• مجموعي کتنې: 144757

غربي رسنۍ او اسلامي امت!

442 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

غربي رسنۍ او اسلامي امت!

ليكنه: محمد فاروق چوهان

ژباړه: ډاكټر وحيدالله مصلح

له تېرو دوه لسيزو اسلامي نړۍ د برېښنايي رسنيو تريرغل لاندې ده داسې چې د خصوصي تلويزيوني چېنلونو د سېلاب په مټ  ټولنيز او اخلاقي ارزښتونه بدل كړاى شوي دي ، سره له دې چې اخبارونه او رسالې هم په ورځني توګه پر مختګ كوي خو خصوصي تلويزيوني چينلونو پر اسلامي كلتور  ژور ګوزارونه كړي دي.

 لويديز څه غواړي؟

د لويديز موخه څه ده؟ دا په يوې فرانسوي رساله (موند ديپلومات) كې له خپرې شوې ليكنې اندازه كولاى شئ، چې په كې په سپينو ټكو ليكل شوي دي: ( د اسلام  پر ضد به جګړه يوازې په پوځي ډګر كې نه تر سره كيږي بلكه په تمدني او كلتوري ميدان كې به هم جنګ پر مخ ځي). امريكايي فلمي مركز هالي ووډ د اسلام ضد توطيو پر مركز اووښتى دى، له يوې پېړې ډېرې مودې راهيسې ددغه ځاى فلمونه په ټوله نړۍ كې د اسلام او مسلمانانو پر ضد نفرت، كدورت، بغض او كينه خپروي.
د شلمې پېړۍ په وروستيو دوه لسيزو كې هالي ووډ د اسلام دښمنۍ پر بنسټ د (ډلټا فورس، انتقام، او د اسمان غلا) فلمونه جوړ كړل، او په همدې بڼه په1992 كې د (ريښتيني دروغ او حصارپه نامه فلم. هاليووډ په دغو فلمونو كې په ډېره بده بڼه  د اسلام او مسلمانانو تشخص ټپي كړى او مسلمانان يې د سولې دښمنان او ترهګر ښوولي دي.
د سپتمبر تر يوولسمې وروسته امريكا او لويديزو هيوادونو د وسله والې ټيكنالوژۍ سره سره د نوې رسنيزې ټيكنالوژۍ په مټ د اسلام او مسلمانانو پر ضد ستره پروپاګنده پيل كړه، امريكا د اسلامي نړۍ پر وسيلو، كانونو او تيلو ولكه ښخول غواړي،  د افغانستان او عراق نيواك او د سپتمبر يوولسمې پېښه د همدې سلسلې كړۍ دي.
پر اسلامي نړۍ د امريكا د تيرى او د لويديزو رسنيو بې بنسټه پروپاګندې اصلي موخه داده چې اسلامي امت له څلورو خواو راتنګ  كړي.
لويديز دټولې نړۍ اقتصاد او رسنۍ په ولكه كې اخيستي، د مصر په ګډون د ډېرو هيوادونو تلويزيوني چينلونه او ورځپاڼې د لويديز  تر اغېز لاندې دي.
د اسلام پر ضد پروپاګنده د لويديزو رسنيو ځانګړې موضوع ده. كله خو په لويديزو رسنيو كې سپكوونكې خاكې او كارتونونه خپريږي او كله بيا په هالينډ كې د قراّن او اسلامي نښو پر خلاف فلمونه جوړيږي. لويديزې رسنۍ وخت په وخت ددې هڅه كوي چې مسلمانان (ترهګر او بنسټ پاله) ثابت كړي.

څه بايد وشي؟

دا د مسلمانو حكومتونو او ادارو وجيبه ده چې د لويديز رسنيو د تيري په مقابل كې يوه جامع  پاليسي جوړه كړي. خو د اسلامي نړۍ د چارواكو د بې حسۍ حالت دا دى چې له دې مهمې مسئلې ډېر په څنډه تېريږي.
نن د رسنيو پر محاذ په پرانيستي فكر د ناستې اړتيا ده. مسلمان تنظيمونه او اسلامي حركتونه بايد د رسنيو په ميدان كې تاوده فعاليتونه ولري او په خپلو خپلو دايرو كې داسې وګړي تيار كړي چې رسنيزه ټيكنالوژي وپېژني او د رغوونكي ځواب وركولو وړتيا ولري.
د وخت غوښتنه دا ده چې مسلمان هيوادونه د خپلو كلتورونو، ارزښتونو او نظرياتي بنسټونو په پام كې نيولو سره د رسنيو پاليسي ترتيب كړي. په چاپي او برېښنايي رسنيو كې د لويديز ړوند تقليد او نقالي په كار نه ده. په تلويزيوني ډرامو كې بايد اسلامي تاريخ او كلتور خپل تكميل ته ورسول شي. كه احساس ژوندى وي نو نن هم په اسلامي هيوادونو كې مثبتې او رغوونكې تفرېح ته پرمختيا وركول كېداى شي.
نن د رغوونكو، اصلاحي، تاريخي او معلوماتي پروګرامونو د تيارولو اړتيا شته. د فلم په ميدان كې ايران ځانګړى پرمختګ كړى او نړيوالې جايزې يې هم اخيستې دي.
داسې فلمونه چې د اصلاح او پاكولو وجيبه تر سره كړي او په واسطه يې په اسلامي ټولنه كې د تعليم او تربيې عمل پر مخ ولاړشي بايد په اسلامي هيوادونو كې رواج ومومي.د لويديز كړنلاره دا ده چې د اسلامي امت د احساساتو اندازه كولو په خاطر په چاپي او برېښنايي رسنيو كې د مسئلو په راپورته كولو سره د اسلامي نښو سپكه كوي. نو په اسلامي نړۍ كې يې غبرګون يوازې پر مظاهرو راټول وي، خو د رسنيو په واسطه يې د ځواب څرك نه لګيږي. مسلمانه نړۍ بايد د برېښنايى رسنۍ او انټرنېټ له ليارې د اسلامي تشخص د عامولو او د لويديز رسنيزې پروپاګندې د اغېزمن ځواب وركولو لپاره خپلې كاري دايرې او هڅې په منظم او موءثر انداز كې پر مخ يوسي.
مسلمان هيوادونه او په لويديز كې موجود مسلمان تنظيمونه په ډېرې محدودې دايرې كې د رسنيو كار كوي. لويديز چې په كومه كچه له رسنيو كار اخېستى هغه پر نړۍ د لويديزې اېجنډا مسلطولو په ليار كې ډېر كاري ثابت شوى دى. مسلمانو تنظيمونو، ادارو او حركتونو ته ډېره اړينه ده چې رسنيو ته وړ بوديجه ځانګړې كړي، برېښنايي رسنۍ په ځانګړې توګه تلويزيوني چېنلونه خپله موخه وګرځوي او د (توليد خونو) په جوړولو سره دې د توليدوونكو د روزنې چاره وكړي. نو كه په دې حساب د راتلونكو10 كلونو منظر مخې ته كېښودل شي، په اسلامي نړۍ كې به د برېښنايي رسنۍ په برخه كې داسې خلك په غټه شمېره كې شتون ولري چې د ملي او ديني سوچ او نظرياتي هويت وړونكي به وي.
په مسلمانو هيوادونو كې بايد تنظيمونه او ادارې (د رسنيو نوښتګران) رامنځته كړي، داسې چې له لويديز سره خبرې وكړي! د امريكا او اروپا رسنيز نوښتګران د اسلام ضد پرپاګندې كې مخكې دي. د قوي رسنيو له ليارې د لويديز پروپاګنده ماتېدلاى شي او د حالاتو او پېښو سم انځور د نړۍ مخې ته ايښودل كېداى شي.
د اسلامي نړۍ د رسنيو چلوونكي په خپله كچه په محدوده دايره كې كار كوي او د بشپړ ليد نه درلودو او اغېزمنې كړنلارې څخه د خالي لمنې له امله يې اغېز په سمه توګه نه رامنځته كيږي.په مسلمانو هېوادونو كې د تنظيمونو، ادارو او حركتونو د وګړو هغه شبكې چې له رسنيو سره تړاو لري د منظمولو او مربوطولو سخته اړتيا شته او ددې لپاره بايد نړيوال كنفرانس راوبلل شي.
كه په اسلامي نړۍ كې د رسنيو كانفرانس په يوه تسلسل سره پر مخ ولاړ شي نو نه يوازې د رسنيو په ډګر كې د پرمختګ اندازه لګول كېداى شي بلكه له مخ شويو ننګونو سره د مقابلې په خاطر يوه اغېزمنه كړنلاره هم جوړېداى شي.
دا  يو حقيقت دى چې په نړۍ كې د برېښنايي رسنيو او انټرنېټ ټېكنالوژۍ د خپرېدو لامله د مطالعې ميلان لږ شوى او اوس خلك د تلويزيوني چينلونو او انټرنېټ په واسطه معلومات او تفرېح تر لاسه كوي.

 "پيس" تلويزيون ښه بېلګه!

اسلامي نړۍ له دې ناچاره ده چې د نوې ټيكنالوژۍ په واسطه په ټوله نړۍ كې د اسلام ريښتينى پيغام عام كړي. ددې مقصد د ترلاسه كولو په خاطر د نويو خطونو پر بنسټ د جوړو شويو پروګرامونو د تيارولو لپاره بايد د (توليد خونې) جوړې شي. ددې يوه بريالۍ بېلګه  Peace TV دى(نوموړى تلويزيون د اسلامي نړۍ وتلى داعي ډاكټر ذاكر نائيك چلوي)، د نوموړي چينل خپريدونكي پروګرامونه په ټوله نړۍ كې په پراخه پيمانه خپريږي.
په مختلفو هيوادونو كې دداسې تلويزيوني چينلونو د رامنځته كولو لور ته د پاملرنې اړتيا ده چې د ټولنې تعليم او تربيه او شعور او پوهه لوړه كړي.
په اسلامي نړۍ كې له رسنيو سره د تړليو وګړو د فني تربيې او له عصري غوښتنو سره د رسنيو د همغږۍ  لپاره د داسې (رسنيز انسټېټيوټ) جوړولو اړتيا هم شته چې داسې وګړي تيار كړي چې اسلامي تمدن او ثقافت په غوړولو او خپرولو كې خپل كردار تر سره كړي.
په امريكا او اروپا كې  د برېښنايي رسنيو په ميدان كې د ټيكنالوژۍ استعمال پرمخ روان دى. اوس خو په امريكا او اروپا كې د حكومت او انجوګانو تر سرپرستۍ لاندې د ښارونو په كچه ټولنيز اعلامي مركزونه جوړيږي. په دغو روزنيزو مركزونو كې له رسنيو سره زړه راښكونكيو وګړو ته د توليد، فلم او ننداره ليكلو، كېمرې او اېډېټ روزنه وركول كيږي.
په همدغه تناظر كې په ټولو اسلامي هيوادونو كې دغسې اعلامي مركزونو جوړولو ته اړتيا ده. د دغو خپرنيزو روزنيزو مركزونو له ليارې داسې بهترين توليدوونكي، او وړ وګړي تيارېداى شي چې په اسلامي نړۍ كې د ژور شعور او ليد د ودې لپاره كار وكړي.
سره له دې چې د لويديزو رسنيو د نوې ټيكنالوژۍ په مقابل كې اسلامي نړۍ بشپړ پرمختګ نه دى كړى خو بيا هم سعودي، كويټ، قطر او تركيه په دې ډګر كې پرمخ تللي دي او د انټر نېټ او تلويزيوني چينلونو له ليارې  د اسلام دعوت په ښكلې طريقې سره وړاندې كوي. خو تر دې دمه په مسلمانو هېوادونو كې له نوې رسنيزې ټيكنالوژۍ څخه كومه په زړه پورې ګټه نه ده اخېستل شوې. د برېښنايي رسنۍ په ميدان كې د پرمختګ لپاره اغېزمنې او جامع كړنلارې ته اړتيا ده. اسلامي حركتونه، رسنيزې ادارې او مسلمان تنظيمونه په هره كچه ددې لپاره كردار ادا كولاى شي.
كه چېرې اسلامي نړۍ پر يادو سپارښتنو او خطونو منظم او ښه اقدامات وكړي نو اسلامي امت كولاى شي رامخته شويو ننګونو ته د رسنيو په ډګر كې بشپړ او اغېزمن ځواب وركړي.