استاد مزمل؛ د اسلامپالو د تجربو شريک او منتقد!
په هغه کابل کې چې تر ۲۰۰۱ وروسته په کې د ناټو ټانکونه بې خاره او په شنګ ګرځېدل، رسنيو په کې د تغريب رنګونه خورول، پخوانيو جهادي شخصيتونو په کې حتی اسلامي پسوندونه او پېشوندونه له موډه لوېدلي بلل او هغوی اسلامي مبارزه او د ازادۍ کيسې نور د ماضي دفن شوی مال بللو؛ په همدغسې يو اجنبيت کې استاد او د استاد په څېر د ګوتو په شمېر وګړو د ازادۍ رمزونه او تعبيرونه خلکو ته وړاندې کول، دې وګړو نوي نسل ته د خودۍ او د دې وطن د مالکيت حس ورکولو او دوی وو چې نوي نسل ته يې اسلام د همدې عصر ژوندۍ قضيه او حل ورپېژندلو.
1197 لوستونکي
کلونه وړاندې 4