• مجموعي کتنې: 144672
سیاست
اسلامپالي او ترکي ټاکنې؛ نظرياتي او عملګرا جاج!
اسلامپالي او ترکي ټاکنې؛ نظرياتي او عملګرا جاج!

اردوغان د وينا خورا راښکونکی فن لري، د روانو ټاکنو د کمپاين په سلسله کې يې چې د استانبول په ښار کې ولس په څومره شوق او څومره شمېر راټول شوی و، دا په ملت کې د يوه کارېسماټيک رهبر بلنې ته دمينې داد و، که نه په همدې استانبول کې قلېچدار اوغلو هم غونډه درلوده، د هغه ميدان د اردوغان له ميدان نه پنځه چنده کوچنی و خو بيا يې هم ميدان په مينوالو ډک نه و. اردوغان ته ۱۷ لکه ولس راټول شوی و، اردوغان ورته سرود وويل او يونيم ساعت ورته وغږېد، هغه چې عمر يې زيات دی خو چې خبرې يې کولې لکه يو ځوان چې په ډډ غږ او پياوړې حنجره غږېږي، نوموړي د خبرو په منځ، منځ کې ويډيويي مجالونه هم درلودل او ولس ته يې د خپل شل کلن مزل غټې لاسته راوړنې ټولې ښودلې، ما ته مې يوه ملګري له استانبوله وويل؛ دا څومره خوند کوي چې يو رهبر خپل ملت ته خدمت کړی وي او بيا په لوړو سترګو ملت ته د خپلو خدمتونو يادونه کوي...

1085 لوستونکي    کلونه وړاندې 2