ويره ګڼي، او د عامه ذهن له ډګره يې ايستل غواړي، چې ناشونې ده. د جهاد مسخه د چا د وسې خبره نه ده، یواځې روسي جنرالانو چې څه حقايق او خاطرې ليکلي، هغه هم د راتلونکي نسل له پاره بس دی.

ګورئ! استاذ صميم د هجرت په چاپېريال کې (مړه يې مه بولئ ژوندي دي) د شهيدانو لړۍ دوه ټوکه چاپ کړه، بيا پاتې شوه، تش چې شهيدان راټول او چاپ شي، دا کار هم تاريخ هم د جنايت افشااو هم نوي نسل ته درس دی.

پوښتنه:

ښکلا مهالنۍ سره د مرکې په ترڅ کې پوهاند مجاوراحمد زیار صاحب ويلي وو چې [جهاد د داسې چا په لاس کې وو چې هغه د وطن خلک نه ول،  دوى دا نه غوښته چې آزاديپاله مبارزه وکړي، بلکې دوى ويل چې اسلام په خطر کې دى! (اسلام په خطر کې دى) او (وطن په خطر کې دى) سره يو له بله ډېر توپيرلري] اوس نو پوښتنه دا ده چې ایا په ملتونو کې د ديني ارزښتونو په سر ننګه کوم غیر مشروع کار دی؟ دویم دا چې اسلام او وطن دوستي په خپل منځ کې سره جوړ نه راځي که څنګه؟

ځواب:

د قدرمن استاذ زیار صېب دا نيوکه د تأمل وړ ده. دې څنګه د وطن خبره کوي؟ دده په انټرناسيونالېزم کې خو وطن بيخي نه وه! افغانستان خو لعنتي برېژنېف د شوروي اتحاد څووم جمهوريت ګاڼه. د کودتا په ړومبیو کې خو روسان باالفعل نه باالقوه وو. په عارضي ډول وطن خو بچ و، خو اسلام په خطر کې و، افغانانو جهاد د اسلام په خاطر پېل کړ. نن يې مليان، سبا شيخان، بله ورځ اخوانيان، بيا افغان ملتيان او په پای کې يې پرچميان هم مړه او زندان ته واچول شول. وطن خو په اسلام ګټل کېده، کمونېزم هم وطن نه غوښته، او ديموکراسي ګډوله ژوند او د نړیوال نظام فکر ورسره دی. دا خو د اسلام مقدس دين دی، چې بېلا بېلې ژبې او قامونه (ايت الله) ګڼي او رشد ورکوي.

پوښتنه:

زیار صاحب بل ځای وايي چې د اسلامي خلافت نظریه د انسان او خپله د اسلام پر ضد ده، همدغه مهال ماته ستاسو یو شعر را یاد شو چې:

لاندې دې د پښو نه ټول ګټلي عظمتونه شول

ته چې د هدف له وروستني پړاو راستون شولې

بیه دې د زمکې خلافت په جنایت کړلو

ته رستم د تورې وې خو لاړلې مجنون شولې

په دې اړه ستاسو نظر څه دی؟

ځواب:

زما شعر ولې د (زیار صېب) د څرګندنو لپاره بېلګه راوړې. زما هدف مشخص او هغه دادی، چې ګټلي عظمتونه دې ځکه تر پښو لاندې کړل، چې د هدف له وروستني پړاوه راستون شولې، چې هغه د يو نيم ميليون شهيدانو د وينو تحقق او اسلامي نظام پلي کول وو. ته د الهي دين د احکامو په پېروۍ (خليفة الله فی الارض) وې، تا باید اسلامي خلافت رامنځته کړی وی، خو ته د جهاد د ډګر اتل په ماڼيو کې کېناستې، او هر څه دې هير کړل، نو که جنون او عېش ښه وي، ابوبکر رض، علي رض، او سلمان رض به د جهاد د ډګر سختۍ نه وې زغملی، زما نغوته جهادي مشرتابه ته ده.

په اسلامي نظام او اسلامي خلافت خو اوس د کفارو هم نزدې نزدې عقيده راغلې ده، ځکه د بشر د خلاصون بله لاراو مفکوره نه شته.

زه د درانه استاذ ((زیار)) صاحب شخصيت ته ډېر احترام او درناوی کوم، هغه یو ساده، صاف زړی پښتون دی. عربي صرف و نحوه يې لوستي، ماته يې پخپله ويلي، چې د ستاسو د کلي (چهاردهي) له يوه ډېر بزرګ ملا (جرنيل استاذ) سره طالب وم. نه پوهېږم هغه خو دومره د دنيا وږی او حریص هم نه دی، چې ګوندې په دې کاواکو دې يې لويدیز د ملعون رشدي غوندې استقبال کړي.

تاسو باور وکړئ، چې دغسې خبرې او بیا د زیار صیب له خولې منلی نه شم. دده خلوص تواضع، ساده او بې نقشه زړه کې ماته له دين پرته بل څه نه ښکاري، او يو تعبير يې دا هم دی، چې که روح القدس د يوه شاعر په خوله غږېدلی شي، نو شيطان هم کولی شي، چې د يوه مخلص پښتون له خولې داسې څه ووايي، چې ټول ملت پرې خپه او خواتوری کړي.

پوښتنه:

استاذ! تاسو پر یوې شعري ټولګې د مقدمې د ليکلو په ترڅ کې ليکلي وو چې شاعري باید متعهده وي، له دې مو هدف څه دی؟

ځواب:

هر شاعر يوه هيله او ارمان لري، او همدې ته به ژمن او متعهد وي، دا يې ژمنه او تعهد دی. د فطرت هر څه په اصولو او ځانګړي قانون ولاړ دی، نو شعر چې له یوه حساس زړه زيږېدلی، هغه دې ولې بې لارې او بې تعهده وي، او که داسې وي، نو د عظيم الشان قرآن يو نيم زر کاله ړمبنۍ نیوکه خو به نن هم نوې او تازه وي، چې بې ژمنې شاعران يې (فی کل وادٍ یهيمون) بللي. شعر د ځنګل نه، د تمدن زېږنده ده، هغه که ښکلا انځوروي او که ښکلی فکر، ټولنیز ارزښتونه به په پام کې نيسي.

پوښتنه:

که له متعهدې شاعرۍ مو موخه دا وي چې مشخص او سپېڅلی هدف دې تعقیب او شعر دې ورته په چوپړ کې ولويږي، ایا دا به پښتو ادب له تنوع، پرمختګ او پنځونو محروم نه کړي؟

ځواب:

تعهد ته انتساب هيڅکله د تنوع او هنري ايجاداتو خنډ نه ګرځي. د پښتو ادب دوه سرلاري حمزه او الفت دوګورئ، چې بې شمېره بېلابېلې ادبي پنځونې لري، او په هر تخليق کې يې اسلامي عرفان، ديني تفکر، ښکلا، مينه او هېوادپالنه په څپو ده. نو که تعهد ريښتيا هم تنوع ته زيان اړولی، نو نن به حمزه او الفت ته چا شلمه پېړۍ نه منسوبولی.

پوښتنه:

په اسلامي ويښتابه کې شعر څرنګه د یوې اغېزمنې وسيلې په توګه کارولای شو، په دې اړه که لږ پر تاریخي شاليد، روان او راتلونکي خبره وکړئ؟

ځواب:

د بل هر هنر غوندې د اسلامي ويښتابه له پاره شعر اړين برېښي، ځکه شعر و ادب د هيواد د دفاع ړومبی کمربند جوړوي. شعر يو ولس له ذهني ماتې ژغوري، خو چاچې ذهني ماتې خوړلې وي، هغه اتوم هم نشي بچ کولی. شعر چې د ويښتابه غورځنګ د تفکر لېږد ته د احساس او عواطفو اوږه ورکړي، نو بیا له هرې شاعرۍ نه د علامه اقبال شاعري جوړېدلی شي. کله چې د نوميالي نابغه حضرت سيد جمال الدين رح مبارک تابوت له ترکيې راوړل شو، استاذ الفت خپله مشهوره قصيده (بې حسابه څاڅکي توی په بحر وبر شي) د غونډې برخوالو ته اوروله ده هم ژړل، او اوريدونکو هم. دا بله څه نه وو، يوې سترې ملي او اسلامي پېښې ته د خيال، ښکلا او عواطفو انځور ورکړل شوی و

د جهاد پر وخت د ملي او اسلامي ترانو د مجاهدينو وينې ګرمې وساتلې، او د تکبير ترنم يې ليکې پياوړې کړې. طالبانو په ترانو او نعتونو د موسيقي الو بې ترتيبه شور د بلبل ننګرهار سراجي، سودايي او ... سره پرتله کړئ، چې پرې جوته برلاسي او درنښت لري. ددې لامل دادی، چې یو شعر لکه لنډه کيسه فحاشۍ او عریانۍ ته نذرانه دی، او بله شعر خو د خيال او فکر عاطفي تړون دی. نو مفکوره هم په شعر کې د خيال غوندې ارزښت لري، خو په دومره توپير چې باید انځور شي، نه يې په استدلال او يا نورو وسايلو برتري او جوتتيا.فحش او ناسالم فکر چې هر څومره د خيال په کمره راولی، انځور به يې همدغسې ناقص وي. مثلاً لايق لوی او منلی شاعر و، خو (ساحل) وګورئ، هيڅ شعر نه دی، هسې کنځلې او پوچ الفاظ دي. همدارنګ زمونږ ښاغلی استاذ زيار چې خپل شعر يې ....... بس د ارواښاد پوهاند رشاد رح، ارشاديه ورته ډالۍ کوم، چې زمونږ د محصلۍ پر وخت يې د استاذ زيار د علمي ترفېع د يوه اثر په باب ليکلي وو، او هغه د پير محمد کاکړ شعر و؛

د ميرزا اشعار به ښه وو، ولې درېغه

په وحشي الفاظو ده کړ ويران شعر

پوښتنه:

محترم استاذ! دا پوښتنه ښايي لږه عجيبه هم وي خو په هر صورت، تاسو په افغانستان کې د اسلامي نهضت د یو فعال په توګه په اسلامي ويښتابه کې ادبي نه هيريدونکې کارنامې لرئ، او ورسره تصوف ته هم پوره عقیدتمند اوسيدلي یاست، پوښتنه داده چې په اسلامي نهضت کې مبارزه چې يوه کامله او شامله بڼه لري او تصوف چې تقریباً انسان له ټولنې ګوښې کوي تر منځ توازن څنګه ممکن دی؟

ځواب:

زه له تصوف سره عملي نه نظري اړيکې لرم، تصوف په پښتو ادب کې له پېله تر پایه شعر ښکلی کړی، او ان خبره تر الفت او حمزه پورې رارسېدلې ده. د ادبياتو پوهنځي په پښتو څانګه کې د عرفاني ادبياتو تدریس په تصوف وروتپلم. کاش چې ريښتيا هم دا وياړ وګټم.

خبره داده، چې تصوف هيڅکله هم د جهاد او اسلامي مبارزې منافي نه دی، بلکې بشپړوونکی يې دی. تصوف د شريعت (ظاهري فقهې) بل مخ (باطني فقه) ده. چې په عظيم الشان قرآن کې تزکيه، په نبوي احاديثو کې احسان او د تابعينو په خير القرون کې تصوف شو. تصوف له نفس سره مبارزه او جهاد اکبر دی. یوه ستونزه دا ده، چې تصوف په هر دين کې شته، چې اسلامي تصوف پرې بايد قياس نه شي. بله ربړه دا چې ځينې خلک د پېرۍ او مريدۍ په نامه دوکانداري کوي، او بايد توپير يې وشي. افغان جهاد د پېړۍ معجزه وبلل شوه، خو چې د نفس تزکيه نه وه، هغه لوی لوی مفسرين او  محدثين تخت و تاج ته ټينګ نه شول. او د يو نيم ميليون شهيدانو په وينو سودا وشوه. د تصوف د انقلابيګرۍ جوته بېلګه زمونږ د معاصر تاريخ او د انګرېزانو د درې ځليز تاړاک پر ضد پاڅون دی، چې د تصوف د کاملانو له خوا رهبري کېده. د انګرېز د ړومبي يرغل پر وخت د پاڅون مشر د سوات اخون صیب (مولوي عبدالغفور کندهاری ساپی) و، چې پير يې د توردېري مولوي محمد شعيب رح د سيد احمد بريلوي رح سره څنګ پر څنګ د سيکانو په غزا کې شهيد شو. د سوات صيب پر وخت خو کابلي سرداران ښکته او پورته د تخت وتاج په چارو اخته وو. د انګرېزانو او امير عبدالرحمن زړه ترې چاودېده. د پيرنګي د درېم يرغل پر ضد جد وجهد د هډې اخونزاده رح صیب خلفاو لکه بابړي ملا رح، ترنګزو حاجي رح، چکنور ملا رح، حضرت صاحبانو ته پاتې شو. د ننګرهار د خيبر د حوزې مشر جنرال صالح محمد خان د (پای ما شهيد شد) په بانه له مورچله وتښتېد، انګرېزان تر کمې ډکې او که تر هزار ناوه راورسېدل، په همدې وخت کې د چکنور ملا صاحب رح دمحصل خان کوډاخېل په ګډون په لږ شمېر چې اول ډز چکنور ملاصاحب د ( و ما رميت اذ رميت....) په مبارک اعلان وکړ، انګرېزان تر خېبره وزغلول، د جنرال په باب دا ټپه نن هم مشهوره ده، چې؛

سپه سالار توره ونه کړه

دا يې بانه کړه چې له اسه پرېو تمه

جنرال خو غازي امان الله خان د چا په سپارښت وباښه، خو د افغانستان له خپلواکۍ وروسته هم چکنور ملاصاحب رح، او ارشاد و طریقت دا ټوله ټولنه په ازاده پښتونخوا کې د انګرېزانو پر ضد جنګېدله، چې د چکنور ملا په باب د شاه امان الله خان فرمانونه يې ښه بېلګه ده، دا خو  زمونږ معاصر تاريخ شو، روښانيان به درته نه يادوم، چې يوه پېړۍ يې مغلي امپراتوري ولړزوله. نو پر تصوف د ګوښې نيوکه سمه نه بريښي.

پوښتنه:

استاذ! ستاسو په آند ژبه وسيله ده که هدف؟ او بله  د پښتو ژبې د سوچه والي او کره والي خبره ده، په دې اړه ځينې پښتو ليکوالان مخالف دي، ځينې وسطي فکر لري، او ځينې يې افراطي پلویان دي، په دې اړه که خپل نظر ووایاست؟

ځواب:

ژبه هدف نه بلکه وسيله ده. د ژبې په سلو کې سل سوچه توب نا فطري او نا ممکن چلند دی. زمونږ مخکينو او بنسټګرو استاذانو لکه ريښتين، الفت، حبيبي او رشاد تر ممکنې کچې سوچه پښتو ليکله، پدې مانا چې د امکان تر حده. افراطي پلوي يې مردوده ده. له استاذ زيار سره د نورو ژبپوهانو اختلاف هم په دې کې دی، چې دا کار باید شخص نه اکاډمي وکړي.

پوښتنه:

یوه پوښتنه د پرمختګ خوښونې ادب په اړه ده، مرحوم حمزه بابا ددې حرکت ډېر سخت مخالف وو، او په خپلې یوې مرکې کې يې ويلي وو چې ددې حرکت لارويان تنوع نه لري او یو مهال د خېټې پر ډکولو سر ږدي او هر څه پرېږدي، هغه وايي چې اصلاً ددغې حرکت موخه  د دين او اخلاقي ارزښتونو د له منځه وړل وو، خو ځينې مطرح افغان ادبي لوري يې سر سخته پلویان دي لکه پوهاند زیار،سلیمان لایق او نور، په دې اړه څه نظر لرئ؟

ځواب:

د پرمختګ خوښي (ترقي پسند) ادب خو لا پخوا ماتې خوړلې، تر ټولو ړومبی په هند کې له منځه لاړ. تنوع خو پکې نشته، بس  هماغه د کمونېستانو شعارونه وو، چې په هر هېواد کې به يو ډول وو. پوهاند زيار او لایق پرېده، زما له ټولونه ارواښاد اجمل خټک خوښ دی، الله دې يې وبښي حمزه بابا څو لسيزې پخوا له يوې مجلې (ليکنځي) سره په مرکه کې ويلي وو، چې اجمل راته ووي، چې موږ کمونیستان یو، خو اوس حال نه وايو. اجمل خټک پخپل ترقي پالي سياست کې لوړې ژورې وليدلې، خو له ولي خانه (نېشنل پارټۍ) بېلېدل او .... هر څه يې په واز کومي اعلان کړل. چې دا ټولې څرګندونې د ګران غښتلي په کتاب (يوه هنداره...) کې شته. اجمل خټک يو سپېڅلی، مخلص پښتون او د ستر خوشال رښتیانی ځایناستی و. نور خو به دې پښتنو عزیزانو پسې نه ګرځې، دا د ملا نصرالدين ورونه به لس کاله وروسته هم د هماغه څلوېښتو کالو وي.

پوښتنه:

د اوږدې جګړې په ترڅ کې بهرنیو او داخلي ناوړه لاسونو ددې هڅه کړې چې افغان ملت کې د وحدت شيمه له منځه یوسي او په دې کار کې تر یو حده مخکې هم تللي نو اوسمهال چې ملت جوړونې ته زښته ډېره اړتیا کتل کيږي، د افغاني ورونو قومونو تر منځ د ژبې پر سر راپورته کېدونکې ناندرۍ دغه ملت جوړونې ته څومره تاوان رسولای شي، او په دې اړه د لیکوالانو دنده څه ده؟

ځواب:

څوک چې سر تاسري متحد اسلامي افغانستان د ژبې او يا کوم بل تعصب په سر بېلوي، هغه خاين او د ښکېلاک ګوډاکی دی. افغاني کلتور د اسلام د مقدس دين بل مخ او يا انځور دی. دا دليکوال دنده او رسالت دی، چې ګرد ښکېلاکي عزايم د قلم په توره غوڅ او خپل پتمن ملت ته پټ دښمن بربڼد کړي، افغانان په عقيده راټول دي او وي به.

پوښتنه:

محترم استاذ! په اوسني شعر کې د شعاريت او شعوريت په اړه څه نظر لرئ؟

ځواب:

اوسنی شعر د ابتذال پر لوري روان ښکاري. کومه خبره چې نېغ په نېغه وي، هغه فن نه تبليغ دی. شعر د ښکلا انځور دی. خو ښکلا ډېر پراخه مفهوم او يواځې پر بدني ښکلا نه را څرخي. شعر د وجدان ادراک ته د پوهې او عقل رنګ ورکول دي، چې د استاذ الفت په وينا هم خپل منطق لري.

پوښتنه:

د اوسني لویدیز فرهنګي یرغل پر ضد او د خپلو اخلاقي ارزښتونو د ننګې په خاطر افغاني شاعرانو او ليکوالانو ته څه کول په کار دي؟

ځواب:

د لویدیز د فرهنګي يرغل غبرګون د شاعر او ليکوال دنده ده. هغه باید خپل کلتور يو ځل بيا د هنر په ښکلا انځور او محاسن يې په نښه کړي، او همدارنګ د لويدیز اخلاقي انحطاط چې نړۍ يې په جنګونو، فتنو او ناامنيو لړلې ده، خپل ملت او په تېره بيا ځوان نسل ته په ډاګه کړي. د هېواد د دفاع له ړومبي کمربند (شعر او ادب) نه ددې فرهنګي يرغل روغ رمټ راتېرېدل به زمونږ د ادب او اديب انحطاط وي.

پوښتنه:

په همدې ‌ډګر کې د جمعيت اصلاح هڅو ته په کومه سترګه ګورئ؟

ځواب:

د اصلاح ټولنې غونډې، خپرونې او جد وجهد که هر څومره ځلاند او څپاند دی، خو کافي نه دی. نن پر اسلام د نوي ايمان راوړلو اړتيا ده، که د مولانا عبیدالله سندي رح اثار وکتل شي، د کمونېزم اقتصادي نظريات په ناسم ډول زياتره له اسلامه غلا شوي. علامه اقبال وايي، چې (صد جهان یا قلبت در قرآن هنوز) راځئ! د روايت کړۍ ماتې او د اسلام په انقلابي پيغام هيواد وژغورو.

د مولانا مودودي رحمة الله عليه په وينا هر ادب چې د اسلام پر ضد نه وي اسلامي دی. موږ د اصلاح غېږه پراخه او له خدایه غواړو چې تنظيم زپلی ولس د جهاد ددغو زامنو په لاس د خپلو بېسارو قربانیو د تحقق پرکوهِ طور ورواړوي. آمين

د ناګار صاحب د شعر بېلګې:

هر ه ساه چې په توبه او استغفار وړي
دا ملت اخر د چا د ګناه بار وړي

ريښتیا څه جرم ختلی په دې خلکو
چې په سر باندې د خپل پردي ګوزار وړي

هيڅ يې باب د معرفت مقام ونه موند
که د حق منصوري غږ په سر د دار وړي

سوداګرو څه کانې ورباندې وکړې
مال د چا دی څوک يې ګټه د بازار وړي

انقلاب تالا په پوله د بري شو
غلچکي اوس بدرګه د لويې لار وړي

هغه سر چې يې پولادي کلا کسکر کړه
نن دا ناز د ټيټيدو د کوم دربار وړي

د چا سرو سپينو بې واکه لکه بوت کړ
د ختيز سرکش په پوزه کې مهار وړي

هير خیبر د شوم دم له لاروو دی
چې تيارې تندر کې پړک د ذوالفقار وړي

د خوږلن بڅری بيا پوکول غواړي
د احساس يخني سرخي د لاله زار وړي

د عظمت له څلو يې اخلی زمزمې دي
یو پیغام دی چې نسيم يې هر سهار وړي

شفقونه يې راټيټ شول هرکلي ته
پلوشې د شهيدانو له مزار وړي

بوصيري ته چې شفا شوه د کونينو
خپل شعرونه هماغې درته ناګار وړي

 

خليج
د کليسا د ناقوس ګرد چې په حرم پريوځي
د مسلمان په لوی کاله لړۍ د غم پريوځي

د قدس قاتل وينځي لمنه د خليج په اوبو
خون يې له غاړې نه په غسل د زمزم پريوځي

د پيغمبر د کورنۍ ازار وهلي خلک
سټه د شر يې په هر لور سپېره قدم پريوځي

هغه افغان کلابند کړی رسوا کړی کفر
بې دمه ساه د اطمينان اخلي په دم پريوځي

دلته او هلته مسلمان ناځانخبری ګوډا
د يو په ناز باندې پاڅي د بل په رم پريوځي

په مدو جذر د خليج کې دا د کفر نڅا
هره نغمه يې له شيطانۍ نه زير وبم پريوځي

دمسلمان ګريوان ته لاس ورور مسلمان اچوي
دارالامان باندې بلوا د ستر ماتم پريوځي

د اسلامي ويښتابه وړانګې د ختيځ په مورګې
ختلی ستوری د سحر په شومه دم پريوځي

د زوالفقار وارثه! هير دې شو پيغام د خیبر
کاږه واږه د زر او زور په توره سم پريوځي

ازمېښت ليدلې دا يوه د مسلمان جونګړه
چې تندرونه د ستم پرې چم په چم پرېوځي

سرخي به يې هيڅ چپاو د وخت له پاڼې لېرې نه کا
د زړګي وينې دې ناګاره له قلم پرېوځي

يادونه:

له استاد فضل ولي ناګار صاحب سره نوموړې مرکه په ثور ۱۳۸۹ کې ژوند مجلې لپاره تر سره شوې ده.