• مجموعي کتنې: 144785

عامه رسونه د قرآني ښوونو په رڼا کې!

355 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

عامه رسونه د قرآني ښوونو په رڼا کې!

ژباړه: ډاكټر وحيدالله مصلح

د ابلاغ مانا ده رسونه، په عامه رسونى كې د mass communication اصطلاح مفهوم هم دادى چې عامو خلكو ته خبره ورسول شي، له دې اصطلاح څخه مخكې د ژورناليزم اصطلاح استعماليده، خو دايره يې محدوده وه او يوازې يه صحافتي نړۍ كې خپريدنكي خبرونه به ترې مراد وودا مهال په عامه رسونه كې اخبار، راډيو، ټلويزيون، سي ډي، فلم، انټرنټ، او داسې نور ټول شامل دي، د قرانكريم د نزول پر وخت د خبر د خپراوي تر ټولو غټه ذريعه شاعري، بازارونه او مېلې، ندوات يا ځايي مجلسونه،او سهرات يا د شپې مجلسونه وو. قراّنكريم د ابلاغ په اړه دومره جامع ښوونې لري چې په هر دور كې د پلې كيدو وړ دي. 

د رسونې بنسټيز اصول:

مستند اوسوچه ريښتيا: 

لومړۍ اصل دادي چې خبر دې بې بنسټه نه اوسي، بلكه د هغې لپاره حواله بايد شتون ولري، او دغه حواله د الله پر ربوبيت د ايمان د بلنې سره سره د انسانيت د ښېګڼې او ريښتينوالي قيام دى. ابلغكم رسلت ربى وانا لكم ناصح امين (سورۍ الاعراف 68 ايت) (د خپل رب پيغام تاسې ته رسوم او زه ډير امانت ګر نصيحت كوونكى يم)

 څرګند او له ابهام څخه پاك: 

دويم اصل دادى چې خبر بايد واضح وي، په هغه كې به هيڅ راز ابهام شتون نه لري، ددې مقصد لپاره قران كريم د بلاغ لفظ استعمالوي، د كوم مفهوم چې څرګند پيغام دى: هذا بلغ للناس و لينذروا به و ليعلموا انما هو اله واحد و ليذكر اولوالا لباب (سورۍ ابراهيم 52 ايت) (هو! دا د ټولو انسانانو لپاره يو پيغام دى چې هغوى پرې وډارول شي او پوه شي چې معبود يوازې همغه يو ذات او بالاخره د عقل څښتنان پند واخلي) په ځينو ځايونو كې د ابلاغ سره يوځاى د مبين نوم هم استعمال شوى دى: وما علينا الا البلاغ المبين (سورۍ ياسين 17 ايت) (او زمونږ دنده يوازې ښكاره رسونه ده او بس) 

 اغيزمنه رسونه: 

دريم اصل دادى چې يوازې له ښه خبر څخه خبرول بسنه نه كوي، بلكې د هغه په وار، وار خپرول او د زړونو ژورو ته ننويستل اړين دي. يا ايهاالرسول بلغ ما انزل اليك من ربك ط وان لم تفعل فما بلغت رسالته ط (المايدۍ 67 ايت) (اى رسوله! هغه څه خلكو ته ورسوه چې ستا د رب له لوري پر تا نازل شوي دي او كه د اكار دې ونه كړنو د رب پيغام دې په بشپړه توګه ونه رساوه) د رسونې د غه فريضه بايد د پوره زړه سوي سره تر سره كړاى شي: وعظهم وقل لهم فى انفسهم قولا بليغا (سورۍ النساء (4:63) (او نصيحت ورته وكړه او د هغوى د نفسونو د اصلاح لپاره ورته اغيزناكه خبرې وكړه) 

 جرات او زړورتوب: 

څلورم اصل دادى چې د ريښتيني پيغام په رسولو كې به ويره ځان ته نزدې نه پرېدي: الذين يبلغون رسلت الله و يخشونه ولا يخشون احدا الا الله ط (احزاب 39 ايت) هو! همدا كړنلاره د هغو پيغمبرانو په هكله ده چې د الله پيغامونه رسوي له هغه نه ډاريږي او پرته له يو الله د بل هيچا ډار ورسره نه وي) 

مثبت طرز فكر ته وده وركول: 

پينځم اصل دادى چې ټولنه كې خبر رسونه بايد داسې وي چې په طبعيتونو كې د هيجان پارونې او ذهني انتشار په ځاى سولى، اشتۍ، او مثبت اند دود ته وده وركړي: وهدوا الى الطيب من القول و هدوا الى صراط الحميد (الحج 24 ايت) (او هغوى ته د نيكۍ او پاكۍ خبرې او د ستايلې شوي ليارې په لور ښوونه شوې وه) يا ايها الذين امنوا اتقوالله وقولوا قولا سديدا(احزاب 70 ايت) )اى مومنانو! له الله وډار شئ او روغه خبره كوئ) ان الذين يحبون ان تشيع الفاحشۍ فى الذين امنوا لهم عذاب اليم فى الدنيا والاخرۍ (النور 19 ايت) (بې له شكه د هغو كسانو لپاره چې د مومنانو په مينځ كې د فحشاوو خپرول خوښوي، په دنيا او اّخرت كې دردناك عذاب دى) 

د رسونى منفي اړخ 

دروغ : واجتنبوا قول الزور (الحج 30:22) (او ددروغو له خبرو نه ډډه وكړئ) “

خبر په اړيدلې بڼه وړاندې كول: فبدل الذين ظلموا قول غيرا الذى قيل لهم فا نزلنا على الذين ظلموا رجزا من السماء بما كانوا يفسقون (البقره 59 ايت) (خو ظالمانو هغه خبره چې ورته ويل شوې وه بدله كړه ” او له دې چيغو سره ورننو تل چې غنم غواړو” نو مونږ هم په تيري كوونكو د هغوى د مخ اړونې او سر غړونې له كبله له اسمان څخه سخت غداب راښكته كړ) 

غير مسولانه راپوروركونه: اسلام د ويرې او سولې په اړه د غير مسولانه راپور وركونې څخه د ځان ساتنې لارښـونه كړې ده، الله جل جلا له د منافقينو د بدو عادتونو په يادولو سره فرمايي: واذا جاء هم امرمن الامن او الخوف اذاعوا به ط.(سورۍ النساء 83 ايت) (او كله چې هغوى ته د ډاډ يا ډار كومه خبره راشي نو هغوى يې مشهوروي) الله جل جلا له حكم كوي: يا ايهاالذين امنوا ان جاءكم فاسق بنبا فتبينوا(سورۍ الحجرات 6 ايت) (اى مومنانو! كه چيرې كوم فاسق تاسې ته يو خبر راوړي نو ښه يې وپلټئ) 

دوكه او غوړه ما لي: د چا ليكنه پرته له دې چې د هغه حواله وركړل شي په خپل نوم خپره كړاى شي، يا داچې ليكوال ته هغه څه منسوب كړي چې هغه نه وي ويلي،الله جل جلا له فرمايي: فويل للذين يكتبون الكتب بايديهم ، ثم يقولون هذا من عندالله ليشتروا به ثمنا قليلا ، فويل لهم مما كتبت ايديهم وويل لهم مما يكسبون. (البقره 79 ايت) (نو هغو ته هلاكت دى چې يو شى په خپل لاس وليكي او بيا وايي چې دا دالله پاك راليږلې ليكنه ده. تر څو په دې توګه ډيرې لږې پيسې تر لاسه كړي نو ددوى د لاسونو د ليك له كبله ورته هلاك دى او هم ورته هلاكت دى د هغوى د نا څيزې ګټې له كبله ). 

د كومو ايتونو حواله چې وركړل شوه د شان نزول له اعتباره مختلف شاليد لري، مګر د قراّن كريم حواله افاقي لارښونه ده ، چې اشارتا د ژوند ټول اړخونه رانغاړي، خپله وحې ته الله جل جلا له په قران كريم كې خبر وايي: انى انست نارا ط سااتيكم منها بخبر(النمل 27:7) (ما اور وليد زه به ډير ژر تاسې ته له هغه ځاى نه كوم خبر راوړم) پخپله سروركاينات حضرت محمد صلىالله عليه وسلم ته په حديث كې د مخبر صادق (ريښتيني خبر وركولو والا) لقب وركول شوى دى. ددغو قراّني لارښونو په رڼا كې د ابلاغ اړونده ټولو شخصيتونو، ژورناليستانو، وياندانو، رسنيو پورې تړلو وګړو، داعيانو، استاذانو او نورو باندې لازمه ده چې د خپلې وسې سره سم د لاندې خبرو پابندي وساتي: هغوى بايد د انسانيت خير غوښتونكي واوسي. بايد امانت داره وي. بايد بې باكه وي دهغوى ابلاغ بايد بې رنګه نه وي، بلكه بامقصده وي. په خبر كې د لاندې خبرو پابندي په كار ده: مثبتو اړخونو ته دې په خبر كې د پام وړ ځاى وركړل شي. خبر بايد پاكيزه وي. له دروغو څخه دې ځان وساتل شي. خبره دې په ساده انداز كې وكړاى شيخبره بايد له زړه نه راووزي. خبره دې په مسولانه توګه وكړاى شي كه چيرته دا اصول د عامه رسونې څانګې خپلې كړي نو ملت له ذهني انتشار او فكري اضطراب څخه ژغورل كيداى شي، اوهم سم لورى وركول كيداى شي، همدا لامل دى چې د سم لوري له ټاكلو څخه پرته د په سفر كې د ملت نسلونه، نسلونه سرګردانه ګرځي.